67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

وريځي باڼه پښتانه

احمد جمال جمال

[pukhto]

لومړی خو باید مونږ د خپل ستر څښتن تعالی شکر ادا کړو چې پښتو ژبې او پښتون  ولس ته یې پښتون نابغه امیر حمزه خان شینواری په نصیب کړی ؤ، څوک چې د امن، ښکلا، ژوند او انسانیت په ارزښت پوهېده.

که زه ووایم چې د حمزه صیب شاعري لکه د   مرغلرې په شان ډېر رنګونه او مخونه لري، نو غلطه به نه وي، ځکه چې هر څوک ترینه د خپل علم او پوهې مطابق پند او مطلب اخلي.

 دا چې ما څومره د بابا شاعري لوستې نو په هغې کې د خدای بښلي، پښتونولۍ، ارمان او د حسن انتخاب ته تم شوی یم، د پښتون فطرت څښتن وایي:

زه برندې سترګې او شډله ځواني حسن ګڼم

نه نرۍ ملا لکه وېښته نه ټیټې مړې سترګې

په دې خو مونږ ټول  پوهېږو چې د بابا د شعر او هنر خټه پښتنه ده، خو دا خټه یې د اسلام د  مقدسې چینې په اوبو خېشته کړې، هم دا لامل دی چې د عقل او شعور خاوندان ورته په درنه سترګه ګوري.

  بله دا چې بابا ته د خپل ژوند او هنر لپاره دوه غبرګ چوکاټونه ښکارېدل چې یو د مسلمانۍ او دوهم د پښتونولۍ، خو کمال یې دا کړی چې پښتو یې له اسلامه زده کړې او بیا يې همدغه پښتو د اسلام په چوکاټ کې اچولې، ځکه خو وایی:

پښتو مې د اسلام د لااله نه ده زده کړې

همدې خو ده راکړې د جنت د چمن پته

د حمزه بابا په شاعرۍ کې یو بل ښه والی دا دی چې په خپل لوستونکي کې د ښه شعر د لیکلو ماده پیاوړې کوي او دې ته یې هڅوي چې د پښتونولۍ په ائين او قانون پوه شي.

 دغه رنګ د جرګې، بدرګې، ننواتې، حجرې، میلمه پالنې او نورو عنعنوي دودونو سره یې اشنا کړي.

 بابا مونږ ته د پښتونولۍ د قانون مادې راښایي، پښتون فطرت راښایي، پښتنه مینه او ټولنه راښایي،  هغه په پښتو او پښتون ميېن و، له پښتنو سره یې پښتو وکړه او پښتو غزل ته یې ځواني او ازادي ور وبښله:

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

د ویاړ ځای دا دی چې پښتنو هم پښتو وکړه چې حمزه یې د دستار خاوند او د غزل پلار کړ،  بابا د سخن په زرګرۍ کې د کمال تر حده کار کړی او د تخیل مارغه یې د پښتو ادب لپاره د مینې، ژوند ننګ، غیرت، خپلواکۍ او خاکسارۍ له منورو ځمکو ښه قیمتي او ارزښتناکه غمي په خپله ججوره کې د پښتو ادب د غنا لپاره راټول کړي او راوړي .

زه وایم که د بابا شاعري مونږ په درې برخو وویشو نو کېدای شي چې هم مو ځان سره انصاف کړی وي او هم د بابا د شعر او شاعرۍ سره، ځکه چې په دې کې یوه برخه شاعري اسانه او عام فهمه ده چې هر څوګ پرې پوهېږي.

 دوهمه درمیانه شاعري ده چې هغه د باسواده خلکو لپاره ده، څوک چې په خپل پښتون کولتور او دستور پوهېږي او داسې نور..

دریمه درجه ډېره لوړه، معلقه او پیچيده شاعري ده چې د پوهانو او لوړ ذوقه خلکو لپاره ده.

بابا چې په خپلو اشعارو کې د پښتون کوم زیږ او سوچه تمثیل لوبولی باور نه کوم چې په نورو قومونو کې او یا خپله پښتون قام کې دي هم ورته د چا پام راګرځېدلی وي.

د پروفیسر اسلم تاثر افریدي له خولې چې وایي سمندر خان سمندر صېب ویلي ؤ؛ که ماته څوک د عدل او انصاف تله په لاس راکړي نو زه دا ویلی شم چې حمزه صېب نه یوازې د پښتو غزل پلار دی، بلکې بابا د پښتو نطم پلار هم دی.

 ښاغلي بېشماره شاهکار نطمونه هم لیکلي دی، دی چې کله د خپل محبوب سره خبرې او کیسې کوي نو هغه هم په پښتنه ژبه او په داسې هنري او بې مثاله طرز  او طریقه چې لوستونکي او اورېدونکي د  وصل خوند او د هجر درد داسې احساسوي لکه دا چې د همده کیسه وي، دا خوند یې په دې بیت کې هم شته:

شوګېرې د خپل زنګون د پاسه خوند که

خو د خوب د پاره ستا زنګون په کار دی

شعر پېژندونکي  وایي: شعر هغه وینا ده چې له یوه زړه پاڅي او په بل زړه د یو احساس سره کیني.

 زه چې د حمزه شاعري لولم نو د بابا د شعر د مینه وال په حیث دا ګڼم چې خدای بښلي زمونږ د زړه او ضمیر هغه ارمان ته ژبه ورکړې چې په مونږ کې یې د اظهار ماده کم رنګه او کمزورې ده، بابا وایي:

یو زما په پښتونواله چې اشنا عرض ونه کړې

نور مې سر دی که مې مال دی همه تانه نذرانه دي
زما په فکر د بابا د نظر بورا که هر څومره په ګل ګل رخسار خپل وزرونه خواره کړل، خو د زړه تنده یې د حسن د مرکز په لیدو ماته شوه:

زیاته به له دې څه وي ستاینه ستا د سترګو

څومره چې یې ستایمه ستایلی نه شم سترګې

بابا د پښتون فطرت خاوند دی، ځکه خو خپل محبوب ته هم د پښتونولۍ درس ورکوي او د هغه نېغو او اوږدو بڼو ته د پښتنو خطاب کوي:

ګوره چې يې ښکته په ګستاخ نطر د چا نه کړې

ستا برندو اوږدو بڼو ته خلک پښتانه وایي

د بابا ځینې بیتونه داسې ښکاري چې په ده دوه غټ ارمانونه تر اخره مېلمانه وو، چې یو د پښتنو د یووالي ارمان و، چې نه یې غوښتل پښتانه د نفاق او تربورولۍ په لمبو وسوځي، همدغې خفګان او پرېشانۍ په حیرانۍ کې اچولی و  او د زړه له درده یې داسې کښلي وو:

خدای زده چې حمزه د پښتنو خمیر له څه دی

دوه چې مخامخ شي یو د بل د پاره ضد دي

هغه غوښتل  پښتانه د یو واحد قام په شکل کې ژوند وکړي چې وکولای شي د نړۍ د قامونو د هغه زنځیر کړۍ شي چې پښتانه یې له حسابه ویستي وو، بابا د پښتنو یو ځای کېدل او راټولېدل ښایست او ښکلا ګڼي، ځکه خو وایي:

زلفې  کمڅۍ کمڅۍ ښکلا ګڼمه

ولې دې وي خواره واره پښتانه

د بابا د غزل د ښکلا رازونه خو ډېر دي، مګر د هغې باوجود یې په کې د وریځو، لېمو او بڼو زړه راښکونکې نظارې داسې ځای کړي لکه یوې زړه راښکونکې پېغلې ته چې په نايڼې سینګار وکړې.

وریځي لېمه سترګې باڼه پښتانه

څنګه یو ځای شو پښتانه پښتانه

دوهم ارمان یې هغه ارمان دی چې هر انسان یې د سپینو ویښتو په کتو مېلمه کوي.

شوه معلومه چې ځواني هم د کار څېز ؤ

چې کوم ښکلی رانه تېر شو ارمان راغی

او یا یې دا ارماني بیت چې وایي:

تاله راغله پویه د ځوانۍ سره

ماله هله راغله چې ځواني لاړه

د ځلمیتوب دور په رښتیا هم دومره چټک درومي چې څوک یې په تګ نه پوهېږي او بیا په تېره پښتانه زلمي.

د جنون دې دور ته د راستنېدو په خاطر ډېرو عمر خوړلو ځولۍ ونیوي خو راستون یې نه کړو.

ای تل تر تله ځوانه لږ خو مسک شه چې زلمی شم

بیا زوړ شمه بیا ځوان شمه او بیا ځواني زړه کړم

د غزل د بابا په  شاعرۍ  او شخصیت څه ویل او لیکل داسې دي لکه سمندر په غېږ کې نیول، په دې لیکنه کې د بابا په شخصیت او شاعرۍ مختصره رڼا اچول شوې.

خپلې خبرې په خپل دې شعر رانغاړم:

هسکه شمله شاهین نظر سپه سالار ؤ حمزه

نن دی سبا دی هم پرون د غزل پلار ؤ حمزه

[/pukhto]

2 خوښونې

اړوند مطالب

منډه
په ځان باور څومره مهم دی؟
شاعرانه جمود
د مازيګر بنډار شپږمه ناسته وکړه
نور ولولئ
ایلن ماسک غواړي ایفون او سامسونګ د نوکیا په برخلیک اخته کړي
توره هديره
د مازيګر بنډار يويشتمه ناسته وکړه
ماشومان سختو کارونو ته اړ کیږي

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /