ولسمشر له افغانستان نه څلور لارې جوړوي

عزت الله ځواب
[pukhto]
له ډاکټر شمس نجيبي سره مرکه
– د زدکړو په اړه دې معلومات راکړه، له کوم ځايه چېرته ورسېدلې؟
– زما داسې ډېره مقدمه نه خوښيږي، په لنډه به درته ووايم چې زه ۲۰۰۱ کې د ننګرهار طب پوهنځي نه فارغ شوم، له هغې وروسته مې په په کونړ کې په همدې مسلک کې خدمت وکړ، بيا پاکستان ته لاړم د مهاجرو په کیمپ کې د UNHCR سره میډیکل آفیسر وم. په کمپونو به ګرځیدو او هلته به مو مهاجر ناروغان کتل. په ۲۰۰۲ کال کې بیرته خپل هېواد ته ستون شوم او په کونړ کې مې خدمت پیل کړ. په ۲۰۰۵ کال کې مې له امریکا څخه په پبلک هیلت (عامه روغتیا) کې ماسټري واخسته، په ۲۰۰۶ کال کې افغانستان ته راغلم او دلته مې تر ۲۰۱۴ کال پورې په بېلا بېلو موسسو لکه جایکا، USAID, MSH سره د روغتیایي پالیسۍ کې کار وکړ. په ۲۰۱۴ کال کې امریکا ته مهاجر شوم، هلته لا نورو زده کړو ته دوام ورکوم او پلان لرم چې ډېر زر خپل هېواد ته ستون شم او هېوادوالو ته خدمت وکړم. غواړم د تورخم دروازه کې ولاړ سپین ږیري خواران، سرتورې، ماشومان چې زیاتره يې درملنې لپاره پاکستان ته ځي له دې ستونزې څخه خلاص کړو. په دې برخه کې هېڅ کار ناشونی نه دی، تر څو يو کس خپله ملا وتړي، هغه تعهد وکړي چې دا کار سرته رسوم؛ نو هر کار امکان لري.
– ډاکتر صېب زموږ خلک د دې ځای په طبابت باور نه لري او خپله يا بچيان يې چې ناروغان شي خارج ته يې د علاج لپاره وړي؟
– دا ډېره مهمه خبره ده، دلته يو فکتور نه دی چې ولې زرګونه افغانان هند يا پاکستان ته د علاج لپاره ځي؟ په افغانستان کې د روغتیا سیستم بنسټ د طب پوهنځي نه غلط ایښودل شوی، دا بنسټ د کانکور نه غلط ایښودل شوی.
د راپورونو پر بنسټ په ۲۰۱۵ کال کې هره میاشت پیښور کې رحمان میډیکل روغتون ته شاوخوا ۶۰۰۰ افغاني ناروغان ورتلل او همدا رنګه نارت ویسټ روغتون ته هم هره میاشت همدومره افغان ناروغان ورتلل چې په کال کې شاوخوا ۱۴۴،۰۰۰ ناروغان کیږي او هر ناروغ په اوسط ډول ۵۰۰-۱۰۰۰ امریکایي ډالر مصرفوي. همدارنګه هندوستان کې اپولو روغتون، ميکس شفاخانه، ميډيټا ته هم هر کال لسګونه زره ناروغان درملنې لپاره ورځي. د عامې روغتیا وزارت د راپور په اساس هر کال شاوخوا ۲۴۰ میلیونه امریکایي ډالر په پاکستان او هندوستان هېوادونو کې د روغتیا برخه کې مصرفیږي.
– ډاکټر صیب ویلی شئ چې ددې عمده لاملونه څه دي؟
په دې کې ډېر فکټورونه دخیل دي چې تر ټولو عمده يې دا دي:
لومړی دا چې زموږ د روغتيايي خدماتو کيفيت سم نه دی، ځکه خلک مجبوريږي پاکستان يا هند ته لاړ شي.
دوهم فکتور يې د اعتماد نه شتون دی، عامو خلکو يا افغاني ټولنې په خپل روغتیایي سيستم اعتماد بایللی ځکه چې د ناروغ ناروغي په سمه توګه نه تشخیصیږي او که تشخیص شي سمه تداوي يې نه کیږي. که څه هم د ۲۰۰۱ کال په پرتله زموږ روغتيايي سيستم ډېر مخکې تللی دی، خو د اعتماد نشتوالی موجود دی، يا د خلکو او صحي سيستم تر منځ فاصله موجوده ده، بايد دغه واټن راکم شي، د اعتماد نه شتون ددې سبب کیږي چې افغانان د ډېرو کوچنیو ناروغیو چې په هېواد کې دننه د درملنې وړ وي، بهر هېوادونو لکه پاکستان ته مخه کوي. نو بايد په روغتيايي سيستم باندې اعتماد رامنځ ته شي.
درېيم فکتور د درملو د کيفيت خرابوالی دی، کوم درمل چې دلته راځي ډېر بې کيفيته درمل دي، چې په دې کې د افغانستان دولت پړ دی، بايد د دې بې کیفیته درملو مخه ونيسي. په دې برخه کې فساد موجود دی، لابراتوارونه او درملو ارزیابۍ سيستم بايد موجود وي چې تر واردولو وړاندې د درملو کيفيت وګوري. په ځانګړې توګه هغه درمل چې له پاکستانه راځي د هغې کيفيت په سلو کې لس که ووايم؛ نو مبالغه به مې نه وي کړي.
څلورم فکتور يې د کدرونو نه شتون دی، په دې مانا چې د طب په پوهنځيو کې د تدريس د کيفيت ټيټوالی دی.
د کدرونو نه شتون په دې فکتورونو پورې اړه لري:
لومړۍ دلیل يې د پوهنځیو درسي مواد دي چې دا مواد څلوېښت کاله پخواني دي. په غربي نړۍ کې تدريسي مواد په هرو پنځو کلونو کې بنسټيز بدلون مومي، هره ورځ نوې څېړنې کېږي او د دغه نوې څيړنو پر بنسټ هغوی تدريسي مواد جوړوي او خپلو زده کونکو ته يې تدریس کوي.
دوهم دلیل یې د تدريس شېوه يااپروچ چې دی، دا بلکل غلط دی. زمونږ په پوهنتونونو کې زیاتره ښوونکي د خپلې محصلۍ د نوټ کتابچه راباسي او خپلو شاګردانو ته ترې نوټ ورکوي. دوی خپل شاګرد ته املا وايي او شاګردان يې ليکي. ننګرهار پوهنتون ته لاړ شئ، شاګردان وګورئ، یو محصل يې وایي او بل له کتابچې ورته ګوري، بیا ورته ویونکی محصل ووایي چې بله ورقه واړوه او بیا شروع شي، پوهیږي پرې نه. نو له دوی به څه توقع وساتل شي.زه خپلو استادانو ته احترام لرم، خو دا احترام په دې مانا نه دی چې هغوی هر څه کوي زه يې قبول کړم. د طب پوهنځي استاد شاګرد مجبوروي چې هغه دده دا چيپټر حفظ کړي، نو متاسفانه په اخر کې دا ډاکتر نه؛ بلکې د چيپټرونو حافظ فارغوي.
ډاکتران بايد وروزل شي، نه دا چې هغوی ته فوټوګرافيک ميموري یانې د يو څه شي عکس اخلې، ورکړل شي.
دریم دلیل يې د طب په علم کې د معاصرو څیړنو څخه نا خبري ده، هماغه زړې کتابچې دي، هماغه زاړه نوټونه دي او تدریسوي يې.
څلورم دلیل يې له انګلیسي ژبې سره نابلدتیا ده. د اوسني عصر تر ټولو ډېر علم په انګلیسي ژبه دی یانې د طب پوهنځي لپاره دې انګلیسي ژبې سره اشنایي زیاته شي تر څو نویو څیړنو څخه خبر شي.دا ټول عوامل د کدرونو نه شتون سبب کیږي. نو درسي کیفیت لوړولو لپاره باید څو ادارې همزمانه مخکې لاړې شي لکه د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزات او د عامې روغتیا وزارت.
پنځم فکتور پکې د عملي کار نه شتون دی. يو محصل راځي، طب پوهنځی له اوله تر پنځم صنف پورې وايي، ده ته دا زمينه نه برابریږي چې هغه څنګه يو کنول تېر کړي او یا یو کټیټر ولګوي او که مساعدېږي هم خپله استادان نه غواړي چې يو کس ده ته مارکېټ کې رقيب جوړ شي. ځکه يې همدغسې پټې سترګې پرېږدي. مونږ په صحت خبره کوو، خو په مجموع کې د عالي تحصيلاتو ټول سيستم همدغسې بې کیفیته دی.
شپږم فکتور پکې د عصري طبي لابراتوارونو نه شتون دی.
نو يو خوا زاړه مواد تدريس شول چې هغه په غربي نړۍ کې څه چې په هند او پاکستان کې له کاره لويدلي دي. بل ده ته چې د عملي کار زمينه مساعده نه شي، نو هغه چې فارغ شي د هغې نه څنګه د ښه کيفيت تمه وشي.
– دا ستونزه په نورو برخو انجينرۍ، اقتصاد، ژورنالېزم.. کې هم شته او موږ دغه کمزوري لرو، ستاسې په نظر حل لاره څه ده؟
– دا ستونزې د کانکور نه سرچینه اخلي، په نورو هېوادونو کې وړاندې تر دې چې پوهنتون ته لاره پیدا کړي، مخکې باید همغې پوهنځي باره کې دوه کاله درس یا کالج ووایي، لکه Pre Engineering یا Pre Medical او داسې نور. که یو څوک طب سره مینه لري نو هغې ته څه اړتیا ده چې جیولوژي ووایي یا د تاریخ مضمون او بیولوژي مضمون دې ورته یو شان ارزښت ولري. ددې ستونزې د حل لاره دا ده چې په ټول سیستم کې بنسټیز اصلاحات منځ ته راشي.
– يانې د ښوونځيو له نصاب نه خبره ورانه ده؟
– هو خبره بنسټ نه ورانه ده، که څه هم په دې نوي دولت کې يو څه د ښوونځيو نصاب جوړ شو خو د لوړو زده کړو د وزارت نصاب بيا په ځانګړې توګه د طب پوهنځي نصاب ډېر وروسته پاتې دی. زیاتره استادان يې ټول ايکسپاير دي او هغه استادان غواړي چې همداسې پاتې شي چې د نويو کدرونو مخه ډب کیږي. مونږ او تاسې افغانان چې د مشکل د تشريح باره کې ډېر تکړه یو، شروع وکړو دا ستونزه ده، دا مشکل دی… د حل لاره يې نه وايي، چې مشکل وايو د حل لار يې روښانه شي تر څو دولت ورته متوجه شي. په دې باره کې ما طرحه هم لیکلې او له ځان سره مې راوړې چې په اړه به يې ډاکتر صيب اشرف غني سره خبرې وکړم او زه غواړم چې په خپله دا طرحه ورکړم، چې ستونزه چیرته ده او د حل لارې يې څه دي. ډاکټر صیب سره په دې طرح خبرې کوم.
– دا خو اوږدمهالې حل لارې شوې، لنډ مهال حل لپاره کومې لارې ورته غوره کوئ؟
که چیرته بنسټيز بدلون راشي او اوس نه عملي شي نو اووه کاله پوهنځي نه وروسته په اتم کال به مثبته پایله لیدل کیږي خو لنډ مهال لپاره باید له شته روغتیایي کارکونکو څخه کار واخستل شي. په هر بخش کې برسونه راځي، نو دولت ته پکار ده چې په څلوېښت ورځني يا مياشتني کورسونو باندې هېڅ نه کېږي، ځکه د هغوی هغه زړې ببولالې په ذهن کې بېچکارۍ شوي، هغوی ته بايد يو کلن، دوه کلن پرګرامونه که بل هېواد يې نه مني، هند، پاکستان یا ترکیې ته دې ولیږي تر څو د طب په برخه کې له اوسنۍ تکنالوژۍ سره بلد شي، اساسي ټریننګ ورکړل شي،اوس وخت کې چې له طب نوي کسان فارغيږي، دوی شديد ټريننګ ته اړتیا لري.
– وسايلو سره نا اشنايي څومره ستونزه ده؟
– دا ډېره پراخه موضوع ده، نه يوازې علم دی، بلکې له نوې تکنالوژۍ سره بلدتيا ده چې څنګه ترې ګټه واخستل شي، دا په څه وخت کې استعمال کړي، له هغې سره بايد داسې پرسونل وي چې دغه تکنالوژي که خرابيږي چې جوړه يې کړي، دې ته بايو ميډيکل انجينري وايي. په افغانستان کې بايو ميډيکل انجينرۍ څانګه بيخي نشته، د دې وظيفه دا ده ځواب صيب، چې يو ماشین تا راوړی چې ناروغ ته مصنوعي تنفس ورکوي او دغه ماشين خراب شو، نو دا به تر کله پورې د نړۍ خلکو ته سوال کوي، چې راشي او دغه خراب شوی ماشین راته جوړ کړي، جاپان نه يو انجينر راځي هغې باندې شاوخوا ۳۰- ۴۰ زره ډالر مصرف راځي.
يو داسې انجينر نه لرو چې راشي او دا ماشين بېرته جوړ کړي، مثلا د سټي سکين MRI ماشينونه، نو دولت کولای شي چې په اوس وخت کې د ظرفیت لوړوالي تريننګونو ته پاملرنه وکړي، چې دا شته ډاکټران وليږي چې دوی يې زده کړي، نوې تکنالوژۍ او نوي ريسرچ سره اشنا شي او وطن ته راستانه شي او نوي کدرونه وروزي.
– پخوا به د قبايلو ځوانان راتلل، دلته به يې طب لوسته او بيا به يې په خپلو سيمو کې د ډاکترانو په حيث کار کولو اوس دلته داسې شکايتونه دي چې په دولتي روغتونونو کې ډاکتران له ناروغانو سره سم چلند نه کوي؟
– ما چې مخکې اشاره وکړه چې اعتماد نه شته، چې نورو هېوادونو کې ته د ناروغ په حيث ډاکتر ته ورشي، ډاکتر تا داسې نازوي لکه ته چې په خپل کور کې وړوکی ماشوم يې، ستا ډېر ناز اخلي. دې ته ميډيکل ايتکس وايي، ايتکس دغه دی چې يو ناروغ له ډاکتر سره او ډاکتر له ناروغ سره څرنګه چلند وکړي. کوم کارونه ډاکتر کولای شي، ويې کړي او کومې خبرې نه شي کولای، د ناروغ خپل حقوق معلوم دي دا ډېره د خپګان وړ خبره ده چې زمونږ او ستاسې په افغانستان کې د مريض د حقوقو په نامه هېڅ قانون وجود نه لري.
طبابت کې ناروغ لپاره خپل حقوق او ډاکټر لپاره خپل واک ټاکل شوی. ناروغ سره ډاکټر هېڅ وخت نه شې کولای چې په تېزه لهجه خبرې وکړې، که چېرته ډاکټر ناروغ ته ووايي چې ستا د ناروغۍ تداوي دغه ده، هغه د ناروغ خوښه ده چې دا مني که نه يې مني. په افغانستان کې ډاکتر داسې چلند کوي چې همدا زه يم، حقوق ما سره دي، ته د انسان په حيث هېڅ حقوق نه لرې، څه چې زه غواړم هماغسې بايد وشي. دلته د نورې نړۍ سرچپه خبره ده، په نورو هېوادونو کې مريض کولای شي چې په ډاکتر باندې د چلند او د غير اړین ټسټونو باره کې عريضه وکړي او د هغې د تداوۍ په باره کې کولای شي تر محکمې يې کش کړي او درملنې څرنګوالي په اړه ترې پوښتنې وکړي. دلته مذهبي موضوع هم ښکیل ده، ډاکتران په دې ځان خلاصوي چې د خدای رضا وه، سمه ده چې د خدای رضا وه خو دلته ستا وظيفه څه ده او څنګه دې ترسره کړې؟
– ځينې ډاکتران له درملتونونو سره په اړيکه کې وي او طبابت نه تجارت جوړ شوی، داسې دوا ليکي چې په بل درملتون کې نه موندل کېږي؟
– اداري فساد يوازې دې ته نه وايي چې يو دولتي مامور دې رشوت واخلي، دغه ټول اداري فساد دی. بلکل داسې ډېر ډاکتران شته چې هغوی تجارت کوي، که څوک پاټک واچوي او د پخوا په څېر له خلکو نه په زوره پيسې واخلي، دومره باک نه کوي، خو دا چې یو ناروغ وي او ډاکټر ته په يوه هيله او اميد راغلی وي، دوی ورته غير ضروري ټسټونه ليکي، له لابراتوار او درملتونو سره شريک دي. زه دا نه وایم چې ټول داسې دي بلکې داسې ریښتوني روغتیایي کارکونکي هم شته دي چې په پاک نيت باندې د ولس خدمت ته ملا تړي.
په افغانستان کې شهر ناپرسان دی، دولت يې هم په کيسه کې نه دی، د ډاکترانو لاسونه ازاد دي، هر څه يې چې زړه وغواړي هماغسې کوي، هېڅ بر رسي او څارنه شتون نه لري،تاسې کله اورېدلي چې دغه ډاکتر په دې جرم کومې محکمې ته کش شوی دی؟ هېڅ څارنه نشته او هغه څوک چې څارنه کوي چېرته دي؟
– تاسې طب پوهنځی په خپله خوښه انتخاب کړی و که د کورنۍ په خوښه؟ که په خپله خوښه دې انتخاب کړی وو دلیل څه وو؟
– زه په هجرت کې په کمپ کې رالوی شوی یم او دا ټولې بدبختۍ مې په کمپ کې تېرې کړلې. هغه وخت چې زه په کمپ کې اوسېدم په هغه وخت کې د کمپ د ماشومانو ۴/۱ برخه هغه ماشومان چې خپله پنځمه سالګره ولمانځي، هغه به له منځه تلل، لکه په ۱۰۰۰ ماشومانو کې ۲۵۰ وفات کېدل. په هر کمپ کې همدغه موضوع وه، له څه شي نه؟ له سينه بغل نه، اسهالاتو او ډېرو عادي ناروغيو نه به له منځه تلل، دغه ناروغۍ موږ هم تېرې کړې، نو ما غوښتل چې له دوی سره مرسته وکړم، هغه ناروغۍ چې درې څلور سوه کاله وړاندې به ترې په غرب کې خلک مړه کېدل، زما د وطن بچي ترې نن ورځ مړه کېږي. دا خو بيخي د منلو خبره نه ده چې په زرو کې دوه نيم سوه مړه کېږي. دا احصايه د هغه وخت وه اوس يو څه کم شوي، ډېر تغيرات منځته راغلي او په ۱۰۰۰ کې ۹۷ ته رارسيدلي. يانې اوس هم په زرو کې اووه نوي ماشومان د دې عادي ناروغيو له کبله مري. نو ځکه زما علاقه د صحت يا روغتيايي بخش سره وه، چې زه خو دومره وکولای شم چې که په دې ۲۵۰ ماشومانو کې يو ماشوم هم وژغورل شي دا به زما د انسانيت لپاره لوی خدمت وي. هماغه علاقه وه چې طب پوهنځی مې شروع کړلو.
– مخکې تاسې د طرح یادونه وکړه، که لږه نوره رڼا پرې واچوې او څه فکر کوئ چې ولسمشر غني به ستاسې طرح جدي ونیسي؟
په ۲۰۰۱ کال کې راسره یوه انګیزه پیدا شوه چې د افغانستان روغتیایي سيستم کې بايد بدلون راشي، خو د کاغذ په مخ مې اوس ولیکله. شپږ مياشتې مې په دې باندې کار وکړو چې مشکل کوم ځای کې دی؟ لنډ مهاله حل لاره څه ده؟ او اوږد مهاله حل لاره څه ده؟ د ستونزو حل لارې چې مې مخکې تاسې ته روښانه کړې په اصل کې همدا زما د طرحې یوه برخه وه. زه غواړم چې ژر تر ژره ولسمشر وګورم او خپل طرحه ورسره شریکه کړم. په خپله يې ورته تشريح کړم، چې مشکل دلته دی او حل لارې دغه دي.
– ولسمشر غني باره کې څه نظر لرئ؟
نو خبره د صحت نه سياست ته لاړه، خو سياست، صحت او تورخم ټول سره تړلي دي او د يوې ستونزې کړۍ دي. ولسمشر غني ډېر داسې کارونه وکړل چې د افغانستان معاصر تاريخ کې نه و تر سره شوي. د ولسمشر لاسته راوړنو به یو مثال درکړم، خلک يې نه شي محسوسولای، خلک په دسترخوان باندې ډوډۍ غواړي، د ټولو نه مهمه لاسته راوړنه د افغانستان د بهرنيو اړيکو لپاره يو فارميټ يا چوکاټ جوړول د اشرف غني يوه ستره لاسته راوړنه ده، په اول ځل مونږ وکړای شول چې يوه بهرنۍ تګلاره جوړه کړو، بله موضوع چې ډاکتر صيب پرې تمرکز کوي، زيربناوې دي، ډاکتر صيب ټوله انرژي په زيربناو مصرفوي. اساسي کارونه کوي، لکه که د کرزي په وخت کې د تورخم دروازه د يوې ورځې لپاره بندېده، کرزي به دې هم زنګونه وهل، سفير به يې هم پښو ته غورځېده، اوس هغوی يوه بانه غوښته چې مقصد ځواب صيب په مينه مجله کې هم ويلي وايي چې ګېټ خلاص کړئ هغوی خلاصولو، دوی پرې ځان غلی کړی و، موږ ته اوړه له هغه بل طرف نه راغلل، بله لاره يې درته خلاصه کړه،اوس پاکستان د يوې نيمې مياشتې لپاره لاره بنده کړه او صرف دې ته منتظر و چې ته ورته ووايي چې دروازه خلاصه کړه. په هاغه وخت کې د پاکستان سیاسي چارو شنونکي زید حامد ویلي ول چې په افغانستان اوړه بند کړئ، هر څه درسره مني. دا ستره لاسته راوړنه ده، چې افغان قوم دا سطحي نیسي.
ولسمشر له افغانستان نه څلور لارې جوړوي، ميوه اوس له کندهاره ډهلي ته ځي، په هغه وخت کې به خوسا کېدله، د ريل پټلۍ جوړوي. ولسمشر په سمه روان دی، که نه وي ما ته يې څه راکړي، زه خو دا درې کاله مسافر وم، نيوکې هم تر يو حده سمې دي، خو کله چې ستا سره کوم کسان دي او کوم ماحول دی، که چيرې ته پر چا اعتماد نه شې کولای ته مجبور يې چې په خپله هر کار وکړې، د ولسمشر دا کار هم بايد وستايل شي. ډاکتر صيب د تدارکاتو کار په خپل لاس کې نيولی، د افغانستان د غټو قراردادونو تدارکات يې په خپل لاس کې نيولي او دا نيوکه پرې هغه خلک کوي چې په ولايتي او مرکزي سطحه يې پيسې اخيستې، تر وزيرانو پورې، هغه خلک چې چغې وهي هغه همدغه د تدراکاتو موضوع ده، دوی باندې پيسې بندې شوي، دا نيوکې ډېرې بې بنسټه دي. ما پرې هغه وخت هم باور کړی، اوس هم پرې پوره باور لرم او راتلونکي کې پرې هم باور کوم، ولسمشر د کار او عمل سړی دی او په زړه کې يې د وطن مينه ده. غواړي چې خپلو خلکو ته خدمت وکړي، د زړه د اخلاصه خدمت کوي، مخالفين يې ډېر دي، داخلي مخالفين او هغه د مافيا خلک دي او قرارداديان دي. مخکې به چې چا د لس ميلونه ډالرو قراردادونه اخيستل، خبره دوه لکه ډالرو ته راغورځېدلې ده. خارجي مخالفتونه شته دی، خو دا په يو سر نه کېږي، خارجه وزارت دا په خپله کوي، داخله وزارت،رياست جمهوري، تدارکات په خپله کوي او سم يې کوي، ۱۸ ساعته درته کار کوي.
– د اوبو د مديريت په برخه کې د ولسمشر دريځ څنګه ارزوې؟
د خوږو اوبو د کموالي ستونزه په ټوله نړۍ کې شته، په ځانګړي توګه زموږ ګاونډيان پاکستان او ايران دوی هم د خوږو اوبو له کموالي سره لاس او ګریوان دي او د اوبو مديريت دا په معاصر تاريخ کې لومړني اقدامات دي چې اشرف غني يې کوي او تاسې خپله وليدل مخکيني حکومت کرزي صيب به ويل چې ايران نه ما ته پيسې راځي، کڅوړې به راتلې؛ نو تا د کڅوړو زور وليده چې کڅوړې يې ولې رالېږلې؟ دوی چې وايي په کمال خان باندې بند جوړوم په سلماء جوړ شو، نو تاسې د ايران د ولسمشر چغې واورېدلې. که دا اوبه مديريت او مهار شي موږ او تاسې به په دې سيمه کې يو غټ د برق صادرونکي هېواد شو، ډېر ژر که چېرته دقيق لکه دا څنګه مو چې شروع کړې په راتلونکي څو کالو کې موږ کولای شو چې خپلو ګاونډيانو ته برق ورکړو. د سیمې ټول هېوادونه به مونږ ته اړ وي او مونږ به پرې برق خرڅوو.
– او د ولسمشر خارجه پالیسي؟
د افغانستان دښمنان چغې وهي، نور هېوادونه انزوا طرف ته روان دي، تاسې د امريکا په سنا کې دا چغې وګورئ چې ستا د دښمنانو په خلاف دي، دا چا قانع کړل؟ دا د ولسمشر خارجي پاليسي ده چې هغوی يې قانع کړل چې اوس ته دلته ناست يې او د امريکا په سنا کې ستا په طرف چغې وهل کېږي. د اروپايي اتحاديي په پارلمان کې چغې وهل کېږي دا د چا د سياست نتيجه ده؟ دا د همدې اشرف غني بهرنی سياست دی.
– د مينې مجلې په اړه څه نظر لرئ؟
– مينه خو مينه ده او مينه مينه خپروي، مطالب يې ډېر په زړه پورې دي، مینه د نوي کهول د اصلاح لپاره ښه وسيله ده، زه چې نورو ولایتونو ته سفر کوم، هلته زیاتره ځوانان ګورم چې مینه مجله لولي. که چيرته تاسې د مينې مجلې د چاپ په برخه کې له ستونزو سره مخ يې زه په ټولو پښتنو تعليم يافته ځوانانو غږ کوم چې تا په دومره وړوکي ځان دومره غټ مسؤليت ته اوږه ورکړې ده چې دوی راشي او ستا ملا وتړي، د چاپي رسنيو په ارزښت خو له ما تاسې ښه پوهېږئ، خو پښتون چې دومره وروسته دی همدغه د لوست د فرهنګ نشتوالی دی.
ستا د مجلې دنده دا ده چې په نوي نسل کې د لوست فرهنګ ژوندی شي، په نورو هېوادونو له کومه ځایه چې انټرنيټ موږ ته راغلی دی، خو هغه خلک اوس هم له مجلو سره سبسکرپشن لري. د نيويارکر او ټایم مجلو سره په ميلونونو خلک کلنی او مياشتنی ګډون کوي. له 1925 کال نه چليږي، په ميلونونو خلک ګډون کوي او هره اونۍ ورته مجله کور ته راځي، نه يوازې په امريکا کې ګډونوال لري بلکې نورې نړۍ ته هم ځي، نو د مينې توزيع باید پراخه شي، فس بک ښه وسيله ده چې د ملګرو له اړیکو نه استفاده وشي او خلکو کې دا شعور پيدا شي چې دا نه يوازې ستاسې په معلوماتو کې اضافه والی راځي بلکې د پښتو ژبې د پياوړتيا لپاره بايد خلک ګډون وکړي.
بله مهمه خبره دا چې کوم بهر ميشتي فرهنګپال افغانان دي هغوی د دې باره کې کم معلومات لري. بهر ميشتي افغانان بايد د دې په چاپ کې ونډه واخلي، هغوی د افغانانو فرهنګي ټولنې لري، هغوی سره باید اړیکه وشي.
– موږ ويبسايټ هم جوړ کړی او د مجلې مطالب هلته هم خپروو.
د ويبسايټ د پراختيا لپاره هم بايد بهر ميشتي فرهنګپالو او پښتو دوسته افغانانو سره تاسې اړيکه ونيسئ او هغوی وهڅوئ چې دا غټ مسوليت چې تاسې په اوږو اخيستی، يو څه بوج بايد هغوی هم واخلي، تسلسل به نه خرابيږي، د مينې مجلې کيفيت به لوړ شي او نشرات به هم مخته ولاړ شي.
– مننه
– خوشاله اوسئ!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي