ولسمشر ننګرهاریانو ته بیا تمه ورکړه

سهارګل احساس
[pukhto]
د امریکا او طالبانو د سولې له لاسلیک، دوه ورځې وروسته، ولسمشر غني ننګرهار ته ولې راغلو، ننګرهار چې د پښتونخوا سره اوږده پوله لري او ډېری وخت د جګړې لومړۍ کرښه وي، د دولت د بقا لپاره هرې ننګرهارۍ مور عسکر بچي په دې موخه زېږولي، چې نور د واک په ګدۍ ناست پاتې شي او بیا یې په قربانیو سودا وکړي.
دا د تاریخ په اوږدو کې نوې خبره نه ده، له تېرو شل کلونو را په دېخوا، ننګرهار د دولت په ټولو برخو کې له نورو ولایتو ډېره قرباني ورکړې ده، خو چارواکو بیا دلته په خپلو څرګندونو کې تشې وعدې کړي، بیا یې مخ ورته نه دی را اړولای، دا بد بخته ولس بیا هم غولېدلای، بیا یې واک ته رسولي دي، خو دا یې ترې کله هم ونه پوښتل چې د قربانیو په بدل ولې ورسره تشې وعدې کېږي، په دې اساسو ورځو کې ولسمشر غني ننګرهار ته راځي، بیا هغه وعدې تکراروي، چې په انتخاباتو کې یې کړې وې، د انتخاباتو وعدې لا وعدې پاتې دي، خو غني نن نورې او څه یې زړې تکرار کړې.
په دومره ترینګلو وختونو کې د ولسمشر دا ډول څرګندوونې داسې دي، لکه بې ساه جسدونو ته چې څوک خبرې کوي، اوس دولت باید نمایشي خبرې او کارونه ونه کړي، بنسټیز کار چې ولسونه ورته اړتیا لري، ولې په خپلو درغوجنو کارونو کې پټوي، نن ولسمشر وویل، ملکي هوايي ډګر به په نړیوال سټنډرډ جوړ کړم، د برق او اوبو ستونزه به ختمه کړم، نجونو ته به مکاتیبو ته کمپیټرونه ورکړم، نوي ښونځي به جوړ کړم، او ملکان دې پورته شي چې مننه ترې وکړم، دا ټولې هغه خبرې دي چې د تاریخ په اوږدو کې، پرې ننګرهاریان غولول شوي دي، او اوس یې بیا هم هڅه کېږي.
لومړی د هوايي ډګر په اړه که ووایو، دا به له سولې ډېر مهم وي او یا به په ننګرهار کې د هغه سرتېرو ته د اکمالاتو ډېر مهم وي، چې د لوی دښمن پر وړاندې په نه امکاناتو جګړه کوي، ولسمشر دې هوایي ډګر نه جوړوي، په سرحدي سیمو کې دې سرتېرو ته امکانات برابر کړي، تر څو د همدې دښمن پر وړاندې ودرېږي، چې ولسمشر ورته په داسې حال کې اخطارونه ورکوي، چې د خپل راتګ لپاره یې د جلال اباد ټول ښار تړلی دی.
ولې د ولس په سترګو کې خاورې اچوي، دا چې د ولایت مقام ته په راتلو تمام ښار بند وي، نو په لرې پرته ولسوالۍ کې د سر تېرې به څه حال وي، بیا نو په دې صورت کې موږ څه ته اړتیا لرو سولې امنیت او که هوایي ډګر ته؟
د برق او اوبو خبره دایې بله هغه وعده ده، چې په پنځه کاله وړاندې یې ویلي وو، په پاکستان اوبه بندوم، دا یې ونه کړه د ننګرهار برېښنا یې کابل ته تاوه کړه، زموږ هغه اوبه چې پاکستان ترې استفاده کوي، په ډېرو لږو امکاناتو یې خپلولای شو، یو ښه مثال یې د جاپاني ناکامورا دی، هغه ولسي خلک له ځان سره کړه او د کنړ له سینده یې دومره اوبه تاوې کړې، چې د ګمبېري دښته یې ورباندې خړوبه او شنه کړه.
د نجونو مکتبونه جوړول، کوم چې جوړ دي خلاص دې شي، استادان دې ورته ولېږل شي، کتابونه دې ورته ورکړي، د نجونو د زده کړو پر وړاندې پرتې ستونزې دې له منځه یو سي، چې په لومړي سر کې یې امنیت دی، هغه جوړ مکتبونه دې له ورانولو سوزولو او نورو ګډوډیو وژغوري، هلته دې زمینه سازي وکړي تر څو کورنۍ ډاډه شي، چې نجونې یې هلته خوندي دي.
ملکانو ته داد ورکونه، دا هم هغه څه دي چې ولسونه له کلونو ترې رنځ وړي، همدې ملکانو تر اوسه هره وسلواله ډله په خپلو حجرو او دېرو کې پاللې، غرمنۍ یې ورته برابره کړې او د شپې خوندي ځایونه یې ورته ورکړي، بیا څنګه ورنه ولسمشر مننه کوي، رایه ورته ولس ځوانانو ورکړې، او ولسمشر مننه له ملکانو کوي، دا هر څه نمایشي دي او په دې وخت کې موږ ته بنسټیز کارونه پکار دي.
ولسمشر باید بېلا بېلو ولایتونو ته لاړ شي، د سولې په اړه دې د خلکو نظرونه واخلي، بیا دې یو لویه جرګه د افغانستان له بېلا بېلو قومونو جوړه کړي او طالبانو سره دې د سولې خبرې اترې شروع کړي، په لنډ وخت کې دې دا چاره تر سره کړي، تر څو نور خلک منځ ته رانه شي او د طالبانو او افغان دولت تر منځ واټن ډېر کړي، ولسمشر دې له هغوی ور وړاندې شي قومونو سره دې نظرونه شریک کړي، تر څو د بنسټیزو کارونو لپاره زمینه برابره شي، بیا دا ټول کارونه په لږو ورځو کې کېدوونکي دي، چې ولسمشر یې پرون او نن له ننګرهاریانو سره وعدې وکړې.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي