ولږه

لنډه کيسه: پسرلی نجيبي
[pukhto]
په کور کې هیڅوک نه وو، زه او ادې ځانته وو، د چینار لاندې مې د حجاز کاروان په نوم کتاب لوستلو، ساعت مې تېر و، نوی نوی د متحده ایالاتو نه تللی وم، هیڅ نه کور، نه ماحول، نه بازار او نه ښادیو ته تګ راتګ راته خوند راکوو، امریکا ته د بیا تګ په لټه کې وم.
که ریښتیا ووایم پرېشانه وم او مور مې دا احساس کوو، ناڅاپي راغله او رانه يې پوښتنه وکړه څه شی خورې؟ ما وویل هیڅ هم نه، په نیم ساعت کې یې شوله راوړه چې تازه پخ شوې وه او هغه خوند اوس هم زما په خوله کې داسې پاتې دی لکه د لیمو نوم سره چې د سړي خوله اوبه شي.
کور کې به چې هر وخت وږی شوم نو مور به مې یا امر کو او یا به یې رانه پوښتنه کوله چې څه شی ته دې زړه کېږي؟ شوروا خورې؟ تیاره ده… ګلپيان هم تیار دي او بېګانۍوریژې هم، هګی درته پخې کړم؟ کلچې درته پخې کړم؟ شوله درته وکړم؟ زر زر تیاریږي، خو بس په ناز ناز به مې فرمایش ورکوو، کاش چې زه خبر وم چې دا شوله به زما د مور د لاس اخري شوله وي.
دوستانو متحده ایالاتو ته یو ځل بیا راغلم؛ خو دا ځل د تېر نه بدل و، خوراک بدل و، حرام خوراک، حلال خوراک، سل خبرې نورې وې چې زیات وخت به زه وږی پاتې کېدم. که زه بیا په تېرو حالاتو نظر واچوم؛ نو راته ځان غازي ښکاري، وخت تېرېده ډېرې پيسې راسره وې، په داسې رستورانتونو کې مې ډوډۍ خوړه چې هلته به د یو وخت ډوډۍ په یو سل او پنځه نوي ډالر وه. ما به پکې پنځوس بخششي هم پریښودې، په لکونو ډالر راغلل او لاړل. وايي پيسه د لاس خېری دی، یو ځل ما خپل د بانک اکاونټ ولیده چې درې نیم لکه ډالر پکې نغد پراته وو.
پتلونونه، یخنکاکونه او د موډ ساعت او بوټان چې هر چا به پوښتل چې دا د کوم ځای جوړ دي هغه به ما ته د برتانې د ايډنبرګ ښار نه خاص راتلل.
دوستانو به مې شوخي کوله چې نجیبي چې په لار روان وي سم لکه پنځه زره ډالر یعنې د یو جوړ کالو خرچه، وخت تېرېده بند شوم. هر څه را نه لاړل په ډېره کمه ځوانۍکې، په حساب یې نه پوهیدم .
یو نیم کس باندې مې قرض و، خو هغوی چا خوله ورانه ورانه کوله په چا مریضي وه، څوک ژټ وه چې په فیس بوک مسینجر بند، مبایل هر څه ددوی بند وو، لکه د ټيز په هوا کې ورک شو او زما نه په دوربین کې هم ورک شو…
په هغه وخت چې ما سره پيسې وې زما یو ملګری و ویل یې اته زره ډالر مې پکار دي چې رستورانت جوړ کړم، ما ورکړې. چې زه ګیر شوم ما ورته وویل چې ډوډۍ راکوه پيسې کټ کوه، خو هغه بیخې پک و، د بانک حسابي به یې راته ښودله هره ورځ منفي کې روان وو.
څلور وارې ورغلم رستورانت ته، بیا یې خور ویل چې ته راځې مفته ډوډی خورې! ما ورته وویل نه ته خبره نه يې، د رستورانت اتیا فېصده پيسې زما دي، کوس کې باد وهلې يې.
بس ما وویل خدای خو شته، روزي ورکولو والا هم هغه دی، صبر او استقامت پکار دی. پوهنتون هم شروع نه و او پنځویشت ورځې ورته پاتې وې، ما ویل کلي ته هم زنګ نه شم وهلی هغوی به وايي خلک امریکا نه پيسې رالیږي او ته یې غواړې؟؟؟
غیرت کې وم.. که نه د کور نه څه مشکل نه و، نه زما فامیل زما د پيسو وږی و او نه دا چې هغوی کومک نه کاوه، زه په غیرت کې راغلی وم، ولږه راغله، چې په اطاق کې هر قسم خوراک پروت و ټول ما خلاص که، جوس خلاص شو ، شوده خلاص شو، موټر مې له لاسه ورکه، بس د انګریزانو خبره کرایسس کې شوم.
زما د اشپزخانې شپاړلس کوچنۍ کوچنۍ المارۍ وې، چې زه به وږی شوم، هغه به مې هره ورځ ددوه هفتو په طول روزانه ددې په امید خلاصولې چې کیدای شي یو څه به رانه پاتې وي او یا به خدای من او سلوا رالیږلې وي.. کلک امید به مې و، خو خلاصو المارو به سپیره خوله نیولې وه.
یخچال به مې چې خلاص که، خوراک څه چې د خوراک چاپونه به هم پکې نه وو.
درې هفتې په سخته ګرمۍ کې روژه شوم، ما ویل ثواب خو به وګټو، یو انګریز ملګری مې په یو بل ښار کې اوسېده، ما ورته وویل چې ددې میاشتې کرایه، برق بیل د اوبو خرچه، د کچرې خرچه او داسې د نورو شیانو دوه نیم زره ډالر برابرېږي.
هغه د دوه نیم زره ډالرو چیک راولیږه چې ټولې مې حساب کړې سل روپۍ ما ته پاتې شوې، او د چیک د رایستو لپاره چې ما سره موټر نه و او د بس کرایه دوه ډالر وه راسره نه وه، پیاده لاړم او ورک هم شوم، دوه نیم ساته په ناره وګرځیدم او چیک مې کیش ته بدل که،
ولږه تېرېده او د مالبرو سیګرټو عملي هم وم، په سر کې مې ډزې کېدې، د توشک لاندې به چې ما چینج یعنې ټکې راوړې، هلته مې اچولې، خو وږی هم وم او سیګریټ هم نه وو، د توشک لاندې مې یوه یوه ټکه راجمع کړه چې اوه سوه سینټه شو، ځان سر ه مې وویل اوس برګر وخورم او که سیګریټ پرې واخلم؟
خو دا سینټونه مې دوکاندار پسې ویوړل، هغه په پنځلس مینټو کې ټکې وشمارلې، ما ویل که وږی کیږم بس دا سیګرټ به زما ولږه ختمه کړي، په دې دوران کې باور وکړئ چې ما ویل ځه جیب کې به مې څه چاکلیټ وي ، چې صابون مې وخوړ، دا په ډېرو کمو کیږي، چې د ډوډۍ په ځای یې صابون خولې ته ورشي.
په افغانستان کې متل دی وایي په ولږو هدیرې نه دي ډکې، ولږه یو ډیر بد شی دی، له مسکینانو، غریبو، دوستانو، خپلوانو او هر چاسره باید کومک وشي، د ملګرو ملتونو سروې وايي چې هره ورځ دوه نیم زره خلک له ولږې مري او په کال کې نهه میلونه .
دا وه زما کيسه او زما امتحان، اوس بیباکه رارسېږي، خو هغه وخت چې زړه مې په ډوډۍ پسې چاودېده او اوس چې هر څه پرېمانه دي، دواړو کې الله روزي رسان دی او په هر څه، که د بهسودو پل کړايي وي او که سابه؛ شکر پرې وباسئ!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي