وږمه

ادبي ټوټه: ز. ادیب
[pukhto]
پوهېږې؟ سوړ ژمی و، نه عطر وه، نه مشق امبر او نه هم د پسرلني ګلانو د محیط وږمې.
خو زه ددې ټولو شیانو د وجود له بوي څخه برخمن وم.
ماته یې په ژمي کې د پسرلي وږمې را په نصيب کړې وې.
دا يو داسې ګل و چې د میرمن ادم له زمان څخه سابقه لري، دا به تل زما سره د نیمه تیارې خونې په داخل کې اوسیده.
نن یو ځل بیا د پسرلي نشتون، خواشینی کړم خو دا پریشاني په تېر ژمي کې د پسرلي نه موجوديت برعکس وه، اوس ما په ژمي کې د پسرلي وږمو ته پناه نه ور وړله، د هاغو وږمو حس چې پر ما باندې به يې په ژمي کې پسرلی لوروه، نور ناممکن وو.
د عطرو هغه دنیاګۍ چې زما د ژوند تر رعیت لاندې وه، نوره را څخه ورکه وه، کومه به چې تل راسره یو ځای، په سړه خونه کې د یو زوړ کټ پر بازو ناسته وه او پښو به یې د نمجن سوړ غولي پر مخ ټال خوړه.
هغې پر ځان هیڅ کله عطرینه ماده نه مګله، خو دا یې د وجود يو بل خاصیت وه چې ماته یې دسپرلي د بڼ فضاء برابروله.
دې به په مینه خپل سر زما پر وچوو ډنګرو ځنګونو را کیښود او سترګې به يې وځلیدې، ما به خپل مخ ددې پر ګلابي څیره ور ټیټ کړ، پوزې به مو سره نیږدې کړې، بیا به یې پر دماغونو ساه وښکه، دا به یې په نفس کې کاریدلی وږمه یز اکسیجن و چې د نرۍ سرې پوزې په مرسته به یې، زما د بدرنګې غټې پوزې پر خوا را شړلو او ما به ترې د ځان لپاره د پسرلني عطرینو وږمو تنفس جوړولو.
پوهیږې؟ » هغه لکه د ګلانو، یوه وږمه ایزه غونچه او زه يې په تلاش کې لکه د شاتو وږې مچۍ.«
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي