يتيم

لنډه کيسه - ژباړن: رضاءالله مالکزی
[pukhto]
پلاستيکي دسترخوان يې چې پاس په تاخچه کې ايښی و را واخيسته، له دسترخوان څخه يې د ډوډۍ وچه ټوټه را پورته او دوه برخې يې کړه، يوه برخه يې ترې ځانته واخستله او بله برخه يې د خپلې مور لپاره په دسترخوان کې تاوه کړه، بيرته يې په خپل ځای کې کېښوده. او د مور خواته لاړ، غږ يې پرې وکړ (مورې! پاڅېږه چې زه وېرېږم).
مګر د مور له طرفه يې کوم ځواب وا نه وريده، سر يې د خپلې مور پر سينه کېښود، د مور زړه يې بې واره درزيده او ډېرې سختې تبې او يخنۍ په سر اخيستې وه، خو زوی يې په سر ايښودلو سره لږ څه کراری ترلاسه کړ، د مور هغې اواز ته ځير شو چې هرې څو لحظې وروسته به يې د الله لفظ ويلو.
دې ماشوم ته هغه وخت راياد شو چې يو وخت يوه بوډۍ د دوی کور ته د خيرات غوښتلو لپاره راغلې وه، نو مور يې ورته د څه نشتون وويل، کله چې دغه بوډۍ ښځه بيرته روانېده؛ نو اسمان لورې ته يې وليدل او ويې ويل يا الله ته يې ګورې چې حاجتمند څوک دي او څوک نه!
له دې وروسته بوډۍ ښځه د دوی د ګاونډي کور ته لاړه او خيرات يې وغوښت، غني چې په قد وړوکې هلک و، دغه بوډۍ ښځې ته يې يوه پارچه ډوډۍ ورکړه، بوډۍ ښځې ډوډۍ واخيسته او د اسمان په لورې يې وليدل، چې ای الله ستا ډېر ډېر شکر.
رووف چې د دې ښځې د اسمان په طرف کتل وليدل، نو ده هم د دې لپاره د اسمان په لورې وکتل چې هغه څه چې دا بوډۍ يې په اسمان کې ګوري، زه يې هم وګورم.
د ماسپښين آذان خلک د لمونځ ادا کولو لپاره وغوښتل…..
رووف به هره ورځ له خپل پلار سره د لمانځه لپاره جومات ته تللو او ځان به يې په دغه کار سره لوی حسابولو، مګر دا څويمه ورځ ده، چې رووف د پلار د نشتون تريخ والی تجربه کوي.
رووف د مور له سينې څخه سر راپورته کړ او له خپله ځايه پاڅيده، نا څاپه يې د خپل پلار په بوټانو سترګې ولګېدې، چې بېغير د کومه کسه دا څو ورځې همداسې په خپل ځای کې پراته وو.
د دې بوټانو په ليدلو سره يې په ذهن کې د پخوانيو خاطراتو يوه پرده وغوړيده، هغه ورځ يې راياده شوه په کومه ورځ چې يې پلار دغه بوټان د عبدل کاکا له دوکان ځان ته اخستل؛ نو ده ته يې هم يو جوړ د عبدل کاکا له دوکان څخه واخيستل، چې له هغې بوټانو څخه يې يو بوټ غني ورته په ژرنده کې خطا کړی و.
بيا به رووف په چپلکو کې ګرځېده، کله چې يې پلار د عبدل کاکا له دوکان څخه بوټان واخستل؛ نو له دې وروسته يې د کريم کاکا په قصابۍ کې لږه غوښه واخيسته، د لوی اختر شپه وه، مور يې دوی لپاره يو مزيداره پلو تيار کړی و، کوم چې به په کال کې يو يا دوه ځلې په کور کې پخېده.
د پيشو ميو ميو اوازونه چې د دوی د ګاونډي له کوره راتله د رووف د فکرونو لړۍ وشلوله، سترګې يې د کوټې په ديوالونو ولګېدې چې غڼو پرې جالۍ جوړې کړې وې، نو رووف سخت ووېرېد او هر څه ورته ويرونکي ښکاره شو، حيران کېناست او څه يې نه شو کولای چې دغه د غم پيټی له ځانه لرې کړي.
جيګ شو د کوټې د کړکۍ خواته لاړ او له کړکۍ څخه يې د لرې پراته ځنګل په لورې وليدل، د دې لپاره چې پلار به يې له ځنګله راستون شي، تر ډېرو ليدو وروسته يې د پلار درک ونه لګيده، په دې ليدو کې يې صرف لرې پرته واوره تر سترګو شوه چې د ځنګل ونې يې په سپين رنګ پوښلې وې او د ځنګل ونې باد په ګډا کړې وې.
رووف د فکرونو په سمندر کې بيا ډوب شو او هغه وخت يې راياد شو چې د لوی اختر په شپه يې په دسترخوان کې ګرمه ډوډۍ او ښايسته پلو چې مور يې پوخ کړی و، پلار، مور او رووف وخوړلو او له خوراک وروسته کرار ويده شو.
ناڅاپه يې د مور په پښو سترګې ولګيدې چې لوڅې وې، د فکرونو له سمندره راووت، د مور پښې يې سم دستي پټې کړې، په زړه کې يې تېر شول، کاش چې پلار مې ژوندی وی.
رووف حيران و چې د مور د ناروغۍ تداوي څنګه وکړي، په کور کې يې خس هم ختم شوي وواو د ډوډۍ لږه اندازه يې د دې لپاره مور ته ساتلې وه چې بيا به ډوډۍ په څه پخوي.
په همدې فکرونو کې وچې څنګه له هغه بار نه چې د پلار نه يې دې ته پاتې ځان خلاص کړي، د دروازې د بنديدو او خلاصيدو ويرونکي اواز چې د تېز باد له امله و د رووف د فکرونو لړۍ بيا وشلوله او له ځانه سره يې تصميم ونيوه چې پلار به کورته راولي!
رووف له کوره ووت، د دروازې زنځير يې په ميخ کې بند کړلو او د هديرې په لور روان شو.
د لمر هغه رڼا چې د چنارونو او واورې په فضا کې يې ښايسته شکل غوره کړی و، تر ستر ګو کېده، تور کارغان په هوا کې تاوېده راتاوېده او قاغ قاغ يې کاوه.
رووف له څه مزله وروسته هديرې ته ورسېده او د پلار د قبر خواته لاړه، په زنګنو شو، له ډېرې ناستې وروسته يې د يخنۍ له امله لاسونه او پښې لږې بې حسه شوې، له ځانه سره نا اميده شو چې ولې مې پلار له مونږ سره نشته او له سترګو يې اوښکې بهېدې، په شکيدلې لستوڼي يې خپلې اوښکې پاکې کړې.
پلار يې د خاورو تر ډيري لاندې پروت و، له ځانه سره يې فکر کاوه چې کيدای شي پلار يې وږی شوی وي، ځان يې سمبال کړو، له قبر څخه يې واوره لرې کړه او په قبر کې يې سوري شروع کړو، خپله برخه ډوډۍ يې دوه ځايه کړه او يوه برخه يې د قبر په سوري کې کېښوده.
د قبر له سوري ناڅاپه يوه خزنده راووته، د خزندې د راوتو په وخت کې رووف ټوپ کړ، کارغه پاس له اسمان څخه د خزندې پسې راشېوه شو او له ځان سره يې خزنده جګه کړه.
رووف د قبر سوري ته خوله ورنږدې کړه او په دغه خبرو يې پيل وکړ: (پلاره له دې تورو کارغانو وېرېږمه، پاڅېږه چې يو ځای کور ته لاړ شو، په کور کې خس نشته، کور مو ډير يخ دی، مور هم مريضه ده، د غني دوی له کوره د غوښې بوی راځي؛ خو زه د هغې په کيسه کې نه يم، خو پلاره سبا لوی اختر دی مګر زه….. زه د شيرينۍ په کيسه کې نه يمه، زه د نويو کاليو په کيسه کې نه يمه، زه بوټان نه اخلمه، پرېږده چې غني مې د چپلکو پورې وخاندي؛ خو زه يې په کيسه کې نه يمه، سبا ته زه او ته د خسو ټولولو لپاره ځو، که اغزي مې په بدن کې لاړ شي، زه يې په کيسه کې نه کېږم او چغې نه وهم، پاڅېږمه او خس ګيډي کومه، زه نور سړی شوی يمه، زه اوس اته کلن يمه.
ريښتيا پلاره نن مې ټوله ورځ خپل سبق ويلې او په کور کې وم چا سره مې جنګ نه دی کړی او د جومات خواته د لوبو لپاره نه وم تللی، غواړم خپل سبق مې درته ووايم: بسم الله الرحمن الرحيم: د اسلام پنځه بناوې دي: اول کلمه طيبه، دويم لمونځ… بسم الله الرحمن الرحيم: قل اعوذ برب الناس… قل اعوذ برب الفلق… ).
سبا سهار د جومات په لوډ سپيکر اعلان وشو چې اختر مو مبارک، ايام شريف مبارک، اختر مو بختور…..
په دې وخت کې له کلي څخه يوه جنازه د کلي مشرانو اوچته کړه، چې د رووف د مور جنازه و، د هديرې په لور يې روانه کړه.
هديرې ته لا نه وو رسيدلي چې د هديرې څخه خليفه لعل ګل، ياسين بابا او نور کسان راروان وو، دواړه ډلې يو بل سره مخامخ شوې :
ياسين بابا: ملا صاحب مونږ دوه قبره وويسته.
ملا صاحب: ما خو درته يو قبر ويلی و، تاسې ولې دوه قبره وويسته؟
ياسين بابا: ملا صاحب راشه خپله يې وګوره.
کله چې په هديره کې تازه کېندل شويو قبرونو ته ورسېدل، مخکې له دې چې د رووف د مور جنازه خاورو ته وسپاري، ويې ليدل چې يو ماشوم يو قبر ته خوله ښکته کړی، د يخنې له امله مړ شوی دی او کارغان د ده په لاس کې د ډوډۍ په کپ ټونګي وهي.
دا مړ ماشوم چالاکه رووف و، د رووف او مور په جنازه کې يې ډيرو خلکو ګډون وکړ او د رووف او د هغې د مور له مړو څخه ګرچاپيره خلک کېناستل، له سترګو څخه يې اوښکې بهيدې.
غني چې شوخ ماشوم و، راغی او د رووف د مړي په خوا کې کېناست، په خپلو ظلمونو يې افسوس کولو او اوښکې يې تويولې.
وروسته يې رووف او د رووف مور خاورو ته وسپارل او دا اختر د خلکو لپاره يو نه هيريدونکي او غمجن اختر شو.
[/pukhto]
افرین!
پر ګوتو او قلم یې برکت شه.
ښکلې، روانه او سلیسه ژباړه یې کړې.
د رضاءالله د نورې پرمختیا په هیله.