ټوخه ټوخه
هنر بیکسیار
[pukhto]
په پېښور کې یو سپین ږيری لیکوال اوسېده د پرو فیسور ګلجان ورور وردګ په نامه چې اوس به ارو مرو وفات وي الله پاک دې يې وبښي، دغه سړی په هغه وخت کې چې افغانان هسې د پولیسو، تاڼې او افغان کمېشنرۍ له تش نومه وېرېدل، په تاڼو او کمېشنریانو ګرځېده او د خپلو اثارو د چاپ د پاره يې پیسې ترې غو ښتې، دده په خپله وینا چې یو دوه يې ورباندې چاپ کړي هم وو .
همدغه خدای بښلي به یوه وړه له جدولونو ډکه رساله چې خپله يې لیکلې وه مدام له ځان سره ګرځوله، دی مدعي و چې دهمدې وړې جدولي رسالې پر مټ کولای شي هر پښتون اوغیر پښتون ته په څلورو ساعتونو کې پښتو ژبه ور یاده کړي . هر بنده به يې چې په لومړي ځل ولیده بس لکه د ځینو شاعرانو رساله به يې پسې ر واېسته، خو د تفهیم یا ور ښوونې قوه يې دومره ضعیفه وه چې هېچاته يې هم هغه څه نه شوای ور انتقالولی، کوم چې ده غوښته . استاد صمیم به ویل چې دغه سړی یو څه لري، خو چې یوازې یوه کس ته يې ور زده کړي وای، نوهغه کس به بیا موږ نوروته تشرېح کړي وای .
* * *
په هماغه پېښور کې د اوسېدو په مهال ، دسیاف په اتحاد اسلامي پورې اړوند دخپل یوه سیمه وال قومندان سره نږدې اوسېدو، زه او شپږ اوه کسه نور سیمه وال، خپلوان او پلویان به هره شپه د ماښام تر ډوډۍ وروسته دده مېلمستون ته ورتلو، چې له ځایه به دده لس دولس مجاهدین او ساتونکي، اوه اته مېلمانه او دوستان هم ناست ول . دلته به موږ چای څښه، د ماخوستن لمونځ مو په جمع کاوه او تر ټولومهمه دا چې بي بي سي مو اورېده، دسیمې
وطن، او نړۍ په حالاتو مو تبصرې او بنډارونه کول .
موږ به چې لکه نعوذوبالله د قران پاک تلاوت بي بي سي ته غوږ ایښی و ، نو چې خبرونه به تمام شول واړو به ماته سترګې را واړولې او قومندان صیب یا دهغه یوه مشر ساتونکی به ماته هسې موسک غوندې شو او وې بې يې چې “ښه څه يې وې ؟ ” ته والکه خبرونه چې په پښتو نه بلکې بالکل په چینايي، پرتګالي یا د نړۍ په کومه بله داسې ژبه خپاره شوي وي چې دوی يې هډو نوم هم نه وي اورېدلی .
* * *
زما د خوښې شاعر ښاغلي ممتاز ورکزي په وروستۍ شعري ټولګه په ریاض تسنیم او صابر شینواري پسې ښاغلي فیصل فاران د ۳۲ مخونو یوه سریزه کاږلې . پدغه سریزه کې ښاغلي فاران د پښتو، اردو، فارسي، عربي او نورې نړۍ له شاعرانو نقادانو ، فیلسوفانو نيولې بیا د یونان او مصر تر فلسفو تر ماتریالیستي دیالیکتیکه، د انسان تر پیدایښته، د قران تر نزوله، تر احادیثو، تر اوسمهاله سختدریځو خوځښتونو، خلاصه کلام له ځمکې تر اسمانه حوالې او استنادونه ور کړي دي .
کابلیانو به د ګڼې ګوڼې او زیات بیر وبار او ازدحام په هکله ویل چې په پلاني ځای کې یو شاه دوشمشېره علیه رحمه نه و او یو زه، د ښاغلي فاران په سریزه کې هم همدادوه کسان کم دي اوبس نور نو د کابل راډیو خبره ازهرچن سمنې دی، خوزه خوار پرې پوه نه شوم، ماوې
که د استاد صمیم د خبرې په اساس څوک یو کس ځان پرې پوه کړي، او زما د بي بي سي د خبرونو په څېر يې راته په ساده پښتو را وژباړي نو الله پاک به اجرونه ور کړي .
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي