پاخه افکار

ژباړه: نجیب الله خان
[pukhto]
د پوستي محصول دټیکټ په څېر شه، تر هغې پورې خپلې موخې پورې کلک ونښله تر څو چې خپل ځان ته نه وې رسيدلی.
هڅه نه کول د ناکامۍ لومړۍ پوړۍ ده.
فکر وکړه؛ فکر کول وړيا دي.ویلیام شکسپير
په ځمکه باندې کامل جنت نشته، لیکن یوه ټوټه یې شته. جولیس رینارډ
په بې خطره ځای کې زړور اوسیدل اسانه دي. ایسوپ
له مور او پلار سره هغه ډول چلند وکړه؛ چې له خپلو اولادونو یې تمه لرئ. سقراط
د هوښيارتيا دروازه د خپل ځان پېژندنه ده، وېره د مینې دښمنه ده. اګوستین
د خپلې کامیابۍ په اړه خبرې او د ناکامۍ په اړه اندیښنه هيڅکله هم مه کوه؛ دا دواړه ستا په راتلونکو کارونو اغيزه کوي. په خپل ځان باور ولره، حرکت وکړه او ژوند کې کامیابي ترلاسه کړه.
فکر کول دا ټولو شتمنيو، کامیابیو، لاسته راوړنو، کشفياتو، او موندنو تر ټولو لويه منبع او سرچينه ده. کلوډ بریسټول
که سپي ته مو درې ورځې ډوډۍ ورکړه؛ نو درې کاله مو احسان نه هیروي. که یو انسان ته مو درې کاله ډوډۍ ورکړه؛ په دریو ورځو کې یې له یاده باسي.
ځوانان پنځه شیان خرابوي: ۱- ډیرې پيسې او شتمني ۲- شهوت ۳- بيکاري ۴- بد ملګري ۵- خرابه محيط
ځينو خلکو ته هیڅ انتظار مه کوئ، که دوی په ریښتني توګه غوښتل چې ستاسو شي، له پخوا به ستاسو ول مارک ایزت
ستاسو ژوند په تصادفي توګه نه ښه کېږي؛ بلکې دا بدلون پواسطه ښه کېږي.جیم ران
د پوښتنو په کولو خوښ شئ؛ لیکن د ځوابونو په هکله هم ډېره اندیښنه مه کوئ.پاویلو کویلو
جنت هلته وي؛ چیرته چې ظلم او ازارول نه وي، یو کس د بل کس سره کار نلري
تاسو به هیڅکله هم ژوند ته بدلون ور نه کړئ تر څوچې مو په ورځنۍ چارو کې بدلون نه وي راوستلی. ستا د بریا راز ستا په ورځنيو چارو کې موندل کېږي. جان سي ماکسویل
هيڅکله هم دا اجازه مه ورکوئ، چئ ستاسو ارمانونه يوازې خوبونه پاتې شي.
بغير د مينې او ليوالتيا تاسو هیڅ انرژي نلرئ بغیر د انرژۍ تاسو هیڅ هم نلرئ. ډونالډ ټرمپ
زه د کامیابۍ او بریا په اړه خوبونه نه وینم، بلکې د هغو لپاره کار کوم. ایسټل لوډر
چیرته چې ژوند وي؛ هلته هيلې او امیدونه هم وي.سټیفن هاکینګ
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي