پارادوکس
عبدالستار سعادت
[pukhto]
امان الله خان او حبیب الله کلکانی دوه کسان دي چې د دوه متضادو فکرونو استازیتوب کوي؛
امان الله خان مانا؛ د مشروطیت غورځنګ غړی، په افغانستان کې د خپلواکۍ (سیاسي آزادۍ) اخېستونکی، د فردي آزادیو ملاتړی، د علم او پرمختګ لاروی، د تعلیم او تربیې ستر حامي، نړۍ سره د پراخو اړیکو پلوی، د افراطیت مخالف او معتدل او په یوه جمله کې؛ په مدنیت مین…
حبیب الله کلکانی بیا؛ په سیاسي آزادیو سرناخلاصی، په فردي آزادیو بې باوره، د علم (خصوصاْ د ښځو د تعلیم) دښمن، پرمختګ سره مخالف، افراطي او په یوه جمله کې د مدنیت ستر دښمن…
د هر یوه انتخاب مانا؛ د هماغه فکر پلوي او ننګه کول دي. هغه څوک چې د حبیب الله کلکاني ننګه کوي، مانا دا چې د هماغه (طرز تفکر) نه ننګه کوي. یعنې؛ په تعلیم او تربیې بې باوره دی، په فردي او سیاسي آزادیو معتقد نه دی او په یوه جمله کې؛ مدنیت سره دښمني لري.
د امان الله خان پلوي هم د هغه فکر ننګه ده. مانا دا چې؛ د تمدن یا مدنیت ننګه ده.
د امان الله خان او کلکاني په اړه قومي بحث هېڅ ځای نه لري. ځکه؛ نه امان الله خان د کوم قوم استازیتوب کړی دی او نه هم حبیب الله کلکاني کله قومي بحث لرلی دی. امان الله خان د نوي تمدن د ترویج پلوی و چې تر ټولو ستر مخالفت یې خپل قوم، پښتون وکړ چې ملاعبدالله یا ګوډ ملا یې ښه مثال کېدای شي. حبیب الله کلکاني هم دا هر څه د دین لپاره وکړل او د امان الله خان په وړاندې یې قومي پاڅون نه دی کړی، بلکې هغه یې د دین دښمن وباله او په مقابل کې یې خپله جګړه جهاد بلله (په دین کې یې توجیه کوله).
هغه کسان چې اوس د حبیب الله کلکاني په هډوکو پسې ګرځي او غواړي موضوع قومي وښایي، هغوی دې تاریخ مطالعه کړي. کلکانی واقعاْ د مدنیت مخالف و، بېسواده و، خو؛ قومي فکر یې نه درلود.
د امان الله خان یو شمېر پلویان هم په سوءتفاهم کې دي. هغه هم قومي فکر نه درلود او هغه کسان یې چې نن ملاتړي دي، ډېر یې د امان الله خان فکر سره همغږي نه لري. د ملکې ثریا د پښو پنډۍ په تصاویرو کې لوڅې ښکاري؛ فکر نه کوم د هغه (امان الله خان) افراطي پلویان دې هم حاضر شي چې څوک یې حتی په اقاربو کې هسې جامې واغوندي. البته چې د امان الله خان شخصیت د هغه د مېرمنې په جامو کې نه خلاصه کېږي؛ خو، هغه یې هم د شخصیت د برخې یو واقعیت و. زه یې چې پلوی یم، ځان نه شم قانع کولای چې حتی زما لور دې ۲۰ کاله وروسته هم په هغه جامو کې وګرځي. البته دا نه وایم چې هسې ژوند کول له عیبونو ډک دی. د انسانانو عزت، د هغوی شخصیت پورې اړه لري. ډېرې ښځې په حجاب کې فحشاء کوي او ډېرې (زمونږ په اصطلاح) بربنډې بیا فاحشې نه دي. غوښتل مې ووایم چې زه داسې روزل شوی یم، تربیه مې همداسې ده چې ځان نه شم قانع کولای.
اوس چې یو شمېر کسانو د کلکاني د هډوکو پلټنه پیل کړې او غواړي هغه ته یو آدرس یا زیارت جوړ کړي؛ ښایي په دې پوه شي چې کلکانی یو قومي سړی نه و. خو؛ هغوی یو ډول تاریخي حقارت احساسوي، هغه عقدې، هغوی هڅوي چې ځانونو ته قومي تاریخ ورغوي. مګر دا هم ستره تېروتنه ده؛ دا کسان کله جنګي جنایتکاران د اتلانو په توګه نمانځي او کله د تاریخ غلو ته پناه وړي. دوی په واقعیت کې د ارزښتونو په وړاندې درېږي چې نه یوازې یې تاریخ نه رغول کېږي، بلکې د بد تناقض سره مخ کېږي. همدا کسان طالبان د مدنیت خلاف بولي، د همدې لپاره یې مرګ روا بولي. خو؛ د کلکاني هډوکي ورته مقدس دي. د دې پارادوکس یا تناقض حل ناممکن دی. په دې توګه به د دوی تاریخ او شخصیت دومره بې اعتباره شي چې څوک به یې حتی ښه هم ورسره نه مني.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي