پس مرگی نوم

لنډه کیسه/ ښایسته سعادت لامع
[pukhto]
په کابل کې د ماسپښین ټکنده غرمه وه، له پاسه مې شهرنو پارک ته کتل، په زړه پورې دا وه چې د ماشومانو په ډله کې مې چی هلته د لوبې په حال کی وو، ځان هم ولید، ما هم د نورو ماشومانو په شان، له دې ښکلې ورځې خوند اخیست.
په پارک کې دننه د خنداوو او مستیو انگازې خپرې وې، له پاسه مې د کتلو په حال کې د یوې ونې لاندې یوې ناستې میرمنې ته چې یو ماشوم یې په غیږ کې و هم پام شو،بیا مې ځان ولید چې د هغې په لور ور منډه کوم، ومې لیدل چې دغې میرمنې هم د خورا مهربانۍ له مخې خپله ماشومه را ښکاره کړه، ترې مې وپوښتل:
ـ خاله جان، نوم یې څه دی؟
ښځې په ورین تندي او موسکۍ شونډو ځواب راکړ:
ـ ستورۍ.
د ماشومې سر چې په وریښمینو ویښتانو پوښلی و، وړاندې او شا ته زنگېده، هغې غټې تورې سترگې درلودې چی گڼ باڼه پرې وو. نظر مې د هغې پر لمدو گلابي شونډو ولگید، د گوتو څوکو ته مې لاس ور نږدې کړ، مور یې وویل:
ـ گوره ستا د گوتو نه هم د ستورۍ گوتې کمکۍ دي.
ما ترې په موسکا وپوښتل:
ـ ستورۍ څه مانا؟
مور یې په ارمانجنو سترگو یوه شېبه خپلې لور ته وکتل او بیا یې په داسې حال کې چې هغه یې په دواړو لاسونو هوا ته پورته کوله، وویل:
ـ ستورۍ یانې په اسمان کې ځلانده غمی. یانې د تورې تیارې په منځ کې ښکلی خدایي څراغ!
پداسې حال کې چې مې میرمنې ته کتل ومې لیدل چې ناڅاپه یې څېره بدله شوه او خوږه موسکا یې ورو ورو په ترخه ژړا واووښته؛ سترگو کې یې اوښکې را تاو شوې؛ په څیره کې یې درد څرگند شو او یو ناڅاپي یې کوکې جگې شوې.
منگولو ته مې یې پام شو، هغه منگولې چې ستورۍ یې په هوا کې پرې کلکه نیولې وه، سستې شوې، ومې لیدل چې کمکۍ ستورۍ یې له منگولو وښوییده او مخکې له دې چې پر ځمکه ولویږي، چغه مې کړه، هله چې ولویده!!! او پخپلې همدې چېغې له خوبه راویښه شوم.
د کمیس لستوڼي مې د مخ او غاړې پر سړو خولو را تېر او وچ ستونی مې تازه کړ.
ـ اوه خدایه! دا مې خوب لید؟
خو عجبه راته دا وه چې د خپل زړه د گړزهاري تر څنگ مې د هماغې میرمن ژړا تر و ېښېدو وروسته هم اوریده. ها، دا څه دي؟ له ځانه سره مې وویل.
ـ وه خدایه، دا له کومه ځایه اورم؟ څوک ژاړي او که په خلاصو سترگو خوب وینم؟
له ځایه اوچته شوم، د خوب د کوټې دړه مې لیرې کړه او د غږ په لور ورنږدې شوم، د میلمنو د کوټې د دړې په پرانستلو مې سر کوټې ته وردننه کړ، سترگې مې په مور او د هغې د تره پر لور، بس بي بي ترور ولگیدې، بس بي بي د منگلو نه د درملنې دپاره کابل ته راغلې وه، هغې لویې، درنې افغاني جامې اغوستې وې، خو رنگینې نه، خړې پړې! وروسته خبره شوم چې میندواره ده. مخکې له دې چې له خپلې مور د بس بي بي د ژړا علت وپوښتم، پلار مې له شا راباندې په کراره غږ کړ:
ـ له خوبه ولې پاڅیدې؟ سبا ته ښوونځي ته ځې، منډه کړه بیرته بیده شه.
ما ترې وپوښتل:
ـ بس بي بي ترور ولې ژاړي؟ مړه کېږي؟
ـ نه بچۍ ، خداې دې نه کړي، بس مور دې ورسره مرسته کوي چې ستا په شان، کمکی بچی، نونوگک پیدا کړي، ما یې خبره ومنله او خپلې خونې ته ستنه شوم.
سبا ته مې مور مونږ ټولو ته خبر راکړ چې د بس بي بي ترور کمکۍ جلۍ پیدا شوه، په خورا تلوار مې ترې وپوښتل: نوم یې څه دی؟ ویې ویل: تر اوسه یې نوم پرې ندی ایښی.
په زاریو مې ورته وویل: زه یې گورم، خیر دی، ای مورې، خیر دی، بس یو ځل یې گورم. او پرته لدې چې راته هو او نه ځواب راکي په منډو منډو مې ځان د بس بي بي ترور کوټې ته ورساوه او ومې لیدله.
حیرانه په دې وم چې په خوب کې مې لیدلې ماشومه کټ مټ په څیره کې دې ته ورته وه، خو دا ماشومه چې په یوه ژیړ روڼي کې پیچلې پرته وه، تر کوچنۍ نانځکې هم ورکوټې وه، شونډې یې په خوب کې د لیدلې ماشومې، ستورۍ، په شان لمدې او گلابي نه وې، وچې او غونځې وې، سترگو یې باڼه نه درلودل او رنگ یې هم د تاو شوي روڼي غوندې و.
ما لا د هغې څیرې ته کتل چې مور مې له شا راغږ کړ:
ـ ښه نه ده، کمزورې ده، سترگې نه غړوي. اوس یې ډاکتر ته وړو.
د مور د خبرې په ختمېدو سره مې، بس بي بي ترور چغه کړه: نه، نه یې بیایم!
د بس بي بي په دې رټ ځواب مې مور په غوسه شوه، هغې ته ورنږدې شوه او په داسې حال کې چې له دواړو مټو یې نیولې وه، په قهر یې ورته وویل:
ـ لږ له خدایه ووېرېږه، که ډاکتر ته یې بو نه ځو، پوهیږې چې څه به پېښ شي؟
بس بي بي ترور په ژړغوني آواز چیغه کړه:
ـ هو، پوهیږم!
د مور سترگې مې رډې رډې را ووتې،څو شېبې پر خپل ځای هکه پکه پاتې وه. بس بي بي ترور په ژړا ناره کړه:
ـ ښه ده چې مړه شي! څلور نورې چیرې دومره ښادې دي!
بیا یې لاس ځان ته ونیو او مور ته مې یې چې له کوټې وتله، نارې کړې:
ـ ما ته وگوره! دا به هم زما په شان وي. او یا زما نه به هم بدمرغه وي. بس بي بي به ترې جوړه شي، نور څه؟ یوه غم لړلې، ربړیدلې او بې چاره مور چې یوازې د زوي زیږول ورته د ژوند خوشالي او په کور کې د میړه مینه بښلای شي، که دا هلک وای نو شیر خان به د بل واده خبرې نه کولې، هرڅه مې له خاورو سره یو شول.
مور مې نور د هغې د چیغو د اوریدو توان نه درلود، له څنگلې یې ونیولم او راته یې وویل:
ـ درځه چې ځو.
سبا، په ښوونځي کې ورځ هیڅ نه لنډیده، ټول فکر مې په کور کې له نوې ماشومې سره و. پوښتنو تاو را تاو کړې وم، نوم به یې پرې څه ایښی وي؟ کله به د ښوونځي د رخصتیدو زنگ وهل کېږي؟ کله به یې کمکۍ گوتې بیا گورم؟
غرمه چې له ښوونځي رخصت شوو، په منډه منډه مې ځان کور ته راورساوه. راساً د بس بي بي ترور کوټې ته ورغلم. سترگو مې کمکۍ ماشومه لټوله، هره خوا مې چې وکتل، د ماشومې خبر نه و، بس بي بي ترور ته ورغلم، لاس مې یې ونیو ومې ویل، څه شوه؟ څه دې کړه؟ پداسې حال کې چې سترگې یې د وینو په شان سرې وې راته په گوتې پاس اشاره وکړه او ناڅاپي په ژړا شوه. له مورڅخه مې وپوښتل، هغې هم په یوې او بلې خبرې تېر ایستلم.
ومې پوښتل: چیرې ده؟ څه مو کړه؟ کله چې یې ولیدل چې ډیره نا کراره یم نو په غېږه کې یې ونیولم او ورو یې په غوږ کې راته وویل:
هغې وزرې وکړې، والوته، آسمان ته! ما وویل څه؟
په زړه کې پوهه شوم چې په ماشومې ضرور څه شوي او اوس مې ټول هسې د تېرایستلو کوښښ کوي.
درې ورځې وروسته بس بي بي ترور بیرته کلي ته ستنه شوه.
هماغه شپه مې مور بام ته یوړم ترڅنگ یې کینولم وزر یې رانه تاو کړ او ویې ویل:
ـ ته دې ته مټه وې چې ماشومه وگورې، که نه؟ پاس آسمان ته وگوره! هاغه وړوکی ستوری گورې؟ هماغه ستوری، د بس بي بي ماشومه ده، مور مې نوره غلې شوه، داسې ښکاریده چې هغه هم د ماشومې د ورکوټو گوتو په سوچ کې ډوبه شوې وي، ستوري ته مې چې وکتل، سترگکونه یې وهل. په سوکه غږ مې وویل: ستوری، ستورۍ! یو ناڅاپي مې غږ کړ، هغه ستورۍ وه!
مور مې راته وکتل، په سترگو کې یې اوښکې ځلېدې، خو ترخې موسکا یې راته ویل چې د تل دپاره یې د تللې ماشومې پس مرگی نوم خوښ شوی و!!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي