پلار

عبدالهادي دريځ
خوېندې ورونه مې واړه وو او زه لږ غټکي وم، هر ماښام به مې چې پلار له کاره ستړی ستومانه راغی نو راته به يې ویل (په پښو مې یو څو قدمه وخېژه، لږ درد کوي. چې زلمی شوم نو کشر ورور مې غټکی شو هغه به مې پلار ته په پښو د درد لرې کولو لپاره خوت، اوس مې هم ورېرونه او ورور ته کله کله وايي چې پښې درد کوي لږ راته پرې پښې کېږدئ.
کلونه کېدل چې زه د پلار د دغه کوچني خدمت کولو نه محروم وم، پوهنتون په وخت کې به حجره کې ويده کېدم یا به د دوستانو سره وم، بیا د روزګار غم شو. خېر کرونا راغله، قرنطین شو او دوه مياشتې په کور کې بند وو. پلار سره مې انډيوالي بېرته تازه شوه، هر ورځ به مو په ساعتونو، ساعتونو ټوکي ټکالې او مرکه کوله.
د اختر په درېیمه ورځ په راباندې د کرونا نښې نښانې ولګېدې، ځان مې حجره کې قرنطین کړ. په سبا يې پلار مې هم نښې نښانې پېدا کړې او دواړه په یوه خونه کې قرنطین شوو.
په اوله ورځ په نیمه شپه مې د پلار سترګې پټې شوې، زه ويښ وم او ګروپ مې هم چالان پرېښی و ځکه وېرېدم چې د پلار ناروغي مې سخته نه شي. نیمه شپه مې ورته پام شو چې سختې تبې نیولی و، ورغلم او له خوبه مې راويښ کړ او ورته مې وويل: (کاکا څنګه يې؟) ويل یې ښه یم، فقط لږ مې په پښو يو څو قدمه کېږده سخت درد کوي.
سم دستي مې د پښو پر ځای په لاسونو ورته پښې زورول شروع کړل، تر هغې چې خپله يې راته وويل. الحمدالله تبه يې هم ښه شوه، او ما کلونه وروسته د پلار د خدمت موقع وموندله چې د هغه وخت د زړه خوشالي او تسکین به مې هيڅکله هېر نه شي.
راتلونکي لس شپې تقريباً هر ورځ مې د دغه خدمت موقع وموندله، هر څل به مې چې د پلار پښې زور کړې نو زړه ته به مې الله تعالی هغه تسکین او خوښي راکړه چې په الفاظو کې يې بیان ډېر ستونزمن دی.
مور او پلار د ژوند تر ټولو ستره سرمايه ده، د مور او پلار په خدمت کې د نړۍ تر ټولو سترې خوښۍ دي. زه په دې ورځو (پلار، مور، ښځه او بلا بدتر) هیڅ باور نه لرم، هره ورځ او هر شېبه چې پېدا د مور او پلار خدمت کول او د هغوی خوشالي د ژوند تر ټولو خوږې شېبې بولم. الله تعالی دې همېښه زما په ګډون زما ټولو ملګرو ته د مور او پلار د خوشاله ساتلو او خدمت کولو توفيق ورکړي.
تبصرې
تبصرې بندې دي