په خپلو زړونو باندې خيال ښه دی!

احمد جمال جمال
[pukhto]
انساني فطرت دی چې د هر سالم او بالغ انسان په زړه کې د وخت سره سم د خوبونو او ارمانونو يوه تانده چينه پيدا کېږي چې انسان بيا د هغې خوبونو او ارمانونو د تکميل لپاره په يوه مبارزه لاس پورې کوي، خو دا چې انساني ژوند لکه د يوې ګول دايرې په څرخ تاوېږي، نو انسان د ډېرو لوړو ژورو سره مخ کېږي خو د کاميابۍ له مخه هم هغه خلک پرده لرې کوي چې د مسلسل زيار او همت لمن يې نيولې وي.
همدغه شان يو څه خوبونه او ارمانونه د بختيار ساحل د تخيل او ارمان په ټال جوټې وهي. خو د کتاب د څوځل لوستو له برکته ويلی شم چې د ده د تخيل او ارمان په ټال له نورو زیاتې د ارزوګانو دوه ښاپيرۍ زنګېدلي چې يوه د خلکو په زړونوکې د محبت د شيندلو او دويمه يې په پښتون افغان ولس د جدت او ارتقا د ابشار اوبه څښل دي.
ښاغلی نه غواړي چې پښتانه دې په دې پرمخ تللې نړۍ کې د زړو او ناسمو رواجونو په چوپان کې ومري! ځکه خو وايې چې:
پښتونه ته د نوي دور فکر کله کوې
په دغه دور کې زړې خبرې نه کوي څوک
د نړۍ ښکيلاکګره او انسان دوښمنه قوتونو د خپل تخت او تاج د بقا لپاره هميشه دوه رنګۍ کړي او د بې ګناه ولسونو د وژلو او تورولو لپاره يې تل له تور او توري کار اخيستی، او ښاغلي ساحل دا کيسه په خپل دې شعر کې په ډېر هنر ځای کړې چې په حقيقت يې څوک شک نه شي کولی:
د هر ثواب په نيت زمونږ تڼۍ تالا تر غه شوې
هره ګناه وروسته زمونږه په جنډه ليکلې
بختيار د نړۍ په داسې برخه قدم ايښی چرته چې تل د کربلا د ظلم او ستم ريکاډ مات شوی، ساحل د نړۍ په خود خوا او ځان غوښتونکو قامونو غږ کوي چې نړيوال امن د تاسو د نيت او عمل سره تړاو لري او همدا انسان دی چې د نړۍ د سوکالۍ او تباهۍ لپاره استعمالېږي، دی وايې که انسان دانسان لپاره خير وغواړي او انساني عظمت او کرامت نظر کې وساتي نو په سر د زمکې به د جنګ او کرکې لمن نه خوريږي.
ښاغلی وايې:
په دې نړۍ کې به د کرکې لمن نه خورېږي
که د زرې همره سړی هم د چا ښه وغواړي
اسلام يو کامل دين دی چې د هر چا حق او عزت پکې خوندي دی او د هرې رشتې او تړاو حد پکې معلوم دی او بيا په تېره د ګاونډي په حق کې څو ځل جبرائيل امين د محمد ص حضور ته راغلی، خو دا چې ساحل د خپل ګاونډي مسلمان نه ولې خفه دی او ګيله کوي دا يې له دې بيته را اخلو:
دګاونډي مسلمان څه شي ته به ښه ووايم
زه لا تر اوسه ماشومانو ته سابه وچوم
که يو طرف ته سابه وچول د غربت او بېوسۍ تر جماني کوي . نو په بل طرف دا يو زوړ او پخواني دود دی چې ساحل ورنه په ډېر وړ ځای کې کار اخيستی:
د جنګ غندل او د مينی ستايل خپله ټولنه د ژوند او سوکالۍ په لور راهي کول دي، دا فريضه او وجيبه به ډېرو قلم لرونکو پرمخ بيولې وي، خو د ساحل طرز او طريقه له هغوی جلا ګڼم ځکه چې دی د محبت خواږه راښايې او د وصل د لمحو زړه وړونکې او ژوندۍ عکاسۍ کوي . چې خواږه يې د لوستونکې زړه او ذ هن ته سکون بښي، ساحل وايې :
سپينه شپه، سپينې خبرې سپينه وا وړي
چې درغاړي شي ويښته درباندې شيندي
که خبرې کول او د خلکو زړونه ساتل يو لوي هنر دی، خو د حسن اوجمال څښتن يا څښتنې ته خبرې کول او د زړه حال بيانول به جرات او کمال هم وغواړي. ځکه چې دحسن او جمال سره جلال هم له ابتدا نه قدم اخيستې، چې همدغه جلال د جمال لرونکو په وړاندې ډېر مئينان بې زړه کړي او دخپل محبت اظهار ته يې نه دي پرېښودي، خو ساحل په سترګو کې سترګې اچئ او ټوله شپه خبرې کوي دا زه نه وايم بلکې د ساحل وينا ده :
ماورته ټوله شپه بلا بلا خبرې وکړې
چې ورته پاتې شوه يوه خبره وشرميده
خو بيا دا اعتراف هم کوي چې ښکلی ورته مخاطب شي او خبرې کوي نو ساحل د حيرانتيا جال ته لويږي او د مخکې تګ لار ترې ورکيږي.
له دغه ښکلي سره څه وکړمه نه پوهيږم
يوه خبره لکه اور بله واورينه کوي
رښتيا هم د لمرمخو په مزاج پوهېدل سر سپينوي .او دا د حسن او ښکلا جادوګر چې کله د ناز او ادا منتر شروع کړي، نو د مئين زړه لکه د ماشوم په څېر پل په پل ورخوېږي. خو عادل او مهربان خالق انسان ته ډير شرف او عزت ورکړی او څه زيات شمير انسانانو ته يې د خپل عمل او کردار د سنجش او تول لپاده دعقل او ضمير تله يا ميران ورکړې، چې همدغه تله په انسان او حيوان کې د توپير ماده ګڼل کېږي، خو ځينې خود غرضو د خپل غرض او لالچ لپاره د وجدان تله او اينه په لوی لاس د ژوند له ډګره باسلې .او د خپل ضمير سترګې پټې ګرځوي.
مګر ساحل چې څه کړي د نمک خيال يې ساتلی او دا د يو نر پښتون د کردار تمثيل دی:
يار خو به هسې رانه غاړه کږوي زړګيه
ما که هر څه کړي خو خيال مې د نمک ساتلی
په انسان کې د حسن مرکز سترګې ګڼل کېږي او سترګې د يو زړه نه بل زړه ته د محبت د انتقال مهمه او غوره لار ده او همدا سترګې دي چې د رنګونو او شکلونو تر مينځ توپير کوي . خو نه پوهېږم چې ساحل ولې د هغه سترګو د اړولو سوال کوي چې زړه يې لېدو ته د جنون او لېونتوب په صحرا سر شوی :
ته دې د سترګو اړولو خير دی هڅه وکړه
مامې دا خپل لېونی زړه څه په جنجال ساتلی
په دې خو پوهېږو چې يو شمېر د شعر استادان داسې دي چې د خپل خيال په هنرمندو ګوتو مړه او بې روحه توري دا سې وتخنوي چې د عقل خاوندان ورته داد ورکوي.
ساحل هم د کليوالې مينې يو کليوال تصوير د خپل هنري تخيل په مټ د شعر مينه والو ته وړاندې کوي چې په اسانۍ د زړه تل ته لار باسي:
مايې له ټول وجود نه خپله برخه ټوله کړله
لا هم شوتلو کې لګیا ده او سابه لټوي
دا هغه تصويرونه دي چې د لوستونکو زړه او ذهن يې په منلو کې هيڅ قسمه تشريح ته حاجت نه لري. او دا د ساحل د شاعرۍ په ښه والي دلالت کوي .
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي