په سعودي كې څه روان دي؟

ايمل جلال
[pukhto]
نه پوهېږم چې ۵۰ كاله وروسته به په سياسي تاريخ كې پدې اړه څه ليكل كيږي خو دا چې اوس موږ يې عيني شاهدان يو، بېل خوند لري!
سيمه د ژور او چټك بدلون په درشل كې ده. دا بدلون دومره چټك دى چې حتى سياسي شنونكو ته ددې مجال نه وركوي چې د روانو پېښو تر شا پټ لاملونه او يا متحركه قوه تثبيت او بيا تحليل كړي. لنډ تحليلونه يا نيمګړي دي او يا هم پر افواهاتو ولاړ دي.
همدا وجه ده چې څوك امريكا ملامتوي او څوك يې د ځوان وليعهد شهكارونه بولي.
په هر ترتيب د سعودي سره د ټولې اسلامي نړۍ او په تېره بيا زموږ لكۍ ګنډه ده. ځكه خو بايد لږ پوه شو چې كيسه څه ده؟
كيسه خو اصلن د عربي پسرلي او داعش سره پيليږي خو زه به يې د ځوان وليعهد محمد بن سلمان نه پيل كړم! خو تر دې وړاندې بايد د هغې پروژې ( وېژن ۲۰۳۰) نه چې په سعودي كې د روان حالت اصلي محرك بلله كيږي، يادونه ضروري ده. پدې چوكاټ كې به د محمد بن سلمان له كارنامو د روان كال په څو مهمو پېښو بحث وكړو. كه دا كارنامې د اقتصاد، ايډيولوژۍ ، بين المللي سياست او كلتور تر سيوري لاندې تحليل شي نو د درك لپاره به اسانه شي. ګورئ دا ټول د يو بل علت او معلول دي. كه يو يې نه وي بل يې بې معنى دى.
۱ – اقتصاد ( وېژن ۲۰۳۰)
( وېژن ۲۰۳۰) هغه پلان دى چې له مخې يې د سعودي ټولنې او اوسني اقتدار د بقا فورمول په كې نغښتى دى. ( وېژن ۲۰۳۰) د سعودي د نږدې راتلونكې په اړه ددې هېواد د چارواكو تصور دى. يعنې د ` په ۲۰۳۰ كال كې سعودي بايد څرنګه وي؟` د پوښتنې ځواب دى. په ۲۰۰۸ كال كې يواځې په اقتصادي ډګر كې د سعودي د راتلونكو پلانونو او پانګونې لپاره اعلان شوى دى. علت يې ساده دى. سعودي په نړۍ كې د نفتو تر ټولو لوى توليدونكى هېواد دى. ۲۱مه پېړۍ د نفتي زېرمو د پاى ته رسېدلو پېړه ده. د تخمين له مخې د نفتو زېرمې به تر ۲۰۶۰ او د ګازو زېرمې به تر ۲۰۹۰ كاله پورې خلاصې شي. د سعودي اقتصاد پر همدې دواړو ولاړ دى. يعنې پوهېږي چې كه چېرې همداسې دوام وكړي نو ۲۱مه پېړۍ به د سعودي خاندان پاى وي. په لومړي سر كې د ( وېژن ۲۰۳۰) د پلان موخه پر نفتو او ګازو باندې د سعودي اقتصاد د اتكا كمول او پر ځاى د توريزم، فاينانس او صنايعو په برخه كې پانګونه وه. خو كيسه هغه وخت خرابه شوه چې د عربي پسرلي په نامه جنجال پيل شو او داعش چې د سعودي ايډيولوژۍ سوچه تظاهر دى، را څرګند شو. بله دا چې په ۲۰۰۸م كې په نړيوالو بازارونو كې د خامو نفتو بيه د څه باندې ۱۰۰ ډالرو نه په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ كې تر ۵۰ ډالرو هم راټيټه شوه. يعنې د سعودي اقتصاد نيم په نيمه په تاوان كې راغى. سعوديان پدې پوه شول چې كه اقتصادي بدلون رامنځته كوي نو مجبور دي چې د ټولنې او دولت ټوله ايډيولوژيكي زېربنا هم بدله كړي. دا جبري بدلون دى، يا به په تدريج سره عملي كيږي او يا به د سعودي خاندان سر خوري. بس په همدې ځاى كې محمد بن سلمان د نجات د پرښتې په توګه ظهور كوي او د ( وېژن ۲۰۳۰) پلان هم د سعودي ټولنې رګ رګ ته داخليږي. د ( وېژن ۲۰۳۰) اوسنۍ بڼه يو لړ ايډيولوژيك اړخونه لري چې كولاى شو په همدې اساس وروستۍ چارې تحليل كړو.
۲ – ايډيولوژي
۳ اونۍ وړاندې سعودي پادشاه د راډيكال اسلام د مشروعيت د محدودولو په موخه څرګنده كړه چې د احاديثو د ناسم تفسير د مخنيوي په موخه به يوه شورا جوړه كړي. دا ابتكار د محمد بن سلمان دى. د سياست د تيورۍ پر اساس دا يو انقلابي اقدام دى. ځكه د دولت په لاس د دين كنترول تر سيكولاريزم هم پورته ګام دى. ځكه په تيوريك ډول د دين آزادي محدودي. يعنې دولت رسماً وايي چې د دين هغه احكام چې د اقتدار لپاره مضر وي، ناسم دي او بايد مخه يې ونيول شي. داسې اټكل كوم چې كه چېرې بن سلمان په همدې سرعت ريفورم ته دوام وركړي نو لرې به نه وي چې په راتلونكو كلونو كې د قرآن د آيتونو د تفسير لپاره هم جلا شورا جوړه كړي. په هر صورت دا د سعوديانو لپاره مهم ګام بلل كيږي. په اسلامي نړۍ كې يې پراخ غبرګون ته لار پرانيستله خو پخپله محمد يې ولاكه چندان په كيسه كې شو. څو ورځې وروسته يې دا ځل د “ معتدل اسلام“ نغاره وډنګوله. دا هم د لېبرالانو د هركلي او اسلامپالو د كركې سره مخامخ شوه. دلته يوه حساسه نقطه بايد له ياده ونه ويستل شي. محمد بن سلمان پدې اړه په رياض كې يوې غونډې ته كټ مټ داسې وويل: “ د سعودي د نفوسو ۷۰ سلنه تر ۳۰ كلونو لږ عمر لري او موږ نشو كولاى چې راتلونكې ۳۰ كلونه د مضرو افكارو سره په مبارزې ضايع كړو. دا به همدا اوس او ژر تر ژره له منځه يوسو. سعودي عربستان هغه معتدل اسلام او نورمال ژوند ته مخه كوي چې تر ۱۹۷۹م كال وړاندې يې درلود.“
پدې څرګندونو كې د “ ۱۹۷۹م كال“ اصطلاح ډېره مهمه ده. بن سلمان ظاهراً د ايران اسلامي انقلاب ته اشاره كوي خو كه مو پام وي پدې كال روسانو هم پر افغانستان يرغل وكړ. يعنې د سړې جګړې تر ټولو تاوده كلونه له همدې ځايه پيليږي. ظاهراً د شيعه ايران پر وړاندې د سني – وهابي انتي تېز تر څنګ د كمونيزم سره د مبارزې په بهانه د وهابيزم صادرات هم له همدې ځايه پيلېږي. خلاصه د بين المللي سياست هغه جبر چې ګويا سعودي يې د وهابيزم صادراتو ته مجبور كړى و، اوس يې د بېرته راټولو په موخه پرې فشار راوړي. دلته يو مشكل هم بايد له ياده ونه ويستل شي:
د سعوديانو د دولتي دستګاه رسمي ايډيولوژي وهابيزم دى. مثلن كه مو پام كړى وي د عربستان په رسمي دولتي نښان كې دوه تورې ليدل كيږي. يوه توره د سعودي خاندان او بله يې د محمد بن عبدالوهاب نجدي استازيتوب كوي. محمد بن سلمان او نور پلويان يې كه ددې ايډيولوژۍ د پښو د وهلو اراده لري، دا ناممكن كار دى. يعنې عقل يې نه مني. ځكه بديل ورته نه لري. ځكه خو د ۱۹۷۹م كال نه مخكې پر اسلام تاكيد كوي. هغه اسلام هم د همدې وهابيزم زېږنده دى. پدې اړه د سيمې د كارپوهانو يو تحليل دا دى چې كيداى سعودي عربستان په يو فدرالي دولت بدل شي. څلور ايالتونه به لري او څلور ډوله اسلام به پكې جاري وي. نجد او مركزي سيمې به وهابيانو ته وركړل شي. دا تحليل تر يو حده سم دى. ځكه د ( وېژن ۲۰۳۰) په چوكاټ كې د سرې بحيرې په غاړه د توريزم يو ښارګوټى جوړيږي چې خارجيان به په كې د شرابونو او كبابونو سره مزې كوي.
۳ – بين المللي سياست
د پورتينو دوو چوكاټونو په نظر كې نيولو سره بين المللي سياست هم هغه محركه قوه ده چې د محمد بن سلمان خوب يې تښتولى دى. د نړۍ اقتصادي او سياسي چارو ته كه وكتل شي نو د ځواك مركزونه نور د بدلېدلو په حال كې دي. اقتصادي ځواك لا وختي د نړۍ له لوېديځه د ختيځ لورې ته منتقل شوى خو د لوېديځ سياسي ايډيولوژي يا نرم ځواك اوس هم حاكم دى. لېبرال سياسي مكتب پدې اند دى چې كاپيټالېزم په خپل ذات كې نه بدليږي. يواځې ددې سيتسم د استازو ترمېنځ رولونه بدليږي. حتى دا بحث د هارډټ او نېګري په څېر د كيڼ اړخو ليكوالو لخوا هم د `امپراتورۍ د تيورۍ` تر نامه لاندې تنظيم شوى دى. مثلن تر انګلستان وروسته د كاپيټاليزم بيرغ امريكا ته وركړل شو. اوس وار د ختيځ دى. بن سلمان غواړي چې په نوي نړيوال نظام كې خپل صف معلوم كړي. په سوچه كاپيټاليزم كې د سعودي ادغام به پدې معنى وي چې ددې سيستم ايډيولوژيك ارزښتونه په اقتصادي ډګر كې سربېره په مايكرو كچه په ټولنيز ډګر كې هم پلي كړي. سعودي اوسمهال د نړۍ ۲۰ لوى اقتصادي هېواد دى. په بين المللي سياسي سيتسم كې د يو طفيلي هېواد د بقا لپاره دا ډول بدلون جبري دى. خصوصاً د منځني ختيځ د پخواني ډيزاين نه پوره ۱۰۰ كاله تېر شوي دي. دا ډيزاين اوس د نړيوالو زبرځواكونو د موخو او اهدافو لپاره ځواب نشي ويلاى.
۴ – كلتور او ټولنه
دا څلور واړه چوكاټونه د يو ځنځير د حلقو په توګه د يو بل تكميلوونكي دي. كه يوه حلقه د بلې د شتوالي پرته بې معنى ده. په سعودي كې د ښځو ډرايورۍ ته اجازه وركول، لوبغالو ته د تګ اجازه، د تلويزيون پر پرده د ښځينه سندرغاړو څرګندېدل البته سمبوليك ګامونه ده خو په بين المللي كچه د كاپيټاليزم د سافټ پاور يا نرم ځواك د فشار په مقابل كې د بن سلمان اودس د ټينګې نه دى.
كيسه خو ډېره اوږده شوه خو كه وايئ چې په افغانستان يې څه؟ نو پر حقه ياست! ريښتيا دغه خوب چې كه چېرې په سعودي كې ګويا معتدل اسلام راشي نو موږ ته به هم سرايت وكړي او د تاليبانيزم له جنجاله به خلاص شو، نه ريښتيا كيږي. دوه دليله لري: ۱- كه فرض كړو چې بن سلمان معتدل اسلام ته مخه هم كړي نو د ۱۹۷۰مو كلونو راهيسې د سعودي لخوا صادر شوى سختدريځى سياسي اسلام د دوى د خپل كنترول نه هم وتلى دى او د لستوڼي مار ترې جوړ شوى دى. د وهابيزم ايډيولوژي اوس ځايي رنګ غوره كړى. ددې ځايي پديدې د لمنځه وړل لږ تر لږه څو لسيزې وخت، مناسب بين المللي حالت او پياوړې اراده غواړي. ۲ – د عربانو او په تېره بيا د سعودي تاريخ او سياسي ايډيولوژۍ ته په كتلو سره دا ناممكنه خبره ده چې د غير عرب مشكل دى د دوى مشكل وي. يعنې زموږ مشكل د دوى مشكل نه دى.
بس كه تر دې ځايه مو لوستلى نو كور مو ودان!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي