67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

په فیسبوک د روږدي کېدو ستونزه

ژباړه: مشال

[pukhto]
ځینې خلک په فیسبوک ډېر وخت مصرفوي او د فیسبوک په پرېښودلو کې ستونزه لري، ښایي دا د ده حقیقي ژوند په اړیکو،کورني، ښوونځي او په مسلک باندي ناوړه اغیزه وکړي.
دغو خلکو ته ټیک اډیکشن لاندې لارښوونې وړاندي کړي:
۱.اول باید دا ومنئ چې دفیسبوک اعتیاد داسې یوه ستونزه ده،چې باید حل شي.
۲. ایا په دي مطمئن نه یاست چې په فیسبوک معتاد یاست او ستاسې په ژوند کې دپام وړ ستونزي رامنځ ته کوي؟
کولای شئ چې ددي اعتیاد د معلومولو لپاره په ټیک اډیکشن کې د انلاین ټیسټ پوښتنو په ځوابولو دا معلومات وکړئ.
۳. هغه وخت ځان ته معلوم کړئ چې په فیسبوک یې مصرفوئ او ځان سره یي ریکارډ وساتئ. همدغه لیست مو دکمپیوتر یاموبایل څنگ کې وساتئ. دا له ځان سره نوټ کړئ،چې څو ځل فیسبوک ته ننوځئ،څومره وخت همداسې وصل پاتي کیږئ،او څه کوئ؟
مثلا لیکنې کوئ،تبصرې کوئ او که خبرونه گورئ.
که غواړئ چې د فیسبوک په اعتیاد برلاسي شئ نو اړ یئ چې پوه شئ چې دا څومره ستونزه ده.
۴. له خپلو نږدې ملگرو او د کورنۍ له غړو وپوښتئ چې دوی د هغه وخت په اړه څه فکر کوي چې تاسې یې په فیسبوک کې تیروئ.
له دوی نه وغواړئ چې صمیمي خپل نظر درته ووایي او تاسې هم اوریدو ته چمتو شئ.
کوښښ وکړئ چې د نظر په اوریدو کې دفاعي انداز خپل نه کړئ.
ایا دوي په دې باور دي چې تاسې په فیسبوک معتاد یاست؟
ایا له دې شخص سره به مو اړیکې ښې شوی وای که چیرې تاسې له فیسبوکه لاس اخیستی وای؟ ۵.د ورځې ځان ته له مخکې یو ټاکل شوی اندازه وخت ورکړئ چې دومره وخت به هره ورځ فیسبوک کاروم.
د ډیرو لپاره له شپیتو تر نوي دقیقو وخت بس دی چې له نورو سره یې تیر کړي،خبرونه ولولي او پوستونه وکړي.
ښایې تاسې دا وخت وویشئ مثلا دیرش دقیقي سهار او شپیته ماښام فیسبوک وکاروئ. همدې وخت ته باید محدود پاتي شئ.
۶. کله چې فیسبوک ته لاگ ان کیږئ نو ریماینډر په ټیم کوئ.
کله مو چې وخت پای ته رسي لاگ اف کیږئ.
۸.په اووني کې یوه ورځ داسې وټاکئ چې هیڅ فیسبوک پکې ونه کاروئ.
ایا په دې اړه اندیښنه کوئ،چې ملگري به مو فکر وکړي چې تاسې د دوی په اړه غفلت کوئ؟
یوه ورځ دومره وخت نه دی،خو که بیا هم ډیره اړتیا وي نو دوی له وخته مخکې په دې تصمیم پوه کړئ،چې تاسې یوه ورځ فیسبوک نه گورئ او که غواړئ چې اړیکه ونیسئ نو ایمیل یا باید تیلیفون وکړئ.
د هغو شیانو لیست جوړ کړئ چې تاسې یې نور د فیسبوک له امله نه کوئ.
د فیسبوک له وجي چاته توجه نه کوئ؟
کوم دخوښې کارونه،سپورت او نورو فعالیتونو کې مو د فیسبوک له وجې دلچسپي له لاسه ورکړې؟
ایا تاسي ریښتیا هم په ټولو هغو قربانیو چې د فیسبوک له لاسه یي ورکوئ خوښ یئ!
۹.ددې لپاره چې زده کړئ چې ستاسې ژوند په فیسبوک باندي نه دی ولاړ او یو ښه عادت ته د ودې ورکولو د پیل لپاره ځان ته نوري د اووني پای ورځي ورکړئ چې فیسبوک په کې نه کاروئ. خپل پاسورډ له داسې تورو او عددونو جوړ کړئ چې اوږد او د یادلو وړ نه وي، له ځان سره یي یاداشت کړئ او په داسې محفوظ ځای کې یې کیږدي چې د اوونۍ د پای په ورځو کې لاس رسی ورته ونه لرئ.
ښایي مشکله اوسي خو تاسې به وکولای شئ چې د اوونۍ دپای په ورځو کې خپل فیسبوک ته لاس رسی ونه لرئ.
همدارنگه خپل پرمختگ ته چې د وخت کم استعمال دی په فیسبوک کې په راتلوونکې اوونۍ کې ادامه ورکړئ.
۱۰.دا واضخه کړئ چې فیسبوک ستاسې په ژوند کې څومره ارزښت لري.
دوه لیستونه جوړ کړئ. اول دا چې فیسبوک ستاسې د ژوند کیفیت ته څه ور اضافه کوي مثلا له کورنۍ سره د هېواد له کومي بلې برخې په اړیکه کې پاتي کیدل،له نوو خلکو سره کتل او خپل تجارت ته پراختیا ورکول.
بل لیست کې هغه شیان چې ستاسې د ژوند کیفیت خرابوي مثلا ډېر گیمونه کول او د وخت ضایع کول.
که چیرې فیسبوک په مناسب ډول استعمال شي نو یقینا چې د یو متوازن ژوند یوه برخه ده.
سمه پریکړه وکړئ او فیسبوک یواځې په هغه طریقه استعمال کړئ چې ستاسې د ژوند کیفیت ته یو څه اضافه کړي.
۱۱. په فیسبوک کې مو څومره اپلیکیشنونه نصب کړي؟ څومره یې موثره او څو یې وخت ضایع کوونکې دي؟
هغه چې وخت ضایع کوونکي دي هغه لیري کړئ او هغه چې موثره دي پریږدئ.
لیکنه:Dr. Brent Conrad
سرچینه:TechAddiction

[/pukhto]

2 خوښونې

اړوند مطالب

مينه سره زر دي!
د مازيګر بنډار شپاړسمه ناسته وکړه
مدعا مثل
د اولاد روزنې مهارتونه
مرغۍ
د نصير احمد احمدي ناولونه خوښوم
د مچې ډولونه او رازونه
هسې یوه خبره مې کوله

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2017
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /