په لرغوني ګندهارا کې تر پنځه څلویښت کلن ځنډ وروسته د ویاړونو په لټه

لیکوالان : پوهاند محمد رسول باوري او نور آغا نوري
[pukhto]
په ننګرهار ولایت یا لرغوني ګندهارا کې د ورستي ځل لپاره د ښاغلي شاهي بای مستمندي له لوري په ۱۳۵۲ لمریزکال سپړنې شوي دي. دا دی تر پنځه څلويښتو کلونو وروسته یو ځل بیا په ننګرهار ولایت کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت په مشرۍ او د باستانشناسی ریاست د مجربو او ازمویل شویو لرغونپوهانو له لورې علمي سپړنې پیل شوې دي.
دې سپړنو ته په ټولیزه توګه دوې موخې ټاکل شوي دي، لومړی دا چې د ننګرهار یوه لرغونې تپه د تاراج او غصب څخه وژغورل شي او دوهمه موخه دا ده چې دا تاریخی ټاټوبۍ وسپړل شي او هیله من یو چې هغه آثار ترلاسه کړو چې زموږ د هیواد د ویاړلي تاریخ زرینې پاڼې لا ډاډ منې او رنګینې کړي. خو پخوا تر دې چې د نویو سپړنو په اړه لنډ مالومات د لوستونکو خدمت ته وړاندې کړو، اړینه ده چې د ننګرهار یا لرغوني ګندهارا د فرهنګي مرکز ،،هډې ،، په اړه ځينې اړین مطالب مطرح کړو چې د ګندهارا د فرهنګي مرکز لقب یې دې تاریخي ټاټوبي ته ور په برخه کړی دی.
پخواني مورخينو او لرغونپوهانو د لرغوني افغانستان ختيزي سيمي چې د اوسني هند تر شمالي څنډو رسيدلې، د ګندهارا په نوم يادي کړي دي. يوناني مورخ هيرودوت او سترابون د ګندهارا سيمه په خپلو آثاروکي د ګنداريس په نوم ثبت کړي ده، چې د کابل او کنړ تر منځ پرتې سيمي يې په بر کې نيولي، د دي سره سره چې د مقدوني سکندر په دوره کې د ګندهارا نوم نه دی ياد شوی، خو د يونان – باختري دورې حکمرانانو په اثارو کې چې د لرغوني افغانستان پر ټولو حدودو واکمن وه، دا سيمه د ګنداراتي ( Gandarati ) او يا ګنداروا ( Gandarwa ) په نوم ياده کړې ده، چې ناګاهارا ( ننګرهار ) کوهش (کونړ) پورا شاپورا ( پيښور)، پشکلاوتی (چارسده)، ټکشاشیلا( ټکسیلا) اوډیانه ( سوات ) سيمي پکښي شاملي دي.
د ګندهارا يو ستر فرهنګي مرکز د اوسنې جلال اباد مرکز ته څيرمه د هډي سيمه ده، چې په پخوانيو متونو کې د هيلو په نوم ياده شوې ده . هيلو د لرغونو بودايانو د تبرک ځای او د هغو د عبادت ستر ټاټوبی وو. په هغو يونليکونو کې چې د چيني زايرانو څخه را پاته دي، د دي سيمې په هکله په زړه پورې او ارزښتمن معلومات شته . فاهيان لومړنۍ چيني زاير وو چې په 420 ميلادي کال يې د هډې ليدنه کړيده . له هغه وروسته سوينګ يون په 520 ميلادي کال هډې ته راغلی او نامتو چيني زاير هوونتسنګ په 630 ميلادي کال هډه ليدلې او په دي اړوند يې زيات مطالب په خپلو ليکونو کې ثبت کړي دي.
د ټولو چيني زيارت کونکو په يونليکونو کې د هيلو په نوم د يوي متبرکي سيمي يادونه شوې چې د زيات شمېر پوهانو يې همدا اوسنې هډه ګڼي د بيلګي په توګه د فرانسوي لرغونپوه ژاکي ( Jakiy ) په عقيده هيلو د همدې هډي پخوانې نوم دی، چې د ګندهارا نامتو هنري مکتب پريمانه اثار يې په خپل لمن کې ساتلي دي. دا سيمه د هيوونتسنګ په قول تر اومي ميلادي پيړۍ پوري د پوره برم او ارزښت لرونکې وه .
خو د نوموړي پيړۍ راورسته بيا تر 18 مي پيړۍ پوري د دي سيمې پوره او د پاملرنې وړ يادونه نه ده شوې. د نولسمې پيړۍ په پيل کې ځينو اروپائيانو چې سيمې ته يې رسمي او يا غير رسمي سفرونه کړي، د هډي په اړه يې يو شمېر مطالب خپاره کړل چې د ورستيو منظمو څيړنو لپاره يې زمينه برابره کړه. په دې برخه کې د بيلګي په توګه د مورکرافت ( 1824_ 1830 ميلادي ) کيمناري ( 1827 _ 1834 ميلادي کال ) چارلس ماسون ( 1834 _ 1837 ميلادي کال ) هونيک بر ګر او نورو نومونه يادولای شو.
د هډې لرغونې تپه چې تاريخي جرړې يې له اوسنۍ پير نه 1600 کاله پخوا زمانو ته رسيږي، د لومړي ځل لپاره په 1923 ميلادي کال د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا تر علمي سپړنو او پلټنو لاندي ونيول شوه .
لومړۍ فرانسوي لرغونپوه ګودار او بيا وروسته د فرانسوي علمي ټيم ( D.A.F.A. ) له لوري تر څيړنو لاندي ونيول شوه، چې له نيکه مرغه د زياتو لرغونو اثارو د پيداکيدو او تر لاسه کيدو په وجه د افغانستان تر ټولو لرغونو سيمو بډايه ګڼل شوې ده.
ترټولو وړاندي د دې مطلب يادول اړين بريښي چې د ګندهارا د نړيوال تاريخي او لرغوني هنري مکتب د پلازميني لقب ولې د هډۍ په سيمه پوري متعلق ګڼل شوي دی؟ دې پوښتنې ته د هغو لرغونپوهانو او څيړنکو د پر له پسې سپړنو او څيړنو د پايلو په يادونه بسنه کوو چې په هډه کې يې تر سره کړي دي. د مورخينو له نظره تر ټولو لومړۍ موثر لامل د ګندهارا د هنري مکتب د پيدايښت او ودې لپاره د خپلي زمانې مناسب شرايط او لازم امکانات وه، چې د ستر کنشکا د امپراتوري پر مهال برابر شوي وه. دوهم لامل په بوديزم کې د بدلون او نوښت منځ ته را تلل په ګوته شوي دي، چې د هينايانا (وړوکي عرادې ) مذهب يې په مهايانا يا ( لوي عرادې ) په مذهب واړاوه. او دريم لامل يې د ګندهارايانو خلاقيت او فکري توانمندي ياده شوې ده، چې په ټوله بودايې نړۍ کې يې د لومړي ځل لپاره د بودا د مجسمو د جوړيدو نوښت او ابتکار وکړ. هډي ته د ګندهارا د هنري مکتب د پلازميني لقب د نورو لاملونو د توضح څخه د موضوع د طوالت د مخنيوي په نيت تيريږو او يوازي د دريم لامل په اړه د يو شمير لرغونپوهانو د نظرياتو په يادونه بسنه کوو .
په تاريخي متونو او د لرغونپوهانو په څيړنو کې په ډاګه شوې چې د هند په بودايې برخو کې د بودا تمثيل او يا د هغه د څيري د ښودلو لپاره په عبادت ځايونو ( ستوپو ) کې د ليتوس ګل او يا د ونو د بلګونو رسامي او نقاشي معمول وه ، او په يو شمېر هندي ستوپو کې د بودا د تمثيل په نيت د يوې پښې، لاس، او يا څپلۍ ( پايزار ) علامې او نښانې کارولې چې په دې ترتيب د بودا حضور د هغو علامو په وسیله وښئي چې بودا د هغو څخه استفاده کړې ده. خو ګندهارايانو د لومړي ځل لپاره د بودا مجسمه جوړه او هغه يې په ستوپو او نورو عبادت ځایونو کې ودرول. د فرانسوي لرغونپوه مسيو فوشه په قول د بودا مجسمه د لومړي ځل لپاره په ګندهاراکي جوړه شوه، چې د لويديز ( يونان ) تاثيرات پکښې زيات دي؛ دا نظريه د ټرن ( Tarn ) رولاند ( Rouland ) او هاکن ( Haken ) فرانسوي لرغونپوهانو له خوا تائيد او ومنل شوه. الماني لرغونپوه شميت ( ShmetAld ) په 1930 ميلادي کال د دې نظريې ملاتړ وکړ چې د بودا لومړۍ مجسمه د ګندهارايانو په وسيله جوړه شوې ده، او دا وړانديز يې هم ورسره مل کړ چې دا ګندهارايې هنرمند هغه څوک دی چې په مجسمه جوړولو کې يې د يوناني مجسمه جوړونکو څخه زدکړه کړې ده.
يو شمېر افغاني لرغونپوهان اوله هغي جملې شاهي باې مستمندي او احمد علي کهزاد هم د دې نظريې ملاتړ کړی او تر څنګ يې دهم هاغه ګندهارايې هنر مند عقيدتي لوری هم په ګوته کړی دی .
لنډه دا چې په هډه کې د علمي سپړنو کار د 1923 ميلادي کال را وروسته پيل او په بيلا بيلو پړاونو کې د بيلا بيلو کورنيو او بهرنيو لرغونپوهانو په وسيله تر 1975 ميلادي کال پوري دوام وموند. د دې سپړنو له لاري په لاس راغلي اثار په منظم ډول د افغانستان ملي موزيم ته وليږل شوه، چې تر 9191 ميلادي کال پوري د افغانستان ملي موزيم د ماڼۍ په دوهم پوړ کې د ارزښتمنو ننداريزو کوټو څخه يوه کوټه د هډې نندارتون په نوم پرانيستي ساتل شوي وه، له بده مرغه د تنظيمي جګړو پرمهال د افغانستان ملي موزيم چور او تاراج شو چې په ترځ کې د هډې هغه لرغوني اثار چې زموږ د هيواد د تاريخي برم نښانې او د وياړ بيلګي وي، زموږ له لاس و وتلې.
له نیکه مرغه دا دی افغان لرغونپوهان یو ځل بیا د هیواد د ویاړونو د موندلو په نیت په لرغونې ګندهارا کې د یوه بل تاریخی ټاټوبی د څیړلو او سپړلو نیت کړی دی. دا لرغونی ټاټوبی د سبز اباد په نوم یادیږي چې د جلال اباد اوسني ښار په ګاونډ کې واقع دی.
د سبز آباد غونډۍ د کابل ننګرهار پر لویه لار ۴۰۰ متره ختیز لورې ته پرته ده. دا غونډۍ د کرهنیزو ځمکو په منځ کې شمالا – جنوبا مستطیل ډوله شکل لري . ختیز سهیل او شمال ته یی کرهڼیزې مځکې او لویدیز ته یی د کابل ننګرهار لویه لار ده. جودیزیکې موقعیت یی۳۴ درجې،۲۶ دقیقې او ۵۹ ثانیې په شمالي عرض البلد او ۷۰ درجې،۲۳ دقیقې او ۴۹ ثانیې ختیز طوالبلد او د ځمکې له سطحې څخه په ۵۹۷ متره لوړه واقع شوې ده.
د لرغونپوهنی د اصولو سره سم د سبز اباد غونډی د څیړنو اوعلمی سپړنوپيل د بل هر لرغوني ټاټوبی په څیر له مشاهداتو شوی دی. د لومړنیو مشاهداتو داسې څرګنده شوه چې دې مصنوعي غونډۍ د یوه ستراتیژیک ټاټوبي رول درلود. د لومړي لیدلو پر مهال لرغونپوهانو وموندل چې په یوه ټاکلی واټن او یو او بل ته په مناسب لیرې والي د تدافعي برجونو نښې لري. دا برجونه په تهداب کې ډبرین جوړشوي دي. د غونډۍ په منځنۍ برخه کې د اوسیدلو اتاقونو او کوټو ته ورته جوړښتونه بریښي او د بودایی ستوپې نښې هم لیدل کېږي.
د علمي څیړنو پر بنسټ د لرغوني ټاټوبي د تشخیص او منلو لپاره دوهم پړاو له مدنظر ټاټوبي څخه د مادي اسنادو تر لاسه کولو بهیر بشپړیدل دي. په دې خاورینه غونډۍ کې د مادي شواهدو د ټولولو په لړ کې د خاورینو لوښو بیلګې، د دیوالو لپاره د کارول شویو خښتو بیلګې ترلاسه شوي دي چې احتمالا به د بودایی پیر (۳-۵ میلادي پیړۍ ) د وګړو اړوند پاتې شوني وي. له بده مرغه د دې مصنوعي غونډۍ د شاه او خوا ته په بیلا بیلو برخو کې د قاچاقبرانو له لوري په غیر قانوني ډول کېندنې شوي دي، چې نه یوازې دا چې د سیمې لرغوني هویت ته یې زیان اړولی دی، بلکې د هغو څیړونکو په وړاندې یې هم لاره ستونزمنه کړیده چې د علمي څیړنو او سپړنو چارې پر مخ وړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنی ریاست مسلکې لرغونپوهانو په منظمه توګه لومړی ځل په ۱۳۹۵ او بیا په ۱۳۹۶ کالونو کې دا سیمه د سروې او سپړنو په نیت تر څار او مراقبت لاندی ونیوله . له نیکه مرغه په ۱۳۹۶ لمریز کال د وزارت مشرتابه د ۱۳۹۷ لمریز کال په بودجوی پلان کې شامله کړه. د لرغونپوهنې ریاست د دې سپړنو لپاره د پیل چارې پر دوو برخو و ویشلې، د کارلومړی برخه دا ده چې د دې تاریخي غونډۍ د ژغورنی او قاچاقبرانو د خپلسرو کېندونو او غصب د مخنيوی لپاره د یوه حفاظتي دیوال یا فلزي جال جوړول په پام کې نیول شوي دي چې اوږدوالی یې ۶۰۰متره ته رسیږي. د پروژې دوهمه برخه د لرغونپوهنې د اصولو له مخې په ټاکلی ټاټوبي کې د سانداژ یا امتحاني حفرې یا جر وهلو چاره ده.
د سبز آباد د لرغونی ټاټوبي د څیړلو لپاره دا علمي – څیړنیزه پروژه د لرغون پوهنې د ټولو اصولو سره سم جوړه او اړینه بودجه د وزارت له انکشافی بودجې څخه چې د ابتدایی براورد له مخې د همدې کال (۱۳۹۷) لپاره څه د پاسه ( ۲۸۰۰۰۰۰) دوه ملیونه اته سوه زره افغانۍ دي، ځانګړې شوې ده. له نیکه مرغه د مطرح شوی پروژې د لومړی برخی د پلی کېدلو لپاره ټول تدارکاتي پړاونه پای ته رسیدلي او افغان لرغونپوهان په پوره تلوسه او مینه د کار پیل ته چمتو دي.
لرغونپوهان په دې باور دي چې دا تاریخي غونډۍ به د هیواد د نامتولرغونې ټاټوبي ” هډې ” هغه لړۍ د بشپړتیا لورې ته ورسوي چې ۵۵ کاله پخوا د بهرنیو او کورنیو لرغونپوهانو له لورې سر ته رسیدلي دي. په تیرو سپړنو کې د ګندهارا حوزې د فرهنګي مرکز هډې هغه ارزښت چې د هیواد د تاریخ زرینې پاڼې یې را څرګندې کړي دي، د سیمې په تاریخ کې یې هم د پام وړ دریځ څرګند شو. په دې هیله چې تر ۵۵ پنځه پنځوس کالو وروسته یو ځل بیا د خپلو افغان لرغونپوهانو په زیار د مرحوم مستمندي او مرحوم کهزاد پر پلونو مخ ته ولاړ شو او د نویو علمي لاس ته راوړونو پر بنسټ د سپړنو چارې په پوره علمي اصولو پلي کړو او د هیواد د ویاړمن تاریخ زرینې پاڼې په رښتینې ډول په خپلو لاسونو ولیکو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي