67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

په مور ډېر ګران يم

راشد ارمان سره مرکه

[pukhto]
مينه: لوبغاړي خو ټول خلک پېژني، خو که بیاهم ځان راوپېژنې؟
راشد: زه راشد خان د ننګرهار د شينوارو يم.
مينه: شينوارو کې د کومې سيمې يې؟
راشد: شينوارو کې د اچين ولسوالۍ د پېښې خوړ.
مينه: اچين کې دې لوبه زده کړه که ښار کې؟
راشد: هلته خو مو دومره ژوند نه دی کړی، په ۲۰۰۳ کې بټي کوټ کې اوسېدو، په ۲۰۰۶ کې پېښور ته لاړو، نو ما ډېر کرکټ هلته کړی.
مينه: ICC چې له تاسې سره کومه مرکه کړې نو تاسې ويلي چې د افغانستان د ټيم جوړېدو وروسته مې لوبې شروع کړي!.
راشد: په پيل کې مې خپل کور کې ورونو سره لوبه کوله، دوه زره دوهم او درېم کې بټي کوټ کې ما سره څوک نه ول، ځان سره به بوخت وم، يواځې وم، نور ورونه مې ټول پېښور کې ول، زه دلته خپل مور او پلار سره وم، نو ورونه به مې کله کله بټي کوټ ته راغلل، اختر یا بل مناسبت کې بیا به ما ورسره لوبه کوله، هغه وخت بټي کوټ کې د لوبو لپاره دومره خلک هم نه ول چې لوبه مې ورسره کړی وای، خو خپله به لګيا وم، شوق مې ورسره ډېر و، زما د ټولو ورونو شوق و ، مشران ورونه مې تکړه ول، ما نه ډېر تکړه ول، خو اوس د هغوی خپل کار روزګار دی، په هغې کې مصروف وي که نه زما اوه ورونه دي ټول کرکټ کوي، هم بيټنګ کوي هم بالينګ.
مينه: تيار ټيم ياستئ!
راشد: مکمل ټيم يو. هاهاها. ماشومتوب نه هغوی سره لګيا وم، مونږ به ورته فيلډينګ کولو، يا به مو بال راخيسته، نو هغوی نه مې زده کړه کړې ده، بیا پېښور ته چې لاړم نو مکتب نه به چې راغلم هغوی سره به په کور کې لګيا وم، کرکټ او کرکټ. همدغسې چې کله د افغانستان ټيم نړيوال جام ته ووتلو نو بیا زما شوق ډېر شو، خپلو ورونو ته مې هم وویل چې زه غواړم د افغانستان لخوا نه کرکټ وکړمه او مخکې لاړ شم، نو زه ټولو ورونو ډېر تشويق کړمه، خو شروع کې مشکل و، ځکه چې پلار او مور مې خوښه نه راکوله چې زه دې کرکټ وکړم، نو بیا ورو ورو مې پلار او مور هم رضا کړل، چې کرکټ ته خوښه راکړي.
مينه: تعليم دې هم ورسره کولو؟
راشد: هو تعليم مې کولو، ما کالج وويلو، هلته په پېښور کې مې يونيورسيتۍ ته اراده وه خو د کرکټ له وجې پاتې شوه.
مينه: تاسې د بال تر څنګ کله کله ښه بيټنګ هم کوئ په کومه وړتيا باوري يې!؟
راشد: په پيل کې چې کله ما کرکټ شروع کړ نو په هغې وخت کې ما بالنګ نه کولو، يواځې بيټنګ مې کولو، کله به مې اوپنينګ کولو، کله ون ډاون. تقريباً دوه کال مې يواځې بيټينګ کولو نو چې بیا زه اکيډمۍ ته لاړم نو ما خپل بالنګ سره خواري وکړه، ماته خلکو وویل چې ته بيټنګ لږ کم کړه، ستا بالنګ ډېر ښه دی. چې کله افغانستان ته درې ورځينو لوبو ته راغلم، نو هلته ما ډېرې ويکټې واخيستې، له هغې وروسته بالنګ باندې مشهور شوم.
مينه: څو ويکټې دې واخيستې؟
راشد: درې ورځنۍ لوبې وې، ۳ لوبې مې کړې وې ۲۱ ويکټې مې پکې اخيستې وې.
مينه: په نړېوال جام کې دې ۱۱ ويکټې اخيستې وې او محمد نبي نه وروسته دوهم نمبر کې راغلی وې، له خپلو لوبو راضي وې؟
راشد: هو. بلکل راضي وم، لکه د کپتان او کوچ لخوا چې ماته کوم پلان راکول کېده، چې دې وخت کې به اورونه ترسره کوې، دې بيټسمينانو ته به بال کوې، دوی به په تا باندې غټ شاټونه وهي، نو ما به همدا کوشش کولو چې بالنګ ښه وکړم، ښه ځای کې يې وکړم او ډېر رنزونه ور نه کړم، نو ما د پلان مطابق بالنګ کړی، زه ترينه راضي يم.
مينه: ابي ډيويلرز و که څوک و چې په نولسم اور کې يې درنه ډېرې منډې واخيستې تقريباً څو وې؟
راشد: هو. هاهاها هغه خو د دنيا يو داسې بيټسمين دی چې نړۍ پېژندلی، هغه ته چې هر بالر راغلی رنزونه يې ترې کړي دي.
نو ابي ډيويلرز ۲۸-۲۹ رنزونه وو چې رانه يې واخيستل.
مينه: ډېر تاثير لاندې به هم راغلی وې؟
راشد: هو. بلکل. تاثير لاندې خو سړی راځي.
مينه: بالر ژر تر تاثير لاندې راځي که بيټسمن؟
راشد: دواړه.
مينه: موږ خبر شوي يوو چې راشد ويل چې دا اور نه کوم او اصغر ورته ويل چې نه کوې به يې.
راشد: نه. نه داسې کومه خبره نه وه. اصغر خو اکثره په ما باندې اخير اورونه کوي. هغه وایی مشکله ده که په تا باندې څوک غټ شاټونه ووهي، که تاسې کتلي وي بنګله ديش خلاف هم او داسې نورو مېچونو کې ما باندې به يې اخيره کې اورونه کول، نو هغې وخت کې يې هم زه ډېر ډاډه کړم، کپتان، نبي او شهزاد ويل دا خو کرکټ دی دا خو په کې راځي. ابي ډيويلرز د ډيل سټاين غوندې د دنيا ښه بالر دی، هغه نه يې يو اور کې ۳۱ رنزه اخيستي. کرکټ دی کله څنګه کله څنګه؟
مينه: ستا په ګوګلي بال نړيوالو کمنټرانو ډېرې تبصرې وکړې، په دې تخنيک راته لږه رڼا واچوه!
راشد: لکه څنګه چې ما مخکې يادونه وکړه، چې خپلو ورونو سره به کور کې لګيا وم، کور کې چې کرکټ کوې نو بس همدا سټاپونه به کوې. نو په همدې کې به مې بالنګ کولو، نو دا مې خپله ياد کړی، بیا چې کله غټو لوبو ته راغلم نو په دې مې مهنت وکړ چې څنګه په ټيب بال مې بال کولو هماغه شان په دې بال هم بال وکړم، يو کال دوه کاله خواري مې ورسره وکړه، په خپله مې ياد کړ.
مينه: نړيوال رينکنګ کې په يولسم نمبر راتللو ته دې ډېره هڅه وکړه؟
راشد: ډېره خواري مې کړې، زه چې ليک بريکر يم هغه ته ډېره خواري پکار وي، هغه به څنګه خپل لاين ولي، دا ليک بريک يو ډېر سخت کار دی.
مينه: ليک بريکر څنګه وي؟
راشد: لکه دا زه چې کوم بال کوم، نو دا دومره يو سخت کار دی چې دې باندې ته بايد د ورځې يو ساعت دوه ساعته مسلسل بال وکړې، چې لاين دې سم جوړ کړې.
مينه: دا بال تاوېږي هم؟
راشد: هو. بلکل، تاوېږي.
مينه: په چا باندې ډېر ګران يې؟
راشد: په کورنۍ کې؟
مينه: هو. په کورنۍ کې، په ژوند کې!
راشد: کورنۍ کې په مور ډېر ګران يم، نورو ورونو باندې هم ګران يم، خو په مور ډېر ګران يم، ټيم کې ټول لوبغاړي ماسره ډېر ښه دي، په ټولو ګران يم.
مينه: کشر يې که څنګه؟
راشد: همداسې ده.
مينه: په تا باندې مور ډېره ګرانه ده که پلار؟
راشد: په ما خو دواړه ډېر ګران دي.
مينه: په ملي لوبډله کې دې څوک ډېر هڅوي؟
راشد: ټول هغه لوبغاړي چې ډېرې لوبې يې ترسره کړي ما ډېر تشويقوي، هم مخکې له لوبې هم وروسته، د ميچ په دوران کې اصغر ستانکزی، محمد نبي، ورسره شهزاد. ما سره د هر اور نه وروسته خبرې کوي، چې مطلب د دې بيټسمين دا کمزوري ده، نو ټول مې ډېر تشويقوي.
مينه: په نړيوالو لوبغاړو کې دې څوک خوښېږي؟
راشد: شاهد افريدي مې له ماشومتوبه ډېر خوښ دی.
مينه: د بال سټايل دې هم هغه ته ورته دی؟
راشد: هو. هغه ته ډېر ورته دی.
مينه: د بنګله ديش سره مو لوبې څنګه وې، وروستۍ لوبه کې خو زمونږ لوبډله ډېره کمزوري معلومېده؟
راشد: ما شاالله لوبې ډېرې ښې وشوې، بنګله ديش سره لوبې بیا د هغوی خپل هېواد کې، هغوې خپل هېواد کې پاکستان، انډيا، نيوزرلنډ، سوت افريقې ته ماتې ورکړې، نو هغوی په خپل کور کې ډېر تکړه دي، هره يوه لوبډله په خپل کور کې تکړه وي.
مينه: يانې تماشه چيان هم رول لري؟
راشد: تماشه چيان خو که ۳۰ زره وو، نو ۵ په کې زمونږ ول، نور ټول د هغوی وو، هغه دومره تاثير نه کوي.
مينه: که دا شارجه کې شوی وای؟
راشد: کېدای شي نتيجه يې بل ډول وای، لکه څنګه چې مونږ ورسره لوبې وکړې، هغوی خپله هم حيران ول چې د افغانستان لوبډله راغله او مونږ سره يې داسې ښې لوبې وکړې، شروع کې خو يې توجه سره لوبه هم نه کوله چې افغانستان نه به يې په اسانه وګټو، خو چې اوله لوبه وشوه او دوهمه لوبه مونږ وګټله نو په درېم مېچ کې هغوی تغيرات هم ډېر راوستل، لوبغاړي يې هم بدل کړل، نو هغوی ته معلومات وشو چې افغانستان يوه داسې لوبډله ده چې په خپل کور هم ماتې راکولای شي، لکه څنګه مو چې زيمبابۍ ته په خپل کور کې ماتې ورکړه.
مينه: ته دلته ننګرهار کې اوسېږې؟
راشد: هو. خپل کور مو ننګرهار کې دی، نيم دلته اوسېږو نيم پېښور کې.
مينه: ښه ارمان صېب! څه ارمان لرې؟
راشد: څه ارمان خو زړه کې نه شته، دا يې کور کې ماته ارمان ارمان ويلو نو په دې مشهور شوم.
مينه: تېره شپه مطيع الله عابد غوښتل امريکا غږ کې درسره مرکه وکړي، هغه وويل چې ۲۶۰ پوښتنې د هغوی په پاڼه تاسې نه شوې وې، ولې حاضر نه شوې؟
راشد: هغه ماته مازيګر ۵ بجې زنګ ووهلو چې زه درسره د شپې نهه بجې مرکه لرم، نو زه بیا په انتظار وم، خو ټيلفون يې رانغی، ماته يې بیا مسيج وکړ چې تاته زنګ نه درځي، څه مشکل دی بله ورځ به وشي.
مينه: په شپږيزه کې دې څو ويکټې واخيستې؟
راشد: په شپږيزه کې ۱۶ ويکټې وې.
مينه: څو نړېوالې لوبې دې کړي؟
راشد: نړيوالې ۵۰ اوريزې ۱۶ او شل اوریزې ۱۲-۱۳ لوبې مې کړي.
مينه: ځينې خلک وایی چې کله لوبغاړي نړيوالو لوبو کې ښه وځلېږي، ډوميسټک کرکټ ته زړه نه ښه کوي، علت يې څه وي؟
راشد: په دې اړه به زه څه ووایم، خو زما خپله خوښېږي چې د نړيوال کرکټ ترڅنګه ډومسټک کرکټ هم وکړم، خو بعضې لوبغاړې يې په دې خاطر نه کوي چې اوس ملي لوبډلې ته راغلم که زه داخلي لوبو کې ښه ونه ځلېږم هسې نه سليکټران يا د کوچ او کپتان په ما نظر شي چې دا هلک خو په کورني کرکټ کې څه نه شي کولای نو په انټرنشنل کې به يې څنګه وکړي؟ نو د دې لږ غم ورسره وي ددې له خاطره ځان لږ لرې ساتي، زه خو لوبېږم، که کورنی وی، که د کلب وي او که نړيوال وي.
مينه: خلک وایی چې د سپين غر زون لوبغاړي ولې له خپل زون نه په شپږيزه کې نه لوبېدل؟
راشد: مونږ نه خو لا تراوسه پورې دا پوښتنه نه ده شوې، خاصکر شپږيزه کې چې ته ننګرهار سره لوبېږي يا بل سره. مونږ ته صرف دا ووایی چې ته به کابل سره لوبېږي، بوست سره يا بل سره. په دې اړه مونږ څه نه شو ويلای، دا د کرکټ بورډ خپلې پرېکړې دي، هر سړی غواړی چې خپل زون نه لوبه وکړي، د هر لوبغاړي دا غوښتنه وي، مونږ هم غواړو چې د سپين غر زون نه لوبه وکړو، لکه څنګه چې مونږ په شپږيزه کې وليدل ډېر رنزونه هم د سپين غر شهزاد کړي او ډېرې ويکټې هم د ننګرهار لوبغاړي اخيستې، خلک خپل ولايت نه لوبېدو ته خوشاله وي.
مينه: مننه.
راشد: تاسې نه هم مننه.
[/pukhto]

65 خوښونې

اړوند مطالب

د شاعرۍ پر ضد
د کتاب په بازار کې انارشي ده
د مازيګر بنډار خپله لومړۍ ناسته وکړه
زه فلم ولې نه گورم!؟
د ګلونو ورځ
د مازيګر بنډار څلورمه ناسته وکړه
ډېر به مو نه وي اوريدلي!
چې لنډۍ وي افغانستان به هم وي

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2017
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /