له شپږو خبرو ډډه وکړئ!

ژباړه: شاهدالله ساحل
[pukhto]
په یوه اداره کې ټول کارکونکي د یوې کورنۍ د غړو په څېر وي، خو بیا هم ځینې داسې خبرې وي چې د دوى پر وړاندې یې باید يادونه ونه شي، د بریالیو کسانو یوه بېلګه دا هم ده چې دوى خپل افکار او خبرې له هر چا سره نه شریکوي، تاسو هم هڅه وکړئ چې پخپل کار ځای کې د لاندې کارونو څخه ډډه وکړئ.
خپل سياسي افکار مه بيانوه
ستاسو چې په کومه اداره کې دنده ترسره کوئ، نو ښه دا ده چې هلته خپل سیاسي بحثونه مه کوئ د ډېرو کسانو سیاسي دریځ د هغوى د شخصیت څرګندونه کوي او کله چې نور ستا له سياسي دريځ څخه خبر شي، نو بيا ستاسو ارزونه کوي ، د هر چا سیاسي دریځ، تعبیر او د پوهېدلو طریقه مختلفه وي او ممکن ستا له سیاسي دریځ سره هر څوک همغږی و نه اوسي.
ډېرى کسان سیاسي مسایل خورا جدی نيسي، او ډېر امکان دا وي کوم سیاسي لوری چې ستا خوښیږي هغه د نورو نه وي خوښ، او چې د نورو خوښیږي هغه ستا نه وي خوښ؛ نو بهتره ده چې د خپلو سیاسي افکارو ذکر پخپل کارځای کې هېڅکله هم ونکړو، ځکه کېداى شي ، کله له زيان سره مخ شې.
د نورو کارکوونکو سپکاوى مه کوه
په هر دفتر کې داسې کسان وي، چې په ډېرو کارونو پوى نه وي او ددغو کارونووړتيا هم نه لري، که چېرې تاسو د هغه مرسته نه شئ کولى او له دندې يې لرې کولى هم نه شئ، نو لطفاً د نورو پر وړاندې يې د تمبلۍ او نا اهلۍ ثابتولو هڅې مه کوئ.
په داسې کړنې سره تاسو هېڅ ګټه لاسته نه راوړئ، بلکې نور به ستاسو په اړه داسې احساس کوي، چې ګوندې تاسو ځان تکړه او ښه ثابتول غواړئ او نورو ته د کمترۍ احساس ورکوئ، دې کار سره ممکن د مقابل لوري له منفي عکس العمل سره هم مخ شئ.
د خپل معاش يادونه مه کوه
ستاسو والدين يا مور او پلار حتماً غواړي، چې ستاسو د معاش په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو د خپل معاش او عايد يادونه په دفتر کې له نورو همکارانو سره مه کوئ، د خپلو ملګرو سره د دې معاش د اندازې یادونه ستا لپاره ستونزې زیږولای شي؛ ځکه چې بیا به یې هر یو خپل معاش ستا له معاش سره پرتله کوي او کله چې ټول وپوهیږي ستا معاش څومره دی، بیا به ټول ستا کار ستا د معاش سره پرتله کوي او ممکن له ډېرو ستونزمنو پوښتنو سره مخ شې چې دا کار بیا ډېری وخت د ملګرو تر منځ د خفګان لامل هم کیږي.
له خپلې دندې ناخوښي مه څرګندوه
هېڅکله مه وایاست چې خپله دنده مو نه خوښیږي، ستا په کارځای کې موجوده کارمندان له دې خبرې هم خوند اخلي او خوشالیږي چې کله واوري چې ته له دندې سره لېوالتيا نه لرې او که دا خبره د ټولو په مینځ کې وپړسېده(مشهوره شوه) نو ستا یوه منفي نقطه ټولو ته ښکاره کېږي ؛ په یاد ولرئ چې په یوه اداره کې ډېری کارمندان دېته تیار ناست وي چې هغوى ستا ځای ناستي شي؛ نو ځکه هڅه وکړئ چې خپل خیالات مو د نورو پر وړاندې پټ وساتئ.
د خپل ذاتي ژوند او ماضي په اړه څه مه وايه
د خپل ذاتي ژوند په اړه مو له خبرو کولو ډډه وکړئ، کله چې موږ په یوه اداره کې تر یوه وخته دنده ترسره کوو، نو د هغې ادارې کارکوونکي د کورنۍ د غړو په څېر راته ښکاري ، خو بیا هم هڅه وکړئ چې د خپل ذاتي ژوند او ماضي په اړه پخپل کارځای کې له هر چا سره خبرې ونه کړئ. مهمه نه ده چې په دفتر کې هر شخص د ستا نږدې ملګری وي او ستا خبرې د هغه ډول درک کړي څنګه چې یې ته هڅه کوې؛ د خپل ذاتي ژوند په اړه مو د خپل باوري او نږدې ملګري سره وغږېږئ تر څو راتلونکي کې ستا مخالف نه شي.
د نوې دندې په لټه کې
پخپل کارځای کې د موجوده کارکونکو په مخ کې هېڅکله هم ددې خبرې یادونه مه کوئ، چې تاسې د نوي دندې په لټه کې یاست، ستا دا خبره ستا پر وړاندې هم کارول کېدای شي، که چېرې مو آمر ستا د دې خبرې په اړه خبر شي او ته نوي دنده هم پیدا نه کړای شې نو کېداى شي خپله اوسنۍ دنده هم له لاسه ورکړې. نو بهتره دا ده، تر هغې چې مو نوي دنده نه وي پیدا کړي په اړه يې څه مه وایاست.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي