67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

پولن دیوي، د هند بلواګره ملکه

شریف زیارمل

[pukhto]
پولن دیوي (بلواګره ملکه) د ۱۹۶۳ کال د آګست په ۱۰مه د اترپردیش ایالت په یو خوارمیشت کلي کې وزیږیده. پولن دیوي د هند ټیټ کاسټ یعنې «ملاحان» پورې تړاو درلود او پلار یې ډېره کمه ځکمه لرله. د پولن دیوي تره تل کوښښ کاوه چې ددوی ځمکه غصب کړي؛ خو دیوي یې مخه ډب کوله. یوه ورځ یې د کلي په منځ کې د خپل تره زوی ددې لپاره ووهلو چې ددوی د ځمکې د نیولو هڅه یې کوله.
له دې پیښې وروسته د پولن دیوي تره هغه په داسې حال کې یو دیرش کلن سړي ته په نکاح کړه چې یوازې ۱۱ کاله عمر یې درلود او دهغې په بدل کې یې یو بایسکل او یوه غوا واخیسته.
د میړه په کور کې پر ماشومې پولن دیوي ډیر ظلمونه وشول. هغه به یې وهله او ټکوله او درانده بارونه به یې پرې راوړل. له ډېرو ظلمونو زغملو وروسته پولن دیوي وکولای شول چې د تیښتې لاره پیدا کړي او بیرته د خپل پلار کور ته ستنه شوه. کله یې چې تره هغه بیا په کور کې ولیدله؛ نو د غلا په تور یې پولیسو ته حواله کړه. د پولیسو په حوزه کې هغه ډېره زیاته وربړول شوه او د څو ورځو لپاره په ډله‎یزه توګه پرې جنسي تېری وشو.
په ۱۹۷۹ کال کې کله چې د پولیسو له بند څخه خوشې شوه؛ نو د ډاکوانو د یوې ډلې له لورې وتښتول شوه او هغوی هم په ډله‎یزه توګه پرې جنسي تېری وکړ چې وروسته بیکرم سینګ د ډاکوانو د مشر په وژلو سره پولن دیوي له دغو کړاونو څخه وژغورله. پولن دیوي په یوه مرکه کې ویلي وو: «تر دې مهال زما په ژوند کې بیکرم یواځینی کس و چې له ماسره یې د یو انسان په توګه سلوک وکړ.»
پولن دیوي چې ډیر زیات ظلمونه یې زغملي وو او د پولیسو او کورنۍ له لوري هم ناهیلي شوې وه له بیکرم سینګ سره یې واده وکړ، د ظلم او جنایت پر وړاندې د مبارزې او پر هغې شوي ظلمونو د غچ اخیستلو لپاره یې یوه ډله جوړه کړه او پر وسله ‎واله مبارزه یې لاس پورې کړ. په لومړي سر کې هغه د خپل لومړني میړه کلي ته ولاړه او هغه یې ونیوه او د کلي په منځ کې یې دومره ووهلو چې د ډېرو ټپونو له امله یې خپله ساه ورکړه. پولن دیوي د کلیو خلکو ته اعلان وکړ چې دا سړی یې ددې لپاره وواژه چې له ماشومې سره یې واده کړی و او که بل چا هم دا کار وکړ؛ نو له ورته برخلیک سره به مخ شي.
له دې وروسته پولن دیوي پر هغې حوزې برید وکړ چیرته چی هغه ربړول شوې وه. په حوزه کې یې ټول هغه پولیسان چې پر دې یې جنسي تېری کړی وووژل. ورپسې له خپلې ډلې سره یې د «بیمای» پر کلي برید وکړ او دهغه کلي ۲۲ تنه یې چې پر پولن دیوي یې جنسي تېری کړی و اعدام کړل. له هغه ځایه چې ددې کلي اوسیدونکي د هند لوړ کاسټ یعنی «ټاکورانو» طبقې پورې تړاو درلود د هند ځایي دولت د پولن دیوي پر وژلو انعام کیښوده.
له ټولو د غچ اخیستلو وروسته پولن دیوي ۱۹۸۳ کال د فبروري په میاشت کې ځان دولت ته په دې شرط تسلیم کړ چې د هغې د ډلې غړي باید بنديان نشي. دولت هم ومنله او پولن دیوي ۱۱ کاله په بندخونه کې تېر کړل. له بند څخه د راخوشې کیدو وروسته يې د مظلومو او ځپل شويو خلکو په استازیتوب ځان د هند پارلمان ته کاندید کړ او بریالۍ شوه. له هغه ځایه چې پولن دیوي خپله د ظلم او جنایت قرباني وه د خپل وکالت په دوره کې یې خپلو خلکو ته ډیر زیات کارونه وکړل او د بې‎عدالتۍ او ناخوالو پر وړاندې یې خپل غږ پورته کړ.
خو ټاکورانو چې له پولن دیوي څخه ډېره کرکه لرله هغه یې د ۲۰۰۱ کال د جولای په ۲۵مه په ډهلي کې د خپل کور مخ ته په ډزو ووژله.
پولن دیوي د هند له محکومې طبقې څخه وه؛ خو هیڅکله یې ځان خوار او ناتوان ونه ګڼلو. له ماشوتوب څخه د ژوند تر پایه یې د ناخوالو او بې‎عدالتۍ پر وړاندې خپل غږ پورته کړ او د هند او نړۍ ښځو ته یې دا پيغام ورکړ چې «حق نه ورکول کېږي، د هغې لاسته راوړلو لپاره باید ګوټلې او نه ستړي کیدونکي مبارزه وشي.»

[/pukhto]

5 خوښونې

اړوند مطالب

هسې یوه خبره مې کوله
سم مزل نه شو کولای
يوګا
د پاچا مړی
هرڅه ښه کیدای نشي!
خپل دې وي تل دې وي!
خیام یوسفزی د تخليقی قدرونو پاسبان
د اکبر پاچا عبادتخانه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جون 2018
S S M T W T F
 1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
30  
« May   Jul »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /