پوښتنې؟؟؟

صادق الله صادق
[pukhto]
د سيند په غاړه جوړه روان وو، د پښو لاندې مې شګه ښويېدله، د چاپېريال نندارې او نري شمال بېل خوند کاوه، څو قدمه مو همداسې په خاموشۍ کې سره واخيستل… شېبه وروسته يې وويل: ګرانه!
– وايه قربان
مخ يې راواړوه، موسکۍ شوه، ويې ويل: زړه کې مې څو پوښتنې بې ځوابه دي، کولاى شې، ځواب يې راکړې؟
ومې خندل، په ټوکه مې وويل: تېرېږه مړې، دا وخت د پوښتنو نه دى، نورې خبرې وکه.
شونډې يې بړوسې کړې، ويې ويل: زما پوښتنې درته هيڅ ارزښت نه لري؟
په خندا مې ورغبرګه کړه: ټوکې مې وکړې لېونۍ، ښه ووايه څه پوښتنې دي؟
په ناز يې مخ واړوه: اوس يې زه نه وايم.
موسکى شوم: خير دى بيا داسې نه کوم، قربان ووايه کنه!
خوږې سترګې يې په ناز راواړولې، ښه اوله پوښتنه: د ملګري او خاص ملګري ترمنځ څه توپير دى؟
ملګرى هغه دى، چې پر موږ تېرې شوې کيسې اوري او خاص ملګرى هغه دى، چې زموږ د کيسو يوه برخه وي.
– مينه او ملګرتيا څه توپير لري؟
– رښتينى دوست هغه دى، چې په هر حالت کې ستا لاسنيوى وکړي، خو له چا پرته چې موږ ژوند نه شو کولى، دا مينه ده.
– له تا سره چې څوک مينه کوي، له هغې د څه تمه لرې؟
– د ژړا
– . په حيرانۍ يې وپوښتل: څه دې وويل؟
– هو؛ د ژړا… هغه داسې چې موږ د نورو لپاره د غوسې، خپګان، موسکا او خندا اداکاري يا اکټونه کولاى شو، خو د ژړا نه…که څوک موږ لپاره ژاړي، نو هغه له موږ سره ډېره زياته مينه لري، بيا مې پسې زياته کړه: ښه نور صيب!
– په سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې، ستونى يې ډک شو، ويې ويل: دا هم ستا لپاره دي.
– پوهېږم، ته راته د نړۍ تر ټولو نېږدې انسان يې، مينه درسره لرم لېونۍ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي