پيسې خبرې کوي

ژباړن/ ظاهر عمار
[pukhto]
يو ناروغ روغتون ته ولاړ، چې ډاکټر يې جسماني معاينه وکړي.
روغتون ته چې ننووت، مخامخ دوه دروازې په نظر ورغلې، پر يوې يې ليکلي وو ( رواني درملنه) او پر دويمې يې ليکلي وو (جسماني درملنه)
دی د جسماني درملنې پر دروازې ورننوت، په دې فکر و چې مخامخ به ډاکټر پر څوکۍ ناست وويني، خو دوه نورې دروازې په مخ ورغلې، پر يوې يې ليکلي وو (جراحي) او پر دويمې ليکلي وو (عمومي داخله)
سړی پر دويمې دروازې ورننوت، اوس يې نو پوره باور و چې پر څوکۍ ناست ډاکټر به وویني اوخپله ستونزه به ورته ووايي،خو دا ځل بیا هم دوه دروازې په مخ ورغلې، پریوې لیکلې وو ( هغه ناروغ دې راننوځي چې میاشتنی عاید يې تر زرو روپو کم نه وي) او پر دویمي يي لیکلي وو ( هغه ناروغ دې راننوځي چې میاشتنی عایديې تر زرو روپو کم وي)
دا چې د نوموړي میاشتنی عاید تر زرو روپو کم و، ځکه نو پر دویمې دروازې ورننووت، اوس نو هغه له روغتونه دباندې پرسرک ولاړ و!!!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي