پيسې

عطاءالله ځواب
– ډاکټر صيب زوی به مې څنګه شي؟
– ښه کېږي خو چې پيسې راوړې!
-دا خو ډېري دي، زه نشم کولای دومره پيسې پيدا کړم
– بس زوی دې واخله او چېرته بل روغتون ته يې وېسه!
– نه نه ډاکټر صيب، زه به پيسې هرو مرو پيدا کوم خو ته مې د زوی درملنه وکړه؟
– سمه ده درې ورځې وخت لرې، که پيسې دې را نه وړې بيا دې له زوی لاس ومينځه
د ښځې له خولې اوف ووت او په ژړا له روغتونه روانه شوه.
لاره کې ورسره همدا فکر و، چې څنګه پيسې پيدا کړم؟چا ته ورشم؟
زما خو څوک شته هم نه!
د يو سړی په غږ يې د فکر لړۍ وشلېده: تېل دې څښلي چې په دا سور لمر کې روانه يې؟
ښځې مخ ور واړولو خوڅه يې ونه ويل.کور ته ورسېده، له کمزورۍ نه يې د دروازې قلف هم نه شو خلاصولی.
هر څه يې په بل مخ واړول، هېڅ داسې توکي يې پيدا نکړل چې هغه دې لس زره افغانۍ برابرې کړي.
يودم يې راياد شو چې په دې چم کې خو يو غټ خان هم شته له کوره ووته، مخامخ د کوڅې اخر ته وروانه شوه.
ستره ماڼۍ وه، چې په ښار کې به په شمار داسې څو نورې وې!
دروازې ته يې لاس يوړ، يو دم يې رايسته کړ لکه برق چې نيولي وي.
زه تور سرې به اوس د يو پردي کور ته ورننوزم.
د زوی په خاطر يې دا کار هم وکړ، دروازه ټک – ټک شوه، يو هلک راووت؛ څوک مو پکار دي؟
– خان صيب په کور کې دی؟
– هو، ته صبر زه ورته وايم چې وخت لري او که نه!
تر لږ ځنډ وروسته هماغه هلک د دروازې له شا غږ کړ: دننه راشئ خان صيب مو غواړي!
ښځه پښه نيولې وه!
هلک بيا خبره تکرار کړه، او ښځه هم په نه زړه کاله ته ننوته.
خان ښځې ته له پښو تر سر ه وکتل بيا يې وويل: څه لپاره راغلې يې؟
ښځې له شرم نه سترګې ټيټې کړې : خان صيب زوی مې سخت ناروغ دی، د درملو پيسې نه لرم؛ په روغتون کې مري!
خان جيب ته لاس کړ، د نسوارو له پاکټ يې يوه غټه چونډۍ شونډې لاندې کړه!
– څومره پيسې دې پکار دي؟
– خان صيب! روغتون والا لس زره افغانۍ غواړي!
– در به يې کړم، څه وخت دې پکار دي؟
– همدې درې ورځو کې
– سمه ده ، خو يو شرط لرم
-څه شرط؟
– دا درې ورځې به زمونږ د کور ټول کارونه کوې
ښځې سترګې ښکته کړې او په ژړا يې وويل: خان صيب پور يې درنه غواړم، چې پيدا مې کړې سمدستي يې درته بېرته راوړم
– پيسې نه غواړې؟
– غواړم يې، بس چې ستاسې د کور هر کار وي زه به يې وکړم.
ښځه به هر ورځ د خان کره راتلله او د کور ټول کارونه به يې ورته کول.
د خان د کورنۍ ښځې هم خوشاله وې.
په دا درې ورځو کې ښځه خواره له خوځېدو وتلې وه.
خان به د ده له ليدو خوند اخېسته.
درې ورځې پوره شو ې، ښځه خان ته ورغله.
– پيسې درکوم ولې ورخطا يې!
– زوی مې دا درې ورځې نه دی لېدلی!
خان له جيبه د پيسو بنډل راوويست او په حساب يې شورو وکړه: يو، دوه، درې…
د ښځې سترګې د خان د لاس په پيسوکې نښتې وې!
– هه واخله خو يوه خبره واوره
ښځې پيسې واخيستې، خان صيب وايه هر څه چې وايې تا ما سره ډېر ښه وکړل .
که په يوه مياشت کې دې بېرته همدا لس زره افغانۍ رانه وړې؛ نو بيا به زما درېيمه ښځه شې!
د ښځې له سترګو اوښکې وڅڅېدې، هغه پوهېده چې په يوه مياشت کې به پيسې له کومه کړي!
د زړه له درده يې وويل: راوړم يې، راوړم يې خان صيب!
خان په کړس – کړس وخندل.
ښځه له کوره ووته، په ټوله لاره لکه لېونۍ روانه وه، روغتون ته ورسېده، د زوی خواته په يوه څوکۍ کېناسته او کوم يوساعت يې ښه په زوره زوره وژړل.
زوی يې د مور له حاله نه و خبر او بې هوشه پروت و.
ښځه د زوی له څنګه پاڅېده، ډاکټر يې وليد.
ډاکټر تر هر څه مخکې وويل: پيسې دې راوړې که نه؟
ښځې وويل: هو رامې وړې
ډاکټر پيسې واخيستې او ښځې ته يې وويل: هههههههه تاسو غريبان ښه مالداره يئ، خو هسې بانې کوئ، چې پيسې نشته!
تبصرې
تبصرې بندې دي