پيشوګان چې انسانان کېږي!

لنډه کيسه/ ژباړه: پرويز افګار
[pukhto]
ماښام وو، ماښامونه د تل لپاره زما په زړه کې دردونه راپاروي، په تېره بيا که چېرته په کور اوسم او ګورم چې لمر په کرار کرار خپل ځای تيارو ته سپاري او ښار ورو ورو په تيارو کې ډوبېږي، پيشوګان د خپلو وړو بچيو سره راوتلي.
د يعقوب غږ مې تر غوږ شو، يعقوب زمونږ د کوڅې يو ناقراره کوچنی و، هغه خپله مور په وروستي ځل په داسې حال کې ليدلې وه چې د ده ماشومانه لاسونه به يې په احتياط نيولي وو او لوبې يې ورسره کولې. يعقوب اوه يا اته کلن و، چې پلار يې مور پرېښې وه او تللی و او مور يې هم په يوه حادثه کې مړه شوې وه.
د هغه پالل نيا او نيکه په غاړه درلودل، يعقوب په يو ځانګړي تاوتريخوالي له کوچنيانو سره سلوک کاوه، حتی که په کوڅه کې به يې سپی يا پيشو وليده نو په ډبرو به يې ويشتل.
هغه وخت چې يعقوب فرياد کاوه لورګانو مې لمنه راکش کوله او هغه خواته چې يعقوب اشاره کوله روانه يې کړم. ومې ليده چې هغه لويه فولادي رنګه پيشو چې وخت ناوخت به مې د کور په خوا کې ترسترګو کېده راپيدا شوې وه.
ولې دا وار په ډېر جلال ملکه د خپلو وړو ښکلو بچيو په منځ کې ناسته ده.
يعقوب غير ارادي ځمکې ته ټيټ شو او کاڼی يې راواخيستو، د پيشوګانو خواته يې وغورځاوه، پيشو يو قهرجن ميو وکړ او يعقوب ته يې وليده. قهر يې په سترګو کې وګرځېد او شنه يې وتښتېدل.
چې ساه مې ولړزېده او د باغ وحش په فکر کې ولاړم.
هغه ورځ د خپلې څلور کلنې لور په ټينګار ژوبڼ ته تللې وم. ښه مې نه راځي. کلونه وروسته مې هلته پښه کېښوده، زما په نظر باغ وحش د بشر د ځان غوښتنې ښکارندوی دی. يعنې دا چې حيوانات د باغونو، ځنګلونو، درو، ونو څخه راوړي او د لوی اوسپنیزې پنجرو شاته يې اچوي، چې دا راته د منلو وړ نه ده.
که چيرته دا توان نه لرم چې د جهان ژوبڼونه د مخې ړنګ کړم او بې زبانه حيوانات ازاد کړم نو دومره خو مې په وس کې ده چې د بنجرې غاړې ته د بې زبانه حيواناتو د بې وسۍ ننداره ونه کړم.
خو ولې هغه ورځ بيا راغله چې دوه کلنه لور مې چې د څلور کلنې پسې ده، دواړه يوځای شوې، غړۍ يې راتاوه کړه او په عاجزۍ يې وويل: جان، جان مونږ ژوبڼ ته بوځه.
دغه عاجزي چې د يو کوچني مخلوق د خنجرې څخه راووتله زما څو کلن مقاومت يې مات کړ او د اوړي په سره غرمه چې ګرمي ښه په زور کې وه دواړه مې مخکې کړي او ژوبڼ ته روان شوو. لوڼه مې هېڅ نه پوهېدې چې کومه خوا سيل وکړي. ژوبڼ له تماشګرو ډک و.
په ياد مې شو چې په باغ وحش کې انسان خپل ظالمانه قدرت ګوري. د مرغانو پنجرې ته مخامخ يوې بوي ناکې تورې کوټې زما نظر ځان ته اواړوه. څلور کلنې لور مې په خوښۍ چغې کړې: فيل. مورې! فيل. مخکې ولاړم د فيل لوی تنې او ګنجي والي ته مې سترګې راډکې شوې.
فيل په يوه تياره خونه کې بې حرکته د صحرا په فکر کې و. وروستۍ پښې يې په زنځيرونو تړل شوې وې. فيل ته مې چې کتل د ځان سره مې ويل کوم بدبخته به دا د هندوستان يا افريقا د شنو درو نه دې تياره خونې ته راوړی وي؟
لرې ولاړم، ډېره ګڼه ګوڼه وه، خلکو په ډېرې خوښۍ سره خندل، په ډېر زور مې ځان ته لاره وکړه. چې د بيزوګانو پنجره وه. بېزوګانو د انسانانو پېښې کولې. که انسان به وخندل بيزو به هم خوله چينګوله. که به يې غوږ ونيو هغې هم نيوه. که خلکو به د نندارې لپاره کومه ټوټه ډوډۍ ور واچوله هغې په ډېر احمقانه ډول رانيوله او خوړه يې او د نور ښه او ډېر تقليد هڅه به يې کوله.
د لورګانو مې هم د بيزوګانو د پنجرې څخه زړه نه کېده.
لاسونه مې يې راکش کړه او يوې سرپټې احاطې ته ننوتو. ګر چاپيره د شيشې صندقونه ايښي وو چې دننه پکې اوبه وې او په اوبو کې ماهيان وو. راووتلو لورګانو مې لمن راکش کړه او هغه اړخ ته چې ډېر بيروبار وو روانه يې کړم؟. مشرې لور مې غږ کړ زمری وګوره. مخ مې ور واړوه زمری مې وليد چې ګرمۍ ډېر بې تابه کړی وو. نه پوهېږم چې ولې راته داسې ښکاره شوه چې نا اميده دی. خپل لوی سر يې د دواړو لاسونو په منځ کې اېښی وو او هر څو لحظې وروسته يې سر ښوراوه. مچانو په عذابوه. زمري خپلې سترګې پټې کړې وې. د انسانانو ليده به يې بد راتله.
هغه خواته خر و چې ډېر خوشاله ښکارېده، فکر مې کاوه چې يواځينی حيوان دی چې په پنجره کې د راحت احساس کوي، حد اکل شا خو يې د درنو پيټو په امان ده.
لورګانې مې په منډه منډه د هوسۍ د پنجرې خواته راکش کړې. هوسۍ بچيان زېږولي وو.
بچيانو يې په ماشومانه پوهې چې د ځمکې په مخ ټول موجودات يې لري په پنجره کې منډې رامنډې وهلې.
فکر مې کاوه زړه هوسۍ به د ځنګلونو او درو ياد ته نه پرېږدي او په ځانګړي انداز به خپلو بچو ته ګوري، ځکه نوی ژوند يې په پنجره کې پيل کېږي.
هغه ښکلې درې به هېڅکله ونه ګوري.
هوسۍ دا درک کړې وه چې د بچيانو ژوند يې د زندان نه پيلېږي. بچيان يې د سيخانو خواته راغلل. او خپلې تورې سترګې يې زما د لورګانو په سترګو وګنډلې. نه پوهېږم څه مينه زما د بچيانو او د هوسۍ د بچيانو ترمنځ پيدا شوه. دوه کلنې لور مې غږ کړ: وايه . وايه. مخ مې راواړوه لوی غرڅه مې وليد، يو لاس يې د ځان لاندې کړ و، تکيه يې وهلې وه.
نه پوهېږم چې په دغه ليدو ولې ستومانه شوم چې باغ وحش راته زندان وګرځېد او حوصله مې تنګه شوه، د لورګانو لاسونه مې راکش کړه او په منډه منډه د وتلو په لار روان شو. د لورګانو نيوکو ته مې غوږ نه اېښوده. منډه کړئ ناوخته شو.
دوه کلنه لور مې چې نه پوهېږم ولې مې مدام په دروغو ويلو تورنوي په اعتراض يې وويل: دروغ وايي کله ناوخته دی؟
ورته مې وويل که لاړ نشو تياره کېږي. د تيارې نه ويرېږي، قدمونه يې چابک کړه او شاته يې ونه کاته. د ژوبڼ نه راووتلو او د کور په لار روان شو. متوجه شوم چې لورګانې مې تر اوسه د پيشو او د هغې د بچو په فکر کې دي.
ماښام نږدې شوی و، يعقوب نور د حيواناتو له ازارولو ستړی شوی و او په اميد اميد يې سترګې شاته اړولې او کور ته روان و.
څه وخت چې کور ته راغلو مشرې لور مې پوښتنه وکړه.
مورې! يعنې مونږ انسانان يوو؟ ومې ويل؛ هو. هغې وويل ښه خبره ده چې انسان انسان اوسي. ومې ويل هو ښه ده چې انسان بايد د انسانيت په شرايطو پوره وي. ترې مې وپوښتل ولې؟
ويل يې: انسان وړکتون ته ځي، ډوډۍ خوري، کور لري، يو اوږد اخ يې وکړ او ويې ويل پيشوګان بيچاره…
هېڅ مې ونه ويل. بيا مې لورګانې په خپلو کې سره اخته شوې او پوښتنه يې وکړه. پيشوګان کور نه لري. ومې ويل نه. ولې؟ بې له دې چې د دې سوال په پای يې فکر وکړم ومې ويل انسان لکۍ نلري. په دوه پښو په لاره ځي. لور مې پوښتنه وکړه که چيرته پيشوګان لکۍ ونلري او په دوه پښو په لاره روان شي انسانان به شي؟ په ډېره بې فکرۍ مې وويل: هو.
لور مې نور څه ونه ويل. څو ورځې تېرې شوې او زه به هم کله ناکله د پيشوګانو د احوال نه د لورګانو د لارې خبرېدم. خو دا مې درک کړه چې لور مې د ځانه يو نوې تيورې جوړه کړې. که چېرته پيشوګان لکۍ ونلري او په دوه پښو روان شي نو انسانان به شي.او د يعقوب سره يې شريکه کړې وه او يعقوب هم دا نظريه تاييد کړې وه. يوه ورځ ماښام نږدې وو يو چا په سوک دروازه راټک ټک کړه. دروازه مې خلاصه کړه. څلور کلنه لور مې وه. رنګ يې سپين تښتېدلی و. لړزېده، غاښونه يې کړچېدل. وډار شوم.
– ولې؟ څه شوي؟
– راشه وګوره د پيشو بچي انسانان شول.
– څوک؟ څوک انسانان شول؟
– د پيشو بچي!
چغې مه کړې. څنګه؟
– يعقوب انسانان کړه.
زړه مې د يوې بدې پېښې شاهدي ورکوله، په منډه منډه له لور سره د توت د ونې په لور روانه شوم.
د ونې لاندې د پيشو دوه واړه بچي په وينو کې لغړېږي، لکۍ او مخکې پښې ترې يعقوب په تبر غوڅ کړي دي.
چې لکۍ ونلري او په دوه پښو روان شي، انسانان به شي.
– جوړ به شي، څه وخت چې جوړ شي انسانان به شي، په دوه پښو روان به شي.
په هغه شپه مې لور په ډېره سختۍ ويده کړه او زما د سترګو هم خوب تښتېدلی و، تر سهاره مې د پيشو فرياد اورېده چې د انسان کېدو په غزا کې يې د خپلو بچيانو په قربانۍ ژړل.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي