پښتو بین اللهجوي املا
نجیب منلی
[pukhto]
د پښتو لیکلو په اړه تجویزی بحث لومړی پیر روښان په خیرالبیان کې کړی او ورپسې اخون دروېزه په مخزن کې. خوشال خان خپل املایي سیستم درلود چې د خټکو خط ورته وایي.
په شلمه پېړۍ کې هم د پښتو لیکلو بېلابېلې هڅې شوې دي چې مهمې یې د وزیر محمد ګل خان مومند او د پښتو ټولنې دي. قلندر مومند هم په دریاب کې ځانګړې لار غور کړې او یو په زړه پورې جریان په کوټه کې هم شته.
د ټولو دغو لیکنیو سیستمونو تر منځ ګډ ټکی دا دی چې هر سیستم غوښتي دي چې د پښتو بېلابېلې لهجې سره را ونغاړي.
پښتو لهجې هم د واویلونو پر توپیر ولاړې دي او هم د چوپو غږونو (کانسوننټونو) پر توپیر. د لهجو بحث په اکاډیمیک ډول غربیانو پیل کړی دی. انګریزانو په لومړي سر کې یوازې /ښ/، /ږ/ ته پام کوی دی چې په وینا یې پسته ژبه (کندهار) یې /ش/، /ژ/ وایي او کلکه ژبه (پېښور) یې /خ/، /ګ/ وایي. د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې بیا د وزیرو په ژبه کې د واوېلونو اووښتون باندې هم بحث وشو (وزیري میتافونی) چې /ā/، /o/، /e/ په ترتیب سره پر /o/، /e/، /i/ اوړي:
plar > plor
kor > ker
sur > sir
د شلمې پېړۍ په شپږمه لسیزه کې بیا د /ښ/ او /ږ/ د تلفظ په اعتبار منځنۍ لهجه هم وپېزندل شوه.
په پښتو لیکدود کې ځو توري د سیمه ییزو لهجو د توحید په موخه کارول کېږي:
– پخه، پښه، پشه = پښه
– ګیره، ییره، ږیره، ژیره = ږیره
– زای، جای، ځای = ځای
زم، څم، ځم = ځم
جرنده، زرنده، ژرنده = ژرنده
د دغو تورو د سمې کارونې له پاره لازمه ده چې له یوې خوا د پښتو بېلابېلې لهجې په پام کې و نیول شي او له بل لوري د کلمې ريښه. د کلمې د ريښې پېژندلو له پاره به ګاونډیو او پخوانیو ژبو ته مراجعه کوو.
*** ۱ –
«شپه» د پښتو په ټولو لهجو کې په /ش/ ویل کېږي نو په /ش/ یې لیکو
«خال» په ټولو لهجو کې په /خ/ ویل کېږي نو په /خ/ یې لیکو
خو «ښېرا» په پېلبېلو لهجو کې سره اوړي، را اوړي نو په /ښ/ یې لیکو.
پرخه چې له اسمانه اوري په /خ/ یې لیکو خو که په غره کې پیدا کېږي نو پرښه یې لیکو.
*** ۲ –
«ژبه» کله /ژبه/ ویل کېږيو کله /جبه/ او کله /زبه/ خو هېڅ ځای کې /ګبه/ نه ویل کېږي نو په /ژ/ یې لیکو.
«ږیره» یو خای /ګيره/ ویل کېږي بل ځای /ییره/، بل ځای /ژیره/ حتی کله یې /زیره/ هم وایي نو په /ږ/ یې لیکو
*** ۳ –
«ځای»، «ځنګل» د «زای»، «زنګل» په بڼه او د «جای»، «جنګل» په بڼه هم ویل کېږي نو ځکه یې په «ځ» لیکو.
«ځمکه» سره له دې چې په هېڅ ځای کې «جمکه» نه ده ویل شوې خو د لغت پوهان یې د سانسکریت له «جماکا» سره یوه بولي نو ځکه یې په /ځ/ لیکو.
«ګرزېدل» د فارسي له «گردیدن» سره ظاهري خپلوي لري، په هېڅ ځای کې «ګرجېدل» نه ویل کېږي نو که په کومه پښتني لهجه کې یې /gǝrjedǝl/ یا
/gǝrdzedǝl/ بڼه و موندل شي نو باید په /ځ/ یې ولیکو. دا بحث لا هم ځېړنې ته اړتیا لري.
د «سوزېدل» سره همدغسې یوه ستونزه لرو. سره له دې چې کله کله یې په /ځ/ هم لیکي خو ما
تر اوسه دغه تلفظ نه دی اورېدلی نو بیا هم څېړونکي باید کار وکړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي