پېغور

احمد جمال جمال
[pukhto]
په قبيلوي مناسباتو کې پېغور قبلول د ميړانې او بهادرۍ منافي عمل دی، هر سړی چې د قبيلې له مقرراتو تېری کوي هغه ته پېغور نصیب کېږي، پېغور د پړ يا ملامت برخه ده.
کله چې د يو سړي پېغور په برخه شي هغه له وطنه وځي او که پاتې شي او څوک پېغور ورياد کړي ډېره سخته مقابله ورسره کوي، پېغور د يو نسل نه بل نسل ته انتقالېږي، مطلب د لسم نيکه د پړې او ملامتۍ پېغور لسم لمسي ته ورکول کېږي، په پېغورونو کې په خاص ډول هغه پېغور ډېر بد بلل کېږي چې په قبيلوي ننګه کې له بې غيرتۍ ورپېښ شوی وي.
پېغور د لږې ګټې او سترو زيانونو سرچينه ده، پښتانه ډېرو کارونو ته له دې وجې غاړه ږدي چې ځان او قام له پېغور وساتي او له وياړه ډک ژوند وکړي او ډېر کارونه له دې وجې پرېږدي چې د ملامتۍ او پېغور باعث نشي، زمونږ په چاپيرچل کې اکثره دوښمنۍ له پېغوره پيدا شوي او هم له همدې وجې غځيږي.
کمی د محبت د پښتانه په زړه کې نشته
پېغور يې ارمانونه قتلوي شملې ته ګوري
مونږ بايد دا حقيقت ومنو چې پښتنه ټولنه کې محبت کول د دوښمنۍ او کرکې نه څو چنده سخت تمامېږي، په پښتو ادب کې ځينې پېغوريزي لنډۍ او بيتونه له پخوا راهيسې ویل شوي او ليکل شوي چې په ولس کې د ملي جذبې دوېښولو لپاره تر ټولو اسانه لار ده. لکه په ميوند کې د ملالۍ ټپه.
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايګو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
پښتون له هېڅ شي دومره نه ويرېږي لکه د تهمت او بې ننګۍ نه چې وېرېږي، ځکه چې دا دواړه پېغور لري او پېغور د پښتانه مرګ دی، د ملنګ جان اکثره اشعار داسې پېغورېزه بڼه لري چې په وطن، قام او خاوره دې ميېنوي.
خو حمزه بابا وایي؛
مئينه هېڅ وي د دنيا پېغور
بس خو يو بد وي د اشنا پېغور
دلته د اشنا نه مراد خپله ښځه یا معشوقه ده چې پېغور يې د زغملو او اورېدلو نه وي.
داسې بدبخته مېرمنې شته چې خپل مجازي خاوند ته په پېغورونو خوله راخلاصۍ او د خاوند له ژوند او کوره د خوشالۍ موسم ته الوداع وایي.
خو د مينې پېغور بيا بل ډول دی، چې عاشق يا معشوقه پرې د شرم په ځای وياړ کوي:
ستا د يارۍ پېغور يې راکه
سترګې مې ټيټې کړې په زړه خوشاله شومه
پېغور په پښتنو کې د اظهار ماده وژلې.
پېغور په پښتنو کې د افهام و تفهيم او جوړ جاړۍ بهير ټکنی کړی او د غچ او انتقام سلسله مخ په وړاندې وړي، په پښتنه ټولنه کې سرتور سر ګرځېدل، د پتلون او نکټايي اچول، په فلم يا ډرامه کې کار کول، د ځمکې او کور نه درلودل، په وخت واده نه کول، په لور خور تعليم کول، د تورې او ټوپک نه درلودل، ټول پېغورونه لري، حتا د ځينو کسبونو او هنرونو زده کول هم شرم او پېغورګڼي، چې همدا زمونږ د پرمختګ او لاسته راوړنو په مخ کې دېوال دی او بل د غيرت په نوم د ميرمنو وژل هم د پېغور له وېرې شوي او کېږي.
د شير عالم د ميمونۍ په څېر بد ډېرې تور سرې د پېغور او غيرت په نوم قتل شوي، خو لږې ښکاره شي او زياتره يې پټې دفن شي.
زمونږ د ټولنې د خلکو بله بدبختي دا ده چې د کومې ښځې او نر اولاد ونشي هغوی ته هم خلک قسماقسم پېغورونه ورکوي او په دې نه پوهېږي چې د اخيستو او ورکولو واک له ستر څښتن سره دی.
مونږ اکثره پخپلو نيکيو او مرستو پخپله اور لګوو او ځينې خلکو ته د جنګ او دعوې په وخت څه داسې پېغورونه ورکوو چې له يو سالم انسانه يې توقع نه شي کېدی، دلته اکثره داسې پېغورونه کېږي چې؛
نه ور لرې نه در لرې
زما په دسترخوان را لوی شوې
پلار يې د خره سيوري ته ډوډۍ خوري
مور يې له نيستۍ بورۍ په سره وي
جولا او ملکي
دا او داسې نور پېغورونه نر وژني، لېونی کوي او بلاخره جنګ ته يې اړ باسي او ټولنه بد امنه کوي.
وږی دې يم، تږی دې یم، خو بې علمه دې نه يم!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي