ځان به مړ د عشق په ځېل کړمه ناصحه
نور الحق حداد
[pukhto]
فیلسوفانو، شاعرانو او نورو پوهانو د عشق په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي، دا چې ستایل شوی که بد ياد شوی په دې کې اختلاف دی.
عشق د ازل نه د انسان په خټه کې اغږل شوی.
ماته مه وایه عاقله چې عشق څه دی
که ميېن شې تا به هم له عقله موړ کا
(خوشال خان)
عشق په هغه انسان کې پيدا کېږي چې طبعیت یې سالم وي او که د چا طبعیت سالم نه وي، نو هغه له عشق بې برخې وي.
عشق عقل پا کوي په دې شرط چې افراط په کې نه وي، که افراط وشي نو بیا زهر ګرځي.
عشق په اوښکو بدلېږي، نتیجه یې جنون دی، عشق په دوه زړونو لوبې کوي.
عشق به اډو عشق نه وي چې عشق کې در په در نه شي
غم به اډو غم نه وي چې غم کې ګريوان تر نه شي
(یوسف اورکزی)
عشق په انسان کې بد صفت دی ځکه عاشق د معشوق د مريي په درجه راځي.
سپینې ږیرې زما عشق کوټه روپۍ کړ
هېڅ مې نه قبلوي ښکلي په سودا کې
(موشګاف)
هغه څوک ډېر نېکبخته دی چې زړه یې الله پاک د عشق، سوز او ګداز لایق کړی وي، چا چې د عالم او انسان زړه د عشق په دوه مخیزه هنداره کې نه دی لیدلی، هېڅ د حقیقت نه خبر نه دی.
چې و ماته په رموز کې نصیحت کا
خبردار نه دی د عشق له رموزه
(علي خان)
پوهه د عقل په غېږ کې پرورش نه کوي، بلکې د عشق په لمن کې وده کوي، د پوهې نیالګی باید د عشق په ګلدان کې وکرل شي او د احساساتو په اوبو خړوب شي.
ځان به مړ د عشق په ځېل کړمه ناصحه
وا به نه وړم زه حمید هسې پښتون یم
عشق د روح د خوشالۍ او جسم د ارامۍ سبب ګرځي.
ویکتور هوګو زندګي ګل ګڼي او عشق خواږه شات بولي.، د ټاګور خبره ده؛ د زندګۍ رڼا تر یو حده د عشق رڼاده.
د اپلاتون په فکر عشق هغه بلا ده، چې ټول خلک یې د خوښولو په مصیبت اخته دي.
د حسن و عشق د سیوري لاندې دا دنیا ښکلې ده
وي به بدبخته چې د ښکلو نه توبه به کوي
(اسیر منګل)
عشق د زندګۍ مالګه او مزه ده، دا په خپله یو عذاب دی، محرومېدل ترې مرګ دی، کله چې د زړو خلکو زړونو ته داخل شي ځوانان شي، متل دی؛ په عشق او جنګ کې هر څه ازاد دي.
درې شیان نه پټېږي؛ لوګی، ټوخی او عشق. ژوند خوب دی او عشق د خوب بالښت دی.
چې عشق له جمال ساز دی که عشق جوړ دی د جمال نه
دلیله ولې چوپ یې! جانان ښکلی دی که نه دی
(اشرف مفتون)
عشق ښځې ته هغه ناول دی چې خپله یې قهرمانه وي او سړي ته هغه ناول دی لکه دا یې چې لیکوال وي.
عشق تر واده داسې خوږ دی لکه ناول چې تر تاریخ خوږ دی.
علي عباس جلالپوري عشق د جنسي کشش ښایسته او اوچته بڼه ښایي، د فکر څښتنان عشق د سر نه تر پايه یوه شهواني اړتیا ګڼي.
په ډېر رنګه دخول کېږي بهتر دا دی
چې تر تاوي ښځه لاندې ته زبر
(خټک)
په شهواني فکر خوشال بابا او غني خان په ادب کې تر اروپا مخکې دي .
عشق د ژوند رازونه بیانوي، څوک وایي عشق کې لذت لږ دی او درد زیات، د عقل غوښتنه ده چې د عشق نه دې وژغورل شي، دا یواځې د جنسي جذبې کار دی.
د شهوت په توييده کې
په تعجیل شه په تلوار
چې فارغ شې له شهوته
په سینه یې شه قرار
په هفته کې یو صحبت کړه
که هر څو یې قوت دار
(خوشال خټک)
ډاکتر فرايډ ویلي مینه او لوږه په پستان ( تیو) کې یو ځای کېږي، د بوسې اخیستلو ارزو او د یار مخ، شونډې ښکلول یې ښه ثبوت دی، چې په خوله کې انساني خویونه جمع شوي.
خوله دې خولې ته کړې درپورته
شونډې سرې تودې بې هوشه
لکه بله ډيوه رپي د ځوانۍ مستۍ د جوشه
سینه دروړي سینې له د بخمل هسې رښمینه
(غني خان)
که کوم وخت جنسي حرکت د خپل اصلي منزل نه بې لارې شي، یا تر هغه نه وي رسېدلی دې محرومۍ ته عشق ویل شوی.
د محبت په جذبه کې نفرت ګډ دی. د یوې ښځې خبره کېده، چې زه د عشق په وخت په انسانیت باوري یمه، هر شي راته کامل ښکاري، عشق چینه ده.
د مخ رنګ تازه کوي صحبت دبکرې
ورکوي سستي د تن درد د کمر
(خوشال خان)
ماخذونه خلیل، همیش، پښتانه لیکوال. (۲۰۱۰). یونیورسټي پېښور.
عابدزی، عنایت الله، د پند او خوند خبرې. (۲۰۱۰). عنایت خپرندوی.
منګل، اسیر، ګنګوسه. (۲۰۱۲). دانش خپرندوی.
خلیل. حنیف. د پښتو نوې شاعري. یونیورسټي. پېښور
تابان، لیاقت، حمید او شمس الدین.(۱۳۹۰). ملګري لیکوال ټولنه
مشواڼي، عبدالقیوم زاهد، خوشال خان خټک کلیات.(۱۳۹۱). دانش خپرندوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي