ځواب د ښار له شوره لرې تلل غواړي

سهار ګل احساس
[pukhto]
چې په ښار کې کليوال دی هغه زه يم!
چې د هر چا انډيوال دی هغه زه يم!
ښکلو راشئ چې خپل زړه درته ډالۍ کړي!
ستاسې ډېر زيات مينوال دی هغه زه يم!
چې نفلونه وي، روژې وي هغه ته يې!
چې سپرلی او نوی کال دی هغه زه يم!
که چکچکې ورته وشي که ونه شي!
چې شاعر دی او ليکوال دی هغه زه يم!
ګناهونه به ځواب دوزخ ته وېسي!
خدای وهلی دی، وبال دی هغه زه يم!
د عزت الله ځواب په شعر کې هغه ټول هنریت شته، په کوم چې د شعر دنیا رنګینه وي، له کله چې د ځواب صیب شعر لولم، هغه څه ورکې ګورم کوم چې زړه ته لار کوي، که تاسې همدې شعر ته وګورﺉ، څومره په هنر ورکې د ښار له ژونده زړه ټکول شوی، کلیوال خیال ورکې څومره له ورایه ښکاري، الفاظ یې څومره ساده خو رنګدار دي، وایي ښکلا چې اخېرې نقطې ته ورسي، بیا نو بېرته په سادګۍ بدله شي.
که موږ د ځواب صیب شعر ته وګورو نو همداسې یو څه ورکې نظر ته راځي، هغه په روان ژوند کې له امکاناتو او هر څه سره، د بلې نړۍ په فکر کې دی، بغاوت ګر دی او دا یې بغاوت دی چې هغه څه نه غواړي څه چې د نورو خلکو غوښتنه ده.
ښاغلی ځواب د ښار له شوره لېرې تلل غواړي، چېرته چې دا هیڅ امکانات نه وي، خو ژوند د سکون په غېږه کې وي، روح ستړی نه وي خېر که ماښام ستړی وجود له یوې کولو راشې، هغه د یو داسې ژوند او نړۍ په لټه کې دی، چېر ته چې د انسانیت قدر وي، یو پر بل دردېږي، حوصله ورکوي او ژوند ته یې ډاډه کوي.
تر کومه ځایه چې ما د ځواب صیب شاعري لوستې، داسې څه مې ورکې کتلي، کوم چې اوسني شاعران د شعر معیار نه ګڼي، خو په حقیقت کې دوی ناسمه کوي، ملامت دوی دي چې دا ساده الفاظ د ځواب صیب په څېر بڼلای نه شي او همدا یې د شعر خامي ده.
ځواب صیب تل د ولس په ژبه د شعر تکل کړی او هغه څه ته یې د شعر رنګ ورکړی، کوم چې د دې دور شاعران له نظره غورځوي، په نورو پسې منډې وهي، خپل کلتور او ټولنیز ژوند ته شا اړوي، خو د دې دومره عصر نیولو شاعرانو په منځ کې، یو څوک لکه د غر ولاړ دی او د خپل شعر په ژبه د کلتور او ټولنیز ژوند سندرې وایي.
ځواب صیب په ولس کې هغه څوک دی چې په هر حالت کې یې، د خپلې ژبې کلتور او ټولنیز ژوند د بقا نارې له سټېجه وهلي دي. تل دې راته جوړ اوسې او د فکر پښتون پلوه نیلی یې چټک اوسه، تر څو د پښتنې ټولنې د هرې دېرې، حجرې خبرې د شعر په ژبه راته وکړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي