67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول کيږي

مرکه/ نثار ځواب

[pukhto]
مازیګر: د ځان او لوبو په اړه که مو راته ووایې؟
بسم الله الرحمان الرحیم تمیم سرخرودی يم، د ننګرهار ولایت یو تن لوبغاړی، تقریبآً ۱۳ فرسټ کلاس سیالۍ مې کړي دي، درې مېچه مې لېسټ ای کړي، د نوولس کلنو لوبډلې سره ۲۰۱۷ کې اسيا کېمپ کې وم، ولایتي مېچونه مې ډېر کړي، ډومېسټیک کې پاتې شوی یم، فرسټ کلاس کې مې ۴۴ اورېج دی، لېسټ ای کې مې ۳۶ اورېج دی، ماشاءالله پروفامېنس مې ښه دی.
مازیګر: يو کرکټر څه وخت کولای شي چې امپيرينګ وکړي؟
تمیم: هغه وخت کولی شي چې کرکټ يې ډېر کړی وي.
مازیګر: کرکټ کې څه سخت دي؟
تمیم: کرکټ کې هر څه سخت دي، کرکټ خلک وایي اسانه دی، خو دومره اسانه هم نه دی، کرکټ ته پوره وخت او خواري کول په کار دي.
مازیګر: کوم فارمټ لوبې خوښوئ؟
تمیم: زما خپله فرسټ کلاس یعنې، فور ډای لوبې ډېری خوښېږي.
مازیګر: د کرکټر او عام سړي په ژوند کې څه فرق وي؟
تمیم: خامخا د کرکټر او عام سړي په ژوند کې خو ډېر فرق شته، يو کرکټر مینوال لري او نورې نړۍ ته يې سفرونه هم ډېر وي.
مازیګر: افغانستان ملي ټيم د ايرلېنډ خلاف لوبډله اعلان کړې، څنګه يې ارزوئ؟
تمیم: افغانستان کرکټ بورډ خو ډېره ښه پرېکړه کړې ده، ځوان لوبغاړو لکه عظمت الله او رحمان الله ګربز ته يې چانس ورکړی، انشاءالله زه امېدواره یم چې راتلونکي مېچونه به ګټو.
مازیګر: ځوان لوبغاړو ته چانس ورکول کېږي؟
تمیم: هو بلکل ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول کېږي، تاسو ګوری چې د ایرلېنډ خلاف يې ګریز او عظمت الله ته چانس ورکړی.
مازیګر: د کرکټ په شروع کولو سره مو په ژوند کې کوم بدلون راغلی؟
تمیم: مخکې مې چې کرکټ نه کولو اوزګار به ګرځېدلم، اوس چې کرکټ ته راغلم، هغه دی بورډ مونږ ته معاش هم راکوي، هر څه راکوي، په ژوند کې مو ډېر بدلون راغلی دی.
مازیګر: ايا کرکټ د وېرې لوبه ده؟
تمیم: نه د وېری لوبه نه ده، کرکټ کې به همېشه زړور اوسئ
مازیګر: ميدانونه په کرکټ کې څه ارزښت لري؟
تمیم: مېدان چې نه وي لوبغاړي به چېرته کرکټ کوي او ځان به څنګه مېچور کړي، کرکت بورډ کار روان کړی دی، راتلونکې کې به ډېر مېدانونه جوړ شي.
مازیګر: د افغانستان کرکټ او نورې نړۍ کرکټ څه توپير لري؟
تمیم: د نورو هېوادونو د کرکټ لسګونه کاله کېږي او زمونږ ماشاءالله وخت هم کم کېږي، ډېر پرمختک مو کړی دی، په نورو هېوادونو کې لوبغاړي ډېر تېر شوي دي په هر څه پوهېږي، هماغه لوبغاړي دي چې اوس زموږ روزنه هم کوي، نو په همدې خاطر چې مونږ څومره زیات کرکټ وکړو، هماغومره به راتلونکې کې زمونږ په کرکټ کې پرمختګ راشي.
مازیګر: افغانستان کې ښځينه کرکټ لوبډله ولې نه جوړېږي؟
تمیم: دلته لږې ستونزی هم دي، خو په راتلوونکې کې به وي
مازیګر: د مېچونو لیدل لوبِغاړي ته څه ګټه لري؟
تمیم: د لوبغاړي لپاره مېچونه لیدل ډېره فایده کوي، کله چې ځوان لوبغاړي مېچونه ګوري هر لوبغاړي یو فلېر خوښېږي، نو هماغې په شان شاټونو باندې ډېره خواري کوي.
مازیګر: yo yo ټېسټ په کرکټ څه ارزښت لري؟
تمیم: دا ټېسټ خو ډېر مهم رول لري، اوس که کوم لوبغاړي yo yo پاس نه کړي نو کېمپ ته نه شي راتلی، yo yo پاس کول د مخکې تګ لپاره یوه مهمه برخه ده.
مازیګر: په کرکټ کې کله سخت ټپي شوی یې؟
تمیم: په اسيا کېمپ کې مې فارټېم کېپېنګ کولو چې په ګوته ولګېدلم ډېر سخت ټپی شوم او ګوته مې اوس هم کږه ده.
مازیګر: په کرکټ کې درسره چا ډېره خواري کړې؟
تمیم: په کرکټ کې خو زما مشر ورور نسیم قصاب چې په ملي ټيم کې هم لوبېدلی ما سره ډېره خواري کړې او د کورنۍ لخوا مې زیات ملاتړ شوی یم.
مازیګر: کرکټ بورډ ستاسې په روزنه کې څه ونډه اخيستې؟
تمیم: کرکټ بورډ خو مونږ ته دا دی نېشنل اکاډيمي هم جوړه کړه، مونږ ته زیاته توجه کوي.
[/pukhto]

5 خوښونې

اړوند مطالب

ډېر به مو نه وي اوريدلي!
اوتيزم/ Autism
سیاسي ګوندونه
بنجاره
د ټولو چارو کارپوه
اردوغان چې زه پېژنم!
د ځواب شعر
اوږد کال

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2020
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /