ځينې ټيکه داران په قوم تجارت کوي

ډاکتر رمضان بشردوست سره مرکه
[pukhto]
د وري په ۲۵مه کابل ته لاړم د ولسي جرګې غړي او د پلان پخواني وزير ښاغلي رمضان بشردوست ته مې زنګ وواهه.
سلام. زه عزت الله ځواب له جلال اباده راغلی يم، غواړم د مينې مجلې لپاره درسره مرکه وکړم.
– سلام، جوړ په خير. سبا يوه بجه اړيکه ونيسه!
– سمه ده.
څو شېبې وروسته بشردوست اړيکه ونيوله او ويې ويل چې سبا شنبه نهه بجې پارلمان ته راشه او ما ته ټيلفون وکړه.
نهه بجې زه، نصرت الهام او نثار ځواب د پارلمان مخې ته لاړو، په لومړي قره ول کې عسکر ودرولو، وکيل صيب ته مو زنګ ووهلو، هغه له پوليس سره وغږېد او اجازه يې راکړه. لږ مخکې د بشردوست صېب موټر زموږ مخې ته راغی. ډرايور يې وويل؛ له تاسې چې هر يو مشکل لرئ هماغه راځئ چې اجازه درته واخلم، الهام ورته وويل؛ موږ مشکل نه لرو، ژورناليستان يوو، بشردوست صيب سره مرکه لرو.
دويم قره ول کې يې له ما پريس کارت واخيست او د ننوتو لپاره يې هر يوه ته کاغذ ورکړ، د وکيل صيب ډريور وويل چې هغه په هال کې تاسې ته منتظر دی، مخکې تالاشي وه، له مونږ يې ټيلفون، کمره او ريکارډر ايسار کړل، مونږ ورته وويل چې ريکارډر نه وي مرکه څنګه وکړو؟ خو اجازه نه وه او ويل يې چې ستاسې رسنۍ په پارلمان کې نه ده ثبت شوې. ما ورته وويل؛ رسنۍ خو په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ثبتيږي.. بحث نتيجه ورنه کړه، پوليس افسر غوسه شو او ويې ويل چې وکيل صاحب دې خپله ريکارډر پسې راشي.
پارلمان ته ننوتو، هال څلور خواو ته دروازې لرلې، چې په ورنږدې کېدو به په خپله پرانیستل کېدې، يو امنيتي تن د جنوبي دروازې خوا ته رهبري کړو، چې ننوتو يو پوليس په چوکۍ ناست و، هغه زمونږ اجازه ليکونه وکتل، دولسي جرګې د تالار مخې ته ځوان موږ ته وويل؛ چې تاسې په هغه شيشه خانه کې کېنئ، بشردوست صيب جلسه کې دی، چې فارغ شو ورسره وبه ګورئ.
دلته ګڼه ګوڼه نه وه، خو له مراجعينو امنيتي ځواکونه ډېر ليدل کېدل، د امين زي په نوم د الهام يو ملګري مونږ سره ستړي مشي وکړه، انتظار اوږد شو، کوچۍ سناتوره په افغاني جامو کې درنه ګرځېده، فريدون مومند هم يوه شېبه خلکو سره ودرېد، ملا ترخېل په يو کوچ کې خپله پاج پګړۍ ړنګه کړه، بيا يې سمه کړه او د ولسي جرګې تالار ته ننوت، پاو کم يوولس بجې شوې، خو د بشردوست درک نه و. له پارلمانه راووتو او بشردوست ته مو زنګ ووهلو، هغه ويل څه شوې؟ ما ورته شکايت ډوله وويل، ريکارډر او کمره يې راسره پرې نښودل، انتظار مو هم ډېر وکړ، که خوښه دې وي بيرون به مرکه وکړو.
بشردوست صيب د ملي شورا د الحاقيې پته راکړه هلته ورغلو ځانونه مو معرفي کړل، دوه نور کسان هم د بشردوست صيب ليدو ته راغلي وو، ټول يو ځای ننوتوو. ښايسته پاک او پراخ چاپېريال و، له لرې مو د بشردوست صيب وړوکی موټر وليد، چې د يوې ودانۍ مخې ته ولاړ دی. هلته نږدې د يو بلاک په درېيم منزل کې سپين ږيري سړي مونږ ته وويل؛ چپ لاس ته اخر اطاق کې وکيل صيب ناست دی. هلته يو دفترګوټي کې بشردوست صیب له خپلو يو شمېر مراجعينو سره ناست و. موږ ور ننوتو، بشردوست صيب تود روغبړ وکړ،
– ستړي مه شئ، جوړ په خير ، بښنه غواړم..
– مننه. سلامت اوسئ.
– هلته هال کې مې پوښتنه وکړه، راته وويل شو چې ته راغلی وې بيا بېرته وتلی وې.
بشر دوست صاحب، مونږ ټولو ته په خپل لاس چای واچولو او ويې ويل تور چای هم شته او شين هم شته، په طنز يې وويل چې د نورو وکيلانو دفترونو کې ډېر ډېر څه وي.
بشردوست صيب له خپلو مراجعينو سره خبرې وکړې د هغوی ستونزې يې واورېدې، لارښوونې يې ورته وکړې او رخصت شول، بيا يې موږ ته مخ کړ او مرکه پيل شوه.
مينه: تاسو هر وخت له ځان سره د کاغذونو دوسيه ګرځوئ، په دې کې څه دي؟
بشردوست: د لوی خدای ج په نامه او د شهيدانو په ياد. په دا دوسيه کې اساسي قانون دی، چې د خلکو د استازو په حيث خبرې کوو، بايد د دې قانون مطابق وي، دوهم د ولسي جرګې د کورنيو دندو اصول دي، نو هر وخت چې خبرې کوو بايد مستندې او قانوني خبرې وکړو، بله دا چې د هرې موضوع په اړه ما سره اسناد شته، چې په همدې دوسيه کې راسره دي. د مثال په توګه؛ اداري فساد، د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه،د پاکستان او جهاديانو، يا د پاکستان او چپيانو په اړه اسناد. د ايران، فرانسې، يا د المان اسنادونه چې ځينې منتشر شوي، ځينې تحليلونه هلته شته، زه مستندې خبرې کوم، که څوک ماته وايي چې اسناد وښايه، اسناد هم ښايم. هغه افغانان چې له ما سره مينه لري او په ما باور لري په مختلفو ځايونو کې کار کوي، په ارګ، سفارتونو، اجرايه رياست… کې دنده لري او ځينې اسناد چې دوی يې له قانون سره په ټکر کې ويني، نو يوه کاپي يې ما ته راکوي، چې بشردوست صيب دا اسناد دې له تا سره وي، که نن پوښتنه نشته، يوه ورځ به وي چې يو قوي قانوني دولت په افغانستان کې راشي او دا خلک محکمې ته وړاندې شي.
مينه: مونږ چې کله تلويزون ګورو تاسو په زور د ولسي جرګې له تالاره ويستل کېږئ، تاسې سره ولې داسې چلند کېږي؟
بشردوست: همدارنګه چې تاسې وينئ ماته وخت نه راکوي چې خبرې وکړم، دوه يا درې دقيقي چې وخت ورکوي، لمړۍ دقيقه چې خبرې وکړم بيا مايک قطع کوي، بيا چې زه درېږم او پرته له مايکه خبرې کوم دوی په امنيتي خلکو غږ کوي چې دا له تالاره وباسئ. تاسې وينئ او تاسې واورئ، ما يو ځلې ورته ويلي و چې زه د خلکو استازی يم، تاسې ۲۴۵ ياست، يو څو (وکيلان) شهيدان شوي خدای دې وبښي، زه يوه خبره کوم، که تاسې واقعاً وينئ چې زما خبره منطقي نه ده، حقيقت نه لري، توهين او عقده ده، نو ۲۴۵ مايکونه ستاسې په اختيار کې دي، کولای شئ ما ته دليل ووايئ چې دا خبره ته کوې په دې دليل دا توهين دی، يا واقعيت نه لري، ياهم د ملي ګټو سره په ټکر کې ده، او هغه وخت چې تاسې ما په زور باسئ دا په دې مانا ده چې تاسې واقعاً دليل او منطق نه لرئ، د افغانستان ولس ته نه شئ کولای چې ځواب وواياست، دغه خلک چې په فساد کې لاس لري، په تعصب کې لاس لري نه شي کولای چې دا خبرې واوري او ما څو ځلې ويلي چې حقيقت ويل په اسلام کې غټ جهاد دی او په ځانګړې توګه د ظالمو حکامو په مخ کې، له بده مرغه دوی نه شي کولای چې حقيقت واوري، ځکه چې د دوی په ګټه نه دی.
د مثال په توګه وزير هلته راځي، ضد حوادث برمک، يا د صحت عامې وزير، يا د تجارت وزير چې راځي دوی ګزارش ورکوي نهه نوي پر سل دروغ وايي. مثلاً: د ضد حوادث وزير وايي چې مونږ ټولو بې وزلو خلکو ته چې په سيلاب کې يې ضرر ليدلی مونږ مرستې رسولي. زه وايم چې نه وروره خلکو سره اوس مبايل شته، له هر ولايت نه ما ته ټيلفون کېږي، چې يوه افغانۍ يې مونږ ته نه ده راکړې، دا پيسې او غذايي موادو مرسته چې دوی ورکوي دا د ځينې وکيلانو جېب ته ځي، ځينې زورمندانو ته رسيږي، نو بيا دوی نه غواړي چې دا خبره واوري، ځکه وکيل په خپله له بده مرغه په دغه کارو کې ورسره شريک دی.
د مثال په توګه وکيل سرې مياشتې ته ځي چې زمونږ ولايت کې داسې ستونزه شته، نو دولايت په نوم ميلونونه افغانۍ اخلي، اما په ولس يې نه ويشي، هغه په خپل جېب کې اچوي.
بيا مقامات چې راځي زه چې خبرې کوم د دوی په ضرر وي، د دوی ګټو سره په ټکر کې وي،د دې لپاره دوی ما سره د زور چلند کوي په امنيتي ځواکونو مې وباسي.
د سويډن د خلکو ځينې استازي راغلي ؤ، د پارلمان په عمومي تالار کې مېلمانه ؤ، ما هغه وخت اعتراض وکړ چې دوی ځان دحقوق بشر پرچم دار بولي، دا غربي هېوادونه- اما دوی له افغان کډوالو سره لکه حيوان غوندې چلند کوي، څنګه دوی کولای شي ځان د حقوق بشر هېواد وبولي؟ زه دا منم چې افغانان په ناقانونه توګه ستا هېواد ته راغلي، اما دا تاته اجازه نشته چې هغوی لت کوب کړې، پښې او لاسونه يې تړل کېږي او تياره کې يې اچوي. بيا يې په زور کابل کې ښکته کوي. نو دغه خبرې چې زه کوم د وکيلانو په ګټه نه دي، نو دوی مايک قطع کوي. بيا غږ کوي چې دا په زور وباسئ، که نه ۲۴۵ وکيلان دي، که زه دروغ وایم دوی دې ووايي چې ته په دې دليل دروغ وايې، چون دليل نه لري او حقيقت تريخ دی.
مينه: ځینې سياسيون قومي سنګر ته پنا وړي او له هغه ځای ډز کوي، دا حالت څنګه بدلېدای شي؟
– له بده مرغه په افغانستان کې ځينې د قوم په نوم، ځينې د جهاد په نوم، ځينې د ديموکراسۍ په نوم او ځينې د حقوق بشر په نوم يا پخوا د پروتاريا، خلق، پرچم په نوم، کارګر په نوم ځينې خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي. ما همېشه دا ويلي؛ هغه خلک چې د قوم نماينده ځان بولي، د قوم مشر ځان بولي، د دې قوم په زرګونو خلک وږي دي، تږي دي، يو کور نه لري، اما د دې قوم مشر لنډکروزر لري، ماڼۍ لري، باډيګارډان لري، پلو چلو خوري، د پښتون مشر، د هزاره مشر، د تاجک، ازبک مشر دا څلور قومونه چې حکومت د دوی په لاس کې دی، له نورو قومونو نه خو له بده مرغه څوک وزير نه مقرروي، مونږ که وګورو په دې کابل کې زرګونه هزاره دي چې د ډوډۍ پيسې نه لري. اما د دوی مشران چې وګورې، دوی هر څه لري. ته که واقعاً د قوم خبره کوې خو له خپل قوم سره مرسته وکړه. د مثال په توګه په کابل کې په زرګونو پښتانه دي چې په خيمو کې ژوند کوي، په ژمي او يخ کې، اما پښتانه مشران ماڼۍ لري، قصرونه لري. ځينې خلک د پنجشير ما په کابل کې په خپلو سترګو ليدلي چې دوی سرپنا نه لري، دوی د ډوډۍ پيسې نه لري، اما د پنجشيري يا د تاجک په نوم د دوی مشران په زرګونه شيان لري. دا خلک چې د قوم خبرې کوي د قوم په نوم خپل تجارت کوي، خپله سوداګري کوي، خپلې ګټې په نظر کې نيسي. کاش د هزاره مشر د هزاره لپاره کار کولای. پښتون د پښتانه او تاجک د تاجک او ازبک د ازبک، اوس به ټولو ښه ژوند درلود. همدا اوس په کابل کې خلک برېښنا نه لري، يا ما څو ځل ويلي؛ د افغانستان ولسمشر ځان پښتون بولي، د مثال په توګه په ننګرهار کې برېښنا نشته، په مرکز جلال اباد کې نشته. والي پښتون دی، د يخ سازۍ فابريکې دولتي برېښنا په ډېره لږه بيه اخلي، بيا يې په خلکو په جيګه بيه پلوري.
– زما په اسحق زي مارکيټ کې کتابخانه ده، دولتي برېښنا يې يو کيلو په ۲۷ افغانۍ پلوري.
– دا په دې مانا ده چې هغه پښتون والي پښتون سره خيانت کوي، يا د مثال په توګه هزاره ګان په باميانو کې څنګه ژوند کوي؟ اما د دوی والي، امنيې قومندان، ولسوالان هر يو ځمکه لري، ماڼۍ لري، قصر لري. زه هيله لرم چې مونږ له خوبه وېښ شو، چې دوی د قوم په نوم تجارت کوي، ځينې ټيکه داران په قوم تجارت کوي، کاش دوی خپل قوم ته کار کړی وای نو دا حالت به ښه شوی وای. زه هيله لرم چې يوه ورځ به افغانان ووايي چې قوم، ژبه، سيمه، مذهب دا شيان څه مانا نه لري، يو پاک، با تقوا، با تعهده افغان چې وي بايد له هغه سره کار وشي.
– ستاسې په اصطلاح د ع غ د حکومت دوه کلنه دوره څنګه وه؟
– يو وحشت! دا د ملي وحشت حکومت دی، له بده مرغه تر ۲۵۰۰۰۰ ځوانان چې ځينو يې ماسټري درلوده، ځينو دکتورا، ځينې ليسانس، مجبور شول چې له دې هېواده لاړ شي. د دې امکان شته چې د استراليا په سيند کې دوی عرق شي، امکان لري دايران او يونان په سرحد کې دوی ووژل شي، اما دلته دومره دوی نهيلي شول، دومره بې کاري، دومره بدبختي، دومره بې امنيتي وه چې خلکو هغوی سختو مزلونو ته زړه ښه کړ، چې يو عادي ډوډۍ او عادي ژوند ولري.
نشه يې توکې، بډې او فساد، اداري فساد کې مونږ په نړۍ کې لومړي يوو، اخلاقي فساد خو پرېږده چې څوک پرې خبرې نه کوي، خدای شاهد دی ماته ويل کېږي چې په کابل کې په ازاده توګه شراب خرڅيږي.
هغه وخت چې زه د پلان وزير وم، يوه ورځ ما کرزي صيب سره خبرې وکړې، جلالي هغه وخت د کورنيو چارو وزير و، ما کرزي ته وويل چې رئيس صېب په جريان کې يې چې له چين نه ځينې نجونې راځي د کار په نوم، دلته فحشا کوي، کرزي ماته وويل چې دا څه وايې؟ ما ورته کيسه وکړه چې زما يو ملګری له دوبۍ نه کابل ته راتللو هغه ما ته وويل چې ما په طياره کې ډېرې ښکلې چينايي جوني وليدې، ما له دوی سره خبرې وکړې، چې تاسې کابل کې څه کوئ؟ دوی ما ته وويل چې مونږ په کابل کې په رستورانت کې کار کوو، بيا دې افغان ماته وويل چې دغو رستورانتونو کې هم شراب شته او هم بدکارونه کېږي. کرزي صيب خپل د کورنيو چارو وزير جلالي ته امر وکړ چې دا وګوره چې څه خبره ده؟ بيا واقعاً څو چينايي جونې له دې هېواده خارج شوې، دوی وشړل شوې، همدا اوس هغه بد اخلاقي چې په کابل کې ده حتی په هېڅ هېواد کې هم نه شته او مونږه خپله خاوره اسلامي جمهوري هم بولو.
د دې دورې کارونه ۷۰ فيصده سقوط دي، که موتر فروشي ده، که نور… يواځې د تاجک او پښتون په نوم د پنجشير او لوګر په نوم، د ازبک او هزاره په نوم مرستيالان ځينې لنډکروزر او باډيګارډان لري، هره ورځ په زرګونو پيسې ګټي، قرار دادونه اخلي او له بده مرغه زموږ خاوره هر ه ورځ نه يواځې د ع غ په دوره بلکې د کرزي په دوره کې هم ما له پارلمانه خپل غږ جيګ کړی، پاکستانيانو د ډيورنډ له کرښې څو کيلو متره دېخوا ته پوستې جوړې کړې، حتی په کندهار کې ګلاغا شېرزي د هغه پاکستانۍ پوستې په افتتاح کې ګډون وکړ چې د ډيورنډ له کرښې دېخوا جوړه شوې وه، بيا يو سړي اعتراض کړی و، نو ويل يې چې ما سوچ ونه کړ، زما فکر هلته نه و.
د امو سيند چې اوبه يې هره ورځ دېخوا ته راځي، دا ځمکه هغه خوا ته تاجکستان او ازبکستان نيسي، ايرانيانو په لسګونو کيلو متره د هرات خوا ته زمونږ په خاوره تېری کړی، پوستې يې جوړې کړي، اما د افغانانو يا سياسي قبله په تهران کې ده، يا اسلام اباد کې، يا تاجکستان، ازبکستان، فرانسې، المان… دې خوا ته ده، له بده مرغه دوی هېڅ کوم اقدام نه کوي، دا چې دوی وايي دا خاوره ناموس ده؟ زه په دې عقيده يم چې د افغانستان د مشرانو ناموس يواځې د دوی جېب او چوکۍ ده، اما دوی بل هېڅ ناموس نه لري.
– که تاسې څه وخت د پلان وزير پاتې شوی وای، څه به مو کړي وای او ولې له وزارته ګوښه شوئ؟
– لومړی دا چې زه نهه مياشتې د پلان وزير وم، مونږ پکتيا ته ولاړو، هلته په يوه ولسوالۍ کې زلزله شوې وه، نو ما غذايي مواد او نور شيان واخيستل، هلته زه ولاړم چې له دوی سره مرستې وکړم، پکتيا ته چې ورسېدو نو د پکتيا والي او امينه قومندان ماته وويل چې دا ولسوالي ډېره لرې ده او ډېره نا امنه ولسوالي ده، زه نه شم کولای چې دا مسؤليت واخلم او له تا سره ولاړ شم، تاسې ته مشوره درکوم چې دا مواد مونږ ته راکړه، مونږ به يې ولېږو. هغه ما ته دا هم وويل چې بشردوست صيب ته خو د هغه قوم هم نه يې، ته چې هلته ولاړ شې هېڅ امکان نه لري چې بيا ژوندی راشې.
ما هغه ته وويل چې د افغانستان هر ځای زما خاوره ده، زه په دې عقيده يم چې هر ځای ته زه ولاړ شم ولس له ما نه ملاتړ کوي، د امنيې قومندان او والي زما ملګرتيا ونه کړه او حتی ځينې ژورنالستان هم بېرته کابل ته راغلل، بيا زه هلته ولاړم، مرستې چې مې وويشلې، درې بجې بېرته ګرديز خواته روان وو چې يوه مور راته د کلي په مخ کې ناسته وه، ما ته د دې زوی وويل چې وزير صيب! زما مور غواړي چې تا وګوري. ما ويل چې څنګه؟ ويل يې ستا غږ يې په راديو کې اورېدلی، هلته زه ولاړم د ده مور ماته وويل چې زما زوی پرون راغی او مونږ ته يې وويل چې له کابل نه خلک راځي، تاسې په کلي کې پاتې شئ، ما مې له زوی پوښتنه وکړه چې څوک راځي؟ هغه ويل چې د پلان وزير بشردوست راځي. زه راغلې يم چې تا ته ووايم ته بېګانه نه يې، ته زموږ زوی يې.زموږ غږ يې. واقعاً ما لپاره د وياړ ځای دی.
بيا ځينو ولايتونو مثلاً؛ فارياب ته مونږ لاړو، د اوبو د بند انجينران له ما سره و، د ښاروالۍ انجينران، د پلان وزارت انجينران هم ول، بلخ ته ولاړو عطا محمد نور سره لاړو، چشمه صفاء کې ډېر ښه د اوبو د بند جوړېدو ځای شته چې ټول شمال ته به هم اوبه ورکوي هم برېښنا ورکوي.
په غزني کې مې وړانديز وکړ او دا کارونه له بده مرغه پاتې شول، بيا ۱۹۵۴ انجو ګانو چې واقعاً يې غلا کوله، ما دوی منحل اعلان کړې، کرزي صېب هغه وخت نه منل، دا خبرې چې هغه وخت ما د خارجيانو او انجوګانو په اړه کولې، کرزی صېب يې اوس کوي، هغه وخت ما کرزي ته ویل چې دا خارجيان غله دي، دا انجو ګانې شخصي جېب ته کار کوي. هغوی چې انجو جوړه کړې د دې خاورې نه دي. کرزي صېب هغه وخت ما ته ويل؛ نه بشردوست صېب دا د افغانستان لپاره خدمت کوي، اوس کرزی صېب وايي چې ۸۰٪ دوی غلا کوي، زمونږ لپاره کار نه کوي، ما چې دستور ورکړی و چې دا انجوګانې منحل شي، د دوی دفترونه وتړل شي، دوی څارنوالۍ ته ما معرفي کړي ؤ چې تحقيق ترې وشي، څېړنه وشي، کرزي صېب هغه وخت زما ملاتړ ونه کړ، ځکه چې د هغه په ګټه نه و، اوس له بده مرغه دا خبرې چې دا کوي دا قدرت نه لرې شوی دی، اوس غواړي ولس ته ووايي چې زه ملي مشر يم، اما له بده مرغه خپلې شخصي ګټې په نظر کې نيسي، ما ولسمشر ته وويل چې که ته له ما نه ملاتړ نه کوې چې زه د ولس لپاره کار وکړم بيا په وزارت کې زه څه وکړم؟
وزارت کې ما د ۷۷۰۰۰ افغانيو په دسترخوان رستورانت جوړ کړی و، د وزارت څلور سوه کارمندانو ته اجير و که مامور و، ما يو ښه مجاني ډوډۍ برابروله، يوه افغانۍ مې هم له دوی نه نه اخيستله چې کارونه وکړي، وزارت ته چې زه راغلم د پلان وزارت د هزاره ګانو سهميه وه، هلته ما وليدل چې واقعاً په وزارت کې هزاره دی، که پښتون، که ازبک دی دوی مرستيالان ول، دوی د ديپارتمنتونو رئيسان ول، دا ټول هېڅ يو تخصص او تجربه نه لري، مسلکي خلک نه ول، ما د ادارې مشر سره خبرې وکړې، د يو رياست مشر و، ما ويل چې دوی څنګه راغلي دي؟ ده ويل چې دوی ټول د واسطې او پيسو له لارې. ما ويل په دې وزارت کې مسلکي با تجربه خلک لرو؟ هغه ويل؛ په لسګونو. نو ما د کارمندانو سوانح وغوښتل او کار مې وکړو، نوي مرستيالان مې وټاکل، لس نور رئيسان مې وټاکل. ټول د تخصص، تجربې او نيک شهرت درلودونکي.
هزاره ګانو ماته ويل ته ولې دا کار کوې، دلته دې يو ازبک رئیس مقرر کړی، دا خو زمونږ سهميه ده. دوی به اوه بجې دفتر ته راغلي وو، ما دوی ته وويل چې اوس خو ناوخته دی، کور ته ولاړ شئ، سهار چې راغلئ د دې وزارت تابلو ولولئ، چې هلته يې څه ليکلي دي، که هلته يې ليکلي و چې د هزارستان وزارت زه تاسې مقرروم. که ليکلي يې و چې د پښتونستان وزارت، زه پښتانه مقرروم. هلته خو يې ليکلي د افغانستان وزارت. که ازبک دی، که پشه يې دی، که نورستانی دی، که هزاره دی ټول د افغانستان دي.هر سړی چې لياقت او تخصص ولري زه يې مقرروم، بيا چې مې مقررۍ وکړې ډېرو مشرانو چې قدرت يې په لاس کې و، دوی ازورده وو، نو ما استعفا وکړه او دنده مې پرېښوده.
– پلان وزارت ولې له منځه لاړ؟
– پلان وزارت هغه وخت چې زه وزير وم کرزي صيب يوه کميټه تعين کړه چې تاسې وزارتونه وګورئ، ځينې وزارتونه يو کار لري، کارونه يې يو شی دي، که مونږ وکولای شو چې له دې ۲۸ وزارتونو څخه ځينې وزارتونه لغوه کړو او غټ غټ وزارتونه جوړ کړو چې ښه کار وکړي، پرته له دې چې يو وزارت وايي چې ته زما په کارونو کې لاس وهې، کمیټه کې زه هم وم. امين فرهنګ د باز سازۍ وزير و او د بهرنيو چارو وزير عبدالله هلته و. د ماليې وزير اشرف غني هلته و ، امين ارسلا د کرزي استازيتوب کاوه. دوی وړانديز وکړ چې شل وزارتونه پاتې شي او د پلان وزارت د اقتصاد وزارت او د انرژۍ اوبو وزارت او کرنې وزارت له دې څلور و وزارتونو يو ډېر با قدرته وزارت جو ړ شي، چې ټول اقتصادي کارونه د ده په لاس کې وي، بيا زه هلته په اقليت کې وم ما ويل ۱۵ وزارتونه دې پاتې شي، دوی يواځې د پلان او اقتصاد وزارت يو ځای کړل، د اقتصاد وزارت جوړ شو، دې پرېکړې کومه سياسي بڼه نه درلوده.
– ټاکنې څنګه ښې کېدای شي، ځينې خلک وايي چې تکنالوژي هم پکې وکارېږي؟
– تکنالوژي وسيله ده، د مثال په توګه يو تلويزون چې مونږ ګورو په دې مونږ کولای شو ښه فلمونه هم وګورو او بد فلمونه هم وګورو.
که والي صاحبان، قومندانان، ولسوالان او ملکان که وغواړي چې په ټاکنو کې لاس ووهي که هر څنګه تکنالوژي وي دوی کولای شي.د مثال په توګه يو سړی سل رايې لري، که هلته يو صفر اضافه شي زر رايې کېږي، زما په نظر لومړی بايد دا ومنو چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دواړه نه شي بريالي کېدای، يا احمد دی يا محمود. لومړۍ ستونزه دا ده چې زمونږ سياسيون هېڅ وخت نه مني چې بريالي نه وي، که سل رايې هم ولري وايي زه سلګونه رايې لرم. موږ بايد دا ومنو، بله دا چې دا جهادي او ديموکراسي رهبران تجربې ثابته کړه چې دوی واقعاً د ولس په رايې باور نه لري او ورته په ارزښت قايل نه دي، قومندانان، غير مسؤل وسله وال چې په کليو او ښارونو کې حاکم دي هر وخت چې دوی په قدرت کې وي شفافې ټاکنې نه شو کولای، په تېرو ټاکنو کې په خپله قومندان امنيې ډزې کولې او ويل يې چې طالبانو ډزې کړي. صندوقونه يا دلته ډک کړئ يا يې قومندانۍ ته ويسئ، هلته دوی خپله ټولې رايې اچولې.
زه په دې نظر یم چې لومړی بايد پاک، صادق، وطندوست او با تقوا خلک واک ته راشي. هم په مرکز، هم په ولسواليو کې، هغه وخت مونږ کولای شو چې شفافې ټاکنې ولرو.
سل فيصده شفافې ټاکنې خو په امريکا کې هم نشته، د مثال په توګه د هيلري کلنټن تر ټرمپ دوه ميلونه رايې ډېرې وې اما دوی يو کالج لري، بيا کالج د ټرمپ لپاره رايې ورکړې او ځينې خلکو چې ولس هغوی ته ويلي و چې کلنټن ته رايه ورکړئ هغوی خيانت وکړ، ټرمپ ته يې رايه ورکړه.
نو تېرې ټاکنې هم شفافې نه وې، ۱۳۸۴ ټاکنو کې ځينو ولسواليو کې انتخابات ونه شول، بې امنيتي وه، جګړه وه، زما په نظر لومړی پاکو خلکو ته اړتيا لرو، بيا ټاکنې ضروري دي، د دې پارلمان مشروعيت او کاري وخت ختم شوی دی، د دې لپاره بايد صبر وکړو چې تکنالوژي يا برېښنايي تذکرې وويشل شي او ټولو ولسواليو کې امنيت راشي، که مونږ داسې فکر کوو نو څلوېښت کاله به همدا وکيلان په خپل ځای پاتې کېږي.
زه په دې نظر يم چې ټاکنې وشي، ژر وشي اما ولسوال، قومندان او والي دا خلک مداخله ونه کړي او که دوی مداخله کوله په مقابل کې يې ولس ودرېږي. د ولس زور د خدای زور دی. که په يو کلي کې څلوېښت تنه ژوند کوي دا څلوېښت تنه دې خپل مشر ته ووايي چې مونږ نه غواړو دې تن ته رايه ورکړو. که پيسې دي تا ته به يې درکړې وي، هغه فاسد دی، قاتل دی، مونږ رايه نه ورکوو.
– په روانه غميزه کې خلق، پرچم ته ډېره د پړې ګوته نيول کېږي، که مجاهد او طالب ته؟
– يوه ورځ ما دا خبرې وکړې، ځينې خلک ډېر ازرده شول، زه په دې عقيده يم که داود ځينې اشتباهات نه وای کړي، مونږ به تره کی، امين او کارمل نه درلودل. امين به د يو استاد په توګه پاتې شوی وای، بيا که د خلک او پرچم مشران نه وای سياف به نه و، رباني به نه و، رباني او مسعود دواړه به نه ؤ، دا د تره کي، کارمل او امين ځينې بد کارونه د دې سبب شول چې دا خلک مطرح شول. که واقعاً دا د ديموکراتيک ګوند حکومت نه و، سياف به په شرعياتو کې استاد پاتې شوی وای او خپل تقاعدبه يې اخيسته او په پغمان کې به يو څو تنو پېژنده، بيا که جهادي مشرانو فساد، بډې، کورنۍ جګړې نه کولای، ملا عمر به نه پيدا کېده، ملا عمر به په يوه مدرسه کې سبق ورکولو، هغه وليدل چې خاوره په څه حالت کې ده؟ بيا که ملاعمر ځينې کارونه نه وای کړي کرزی به له کومه پيدا شوی وای؟ زما په نظر چې دا ټول يو د بل مسؤل دي، که پاک، صادق، وطندوست خلک په واک کې راشي نه جګړه د طالب په نوم پاتې کېږي نه د داعش په نوم.
ځکه چې افغانان به خپل ځان په دولت کې ويني او له خپل دولت نه به ملاتړ کوي او خارجيان هم نه شي کولای چې لاس وهنه وکړي.
امريکايانو په کيوبا ۱۹۶۲ حمله وکړه، کيوبا يو کوچنی هېواد و، هغه امريکا ته شکست ورکړ، اوس هم که د افغانستان د خلکو ولسمشر وي او وکيلان او وزيران د خلکو وي د هر قوم او مذهب، نه د ISI ، نه د سياه پاسداران، نه د CIA نه د روسانو جاسوسان. هېڅ نړۍ نه شي کولای زموږ د وطن د بربادۍ کار وکړي، هر چا چې په هر نوم ظلم کړی هغوی د دې مسوليت لري.
– ګوندونه ۱۵۰ ته ورسېدل، زمونږ خلک څنګه په دوه درې غټو ګوندونو کې نه شي راټولېدای؟
– تر هغه ځایه چې ما لوستي دي زه په دې باور يم چې ګوند او ګوند بازي د افغانستان په ګټه نه ده، د اسلام اساسي برياليتوب دا و چې يو اسلام و، يو امام، يو اذان يې درلوده او يو خليفه يې درلود. که مونږ صدر اسلام وګورو د حضرت علي او حضرت عمر جومات يو و، د دوی مؤذن يو، امام يې يو و، هلته يو تنظيم نه و چې دا د حضرت علي تنيظم، دا د حضرت عمر تنظيم، چې حضرت علي وايي زه شيعه يم او حضرت عمر وايي زه سني يم، دا شيان خو نه و، ټول يو مسلمانان وو او يو جومات يې درلود. د حضرت پيغمبر په وخت کې يو جومات جوړ شو، د ضرار جومات په نوم ياد شو. پېغمبر ص دا جومات وران کړ، خلک حيران شول چې رسول الله ص دا د خدای کور دی، جومات څنګه ويجاړوې. حضرت پېغمبر ص وويل؛ چې دا جومات منافقينو جوړ کړی دی او غواړي چې ستاسې تر منځ تفرقه واچوي.
زه په دې عقيده يم که افغانان د يو اسلام تر شاه ودريږي او په خپل نفس تسلط پيدا کړي، قوم، تنظيم، ژبه، سيمه په اسلام کې نه شته. که دوی ودرېږي دوی کولای شي افغانستان جوړ کړي.
د غربي هېوادونو تنظيمونه هم قومي رول لري، کاناډا کې يوې وزيرې تقلب کړی و هغه افغان الاصه ده، هغې ويلي و چې زما مور ايرانۍ ده، د کاناډا د قانون په بنسټ بايد له وزارته لرې شوې وای، خپل تابيعيت يې له لاسه ورکړی وای، ځکه د کاناډا قانون يې تر پښو لاندې کړی و، اما دا کار ونه شو، ځکه چې د دې تنظيم په قدرت کې و.
اوس په امريکا کې دا ولسمشر چې ځينې قانوني کارونه نه کوي د جمهوري خوا تنظيم له ده نه ملاتړ کوي، که دوه تنظيمه وي که څلور د افغانستان په ګټه نه دي. د حزب اسلامي خلکو د جمعيت خلک ووژل، دجمعيت د حزب اسلامي. د حرکت ګوند او د وحدت په منځ کې، هزاره ګانو خپل منځ کې ووژل. روشنفکران يې ووژل. دې خلق، پرچم چې يو ځای قدرت ونيولو اوس ځينې خبرونه منتشر کېږي، دوی وايي د ثور په اومه چې مونږ انقلاب وکړ لومړی د کابينې غونډه په اتم د ثور جوړه شوه، په ځای د دې چې مونږ د ولس د ستونزو په اړه خبرې وکړو لومړی خبره دا وشوه چې پرچم څو وزارتونه ولري او خلق څو وزارتونه ولري او بيا د پرچم او خلق تر منځ ځينې نور جريانونه ؤ.همدا لومړۍ کابينه کې دوی ليکي چې زمونږ ترمنځ دښمني پيدا شوه، څو مياشتې يې يو ځای حکومت وکړ، بيا په ۶ د جدي شوروي لښکر راغی، دې خلقيانو، پرچميانو په پلچرخي کې څه وکړل، ځينې خپل خاطرات ليکي چې د حزب اسلامي زندانونه هلته وو، خلقيانو او پرچميانو ته يې ډېره شکنجه ورکوله، زما په نظر تنظيمونه د خپلو ګټو لپاره کار کوي، نه د افغانستان د ملي ګټو لپاره، په افغانستان کې له بده مرغه څوک چې تنظيمونو ته ځي په قومي بنسټ. اوس د مثال په توګه د هزاره ګانو په حزب کې پښتانه نه وينو، يوه دوه سړي سمبوليک هلته راځي، هغوی ته پيسې ورکوي، يا د تاجکانو په تنظيم کې پښتانه د اقليت په توګه هلته ځي يا د پښتنو په تنظيمونو کې…. له بده مرغه افغانان قومي سوچ کوي، پکار ده چې له تنظيمونو لاسونه لرې کړو، ټول له يو اسلام څخه ملاتړ وکړو، ځينې خلک ما ته وايي چې بشردوست صيب ته نيوکې کوې وړانديز نه کوې.نو زه وايم چې دا خو ۱۵۰۰ کاله مخکې وړانديز شوی دی، زه څه ووايم چې رسول اکرم نه دي ويلي زه څه ووايم؟ چې خدای پاک په قران شريف کې نه دي ويلي، که مونږ هغه څوک چې تقوا لري د خدای په نزد کې باارزښته دي مونږ دا نه وايو، چې عرب وي که تاجک وي مونږ بايد هر هغه مسلمان باندې باور وکړو چې با تقوا وي، مونږ بايد له هغه نه ملاتړو وکړو.په اسلام کې کوم حزب کوم تنظيم نه و، اوس د الله په نوم تنظيم جوړ شوی دی، حزب الله څه مانا لري؟ د اسلام په صدر کې وګورئ چې هغوی څه کارونه کول، مونږ بايد هغه کارونه وکړو، که مونږ د هغه کارونو نه بل کار وکړو دا خاوره په دې حالت پاتې کېږي.
– د بيان د ازادۍ لپاره ځينې خلک وايي چې يو چوکاټ جوړ شي، تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟
– له اسلامي نظره ازادي بيان په دې مانا ده چې موږ بايد حقيقت ووايو، خدای ناخواسته احمد غل دی، احمد تعصب لري، وطن فروش دی، مونږ بايد حقيقت ووايو.
مثلاً ووايو چې د خلکو استازي پارلمان ته نه راځي، غير حاضر دي، ټيکه داري کوي، ځمکه عصبوي، د نورو خلکو کور په زور لاندې کوي، د کور کرايه نه ورکوي، مونږ بايد دا ووايو. ازادي بيان زمونږ اساسي دنده ده، قران مونږ ته امر کوي چې حقيقت وواياست، چې دروغ وايو خو غټه ګناه ده، زه نه شم کولای چې احمد پاک سړی وي، خپل کار کوي او زه ووايم چې احمد بډې اخلي، احمد وطن فروش دی، دا خو دروغ دي. درواغ په اسلام کې غټه ګناه ده. د دې لپاره مونږ اړتيا نه لرو چې په غربي فلسفې کې ځينې منشورونه وګورو، ځينې قوانين وګورو، په اسلام کې هغه وخت چې مونږ حقيقت وايو د بيان ازادي ده، نه يواځې دا چې ازاد يو بلکې دا يو مکلفيت دی چې حقيقت ووايو.
– د ډيورنډ د کرښې په اړه ستاسې دريځ څه دی؟
– ما څو ځل ويلي دي چې زه نه يواځې د ډيورنډ په اړه سوچ کوم، بلکې دپنجده په اړه هم سوچ کوم،دا زموږ خاوره چې روسانو ونيوله، ما څو مياشتې مخکې له راديو واورېدل بدخشان د تاجکستان برخه، که مونږ په احمدشاه بابا باور لرو يا د هغه وارثين ځان بولو، نو مشهد هم د احمدشا بابا په لاس کې و، نو هغه څنګه هېر کړو؟ نه به پېښور هېروو نه تاجکستان او ازبکستان، نه به مشهد. اوس چې مونږ قدرت نه لرو دا بېله خبره ده، هغه وخت چې قدرت پيدا کړو دا ټوله خاوره بايد د افغانستان سره يو ځای شي.
نو نه يواځې د ډيورنډ کرښه، بلکې د پنجدې سيمه چې روسانو په زور د امير عبدالرحمن په وخت کې ونيوله، ايرانيانو چې زمونږ خاوره نيولې، نه يواځې په ختيځ او لويديځ، بلکې په هرځای کې چې زمونږ خاوره چا نيولې د افغانستان خاوره زمونږ ناموس دی، مونږ بايد له خپل ناموس نه دفاع وکړو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي