څه وخت ليکنه وکړو؟

شمسالدین شمس
[pukhto]
استاد غضنفر د نثر هنر کې ليکې: (زموږ ذهنونه داسې دي لکه سارايې کوترې هغه څه چې په ذهن کې يې لرو او ويې نه ليکو کېدای شي له ذهن څخه مو کډه وکړي او بيا هيڅکله رانشي)
د استاد تر دغې ټکو دا را په زړه شوه چې موږ چې اکثره وخت په ذهن کې ډېر څه لرو خو د خپلې بې غورۍ له لاسه مو له ګوتو ووځي.
هغه ځکه چې موږ له ځانه سره وايو ځه اوس يې پریږده بيا به يې وليکو. سمه ده وه خو به يې ليکئ خو هغه لومړنی مزه به يې نه وي پاتې
لومړی خو هغه فکر کوم چې د يوې موضوع په اړه تاسې په خپل ذهن کې انځوروۍ که سم له واره مو هغه ونه ليکه د وخت په تېرېدوسره يې ارزښت کمېږي او هومره مزه ناک او زړه راښکونکې نه وي کوم چې مو په لومړيو کې حس کړې وه. هغه د چا خبره چې د خپلې ليکنې خوند به مو په اوبو لاهو کړي وي
دوهم هغه څه چې دکومې پېښي يا کومې ناخوالي په وخت کې ستاسي ذهن ته الهام شوې وي څنګه چې په ناڅاپي ډول ستاسي ذهن ته راځي همداسې په بې خبرۍ مو له ذهنه ځي هم نو بايد هغه الهام چې تاسې ته کېږي کوچني يې ونه ګڼۍ او ويې ليکئ.
دريم اکثره وخت ځينې زلمي ليکوالان ديوې موضوع په ليکلو کې دوه زړي کېږي. هغه په دي معنا چې هغه څه چې د ليکوال په ذهن کې وي کوچني ګڼي او ځان تېر باسي چې دا چاره مو د ليکلو هنر ټکني کوي ځکه که تاسې نن د کوچنۍ موضوع په اړه ليکل ونه کړل د لويې موضوع موندل درته ګرانيږي او که له ډېر لټون وروسته يې پیدا هم کړئ د ليکلو جرأت پري نه شئ کولای.
له پورتنيو ستونزو سره د مبارزې او حل لاره داده چې ( بايد هره ورځ تقريباً له يوه څخه تر دوه ساعته وخت ليکلو ته ورکړل شي.) چې په دې چارې سره به مو له يادو ستونزو ځان ژغورلیې وي او په راتلونکې کې به مو ليکنه له شته ستونزو خلاصه وي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي