څوک پاکستانی دی او څوک نه دی؟
خوشال خلیل
[pukhto]
هسې یوه خبره مې کوله
پاکستان موږ اکثره د یو هېواد په توګه پيژنو، خو ددې تر څنګ پاکستان یوه نظریه هم ده او د همدغې نظریې په اساس دا ملک جوړ شوی او بقا یې په همدغه نظریې پورې تړلې ده.
دا نظریه له هندوانو او شاوخوا ګاونډیو سره په کرکې او نفرت ولاړه ده. د نړۍ نور قامونه ورته چټل ناولي او ځان ورته پاک او سپیڅلی ښکاري. دا نظریه پاکستان د مسلمانانو لپاره یو تر ټولو مقدسه ځمکه معرفي کوي چې خاص د اسلام په نامه جوړه شوې ده او ددغې سپیڅلې ځمکې ساتندویان د پاکستان پوځیان دي. ددې نظریې مطابق نړۍ کې یوازینی ملک چې د اسلام په نامه جوړ شوی دی پاکستان دی. یوازینی مسلمان پوځ د پاکستان دی او په نړۍ کې یوازینی اټومي طاقت هم پاکستان دی. که څوک پاکستان سره مخالفت کوي ددې معنا داده چې له اسلام سره مخالفت کوي.
که د پاکستان قامي او جغرافیايي جوړښت ته پام وکړو، هلته د ملت جوړونې اساسي عناصرو له جملې لکه ګډه جغرافیا، ګډ فرهنګ، ګډه ژبه، ګډ قامونه نشته یوازینی عنصر چې په کې شته هغه اسلام او عقیده ده، نو دوی دا خلک یوازې د اسلام په نامه ساتلي او سره راټول کړي دي، ځکه نور عناصر په کې یا نشته یا هم کمرنګه دي.
څوک چې دغې نظریې ته وفاداره وي او عیني نظر ولري هغه پاکستانی دی، له دې نه غیر که یو څوک د پاکستان پاسپورټ، شناختي کارټ او هر څه ولري او دغه نظریه ونه لري هغه ته نه موږ او نه د پاکستان قوانین پاکستانی ویلی شي.
یو څوک ممکن د افغانستان تذکره ولري، افغان وي، خو که چېرته هغه سره هم دغه سوچ او فکر وي لکه پاس مې چې یادونه ورنه وکړه، دا کس مطلق پاکستانی دی، یعنې تر هغه چا ډېر پاکستانی دی چې سند او پنجاب کې اوسي، خو د پاکستان د نظریې سره جوړ نه دی. نن سبا موږ حتا د سند او پنجاب ځیني روشنفکران ګورو چې د پاکستان د نظریې مخالف دي، خو برعکس کابل کې داسې خلک شته چې بیا په ذهني او فکري لحاظ پاکستانيان دي.
د جهاد په کلونو کې به زموږ د یو شمېر جهادي رهبرانو په اړه پاکستاني مطبوعات لیکل چې فلانی تر ښه پاکستاني هم پاکستانی دی، د هغو مطلب دا و، چې دا کس د پاکستان نظریې ته وفاداره دی، ددغې نظریې په اساس به پاکستان افغانستان خپله پنځمه صوبه جوړوي، کشمیر به هم ځان سره ملګری کوي، بنګال هم د دوی برخه وي، همداسې به یو یو اسلامي هيواد د پاکستان برخه جوړوي او اخر کې به یو لوی پاکستان رامنځته کېږي چې د مسلمانان د خلافت پخوانی برم او وقار به راژوندی کوي.
تېرو څلويښتو کالو کې زموږ افغانانو کې دغه نظریه ډېرو ته پیچکارۍ شوې ده، دا به ډېر وخت وغواړي چې دا سوچ او فکر ورک شي، تر هغو چې دا فکر موجود وي، نو د پاکستان ګوډاګیان به هم دلته ښه پرېمانه وي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي