څپلۍ

عطاءالله ځواب
– پلاره يو اختر دې هم مونږ ته څه وانخستل؟
– ولې نه زويه، نن ماښام د مزدورۍ پيسې راخلم او سبا سهار ته دواړه ځو ټولو وړو ته څپلۍ اخلو.
زړګي او خوېندو چې د پلار خبره واورېده، له خوشالۍ نه يې چغې کړې، مونږ ته پلار څپلۍ اخلي.
سهار دواړه د بازار په طرف روان شول.
– پلاره ولې خفه يې؟
– همداسې، وضعيت خراب دی!
– څنګه خراب دي؟
– بس جنګونه دي چې هرې خوا ته زمونږ خلک پکې وژل کېږي
– همممم! دا څوک دي چې زمونږ خلک وژني؟
– ته ماشوم يې په دې خبرو نه پوهېږي
– ښه! پلاره چې غټ شوم بيا مې پوه کوي؟
– هو ولې نه، ته پخېر لوی شې.
بازار ته ورسېدو د څپليو دوکان مخې ته مې پلار له جيب نه څو تارونه راويستل او دوه جوړه د هلکانو او درې جوړه د جنکيانو پلاستيکۍ څپلۍ يې واخستي.
خوشالۍ نه مې څپلۍ سينې پورې نيولې وې، لږ مخکې به نه و تللي چې درز شو يوه څپلۍ مې له لاسونو ولوېده، پلار مې کش کړم ما زورونه وهل چې له پلاره ځان خلاص کړم او خپله څپلۍ را واخلم، خو کلک يې نيولی وم.
د پلار له لاسه مې ځان خوشی کړ ، په سرک پرتې څپلۍ پسې مې منډه کړه، ښار له خلکو په تشېدو و، ورنېږدې شوی وم چې پلار مې غږ کړ ودرېږه، ما شاته ولېدل د غوږ تر څنګ مې دوه مرمۍ تېرې شوې او د پلار په سينه کې مې وردننه شوې…
پړ مخه ولوېد، ځان مې ور ورسولو، له خولې يې وينه روانه وه، سترګې يې خلاصې پاتې وې.
تبصرې
تبصرې بندې دي