67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

چپلکې

عطاءالله ځواب

– مورې چپلکې مې شکېدلي؟
ځوانه ښځه له کوټې راووته، تور مخ يې نيولې و، لور ته يې وکتل.
– کوم دي نازو؟
نازو له ځمکې چپلکې را اوچتې کړې، مور ته يې ونيوې.
– دواړه دي، مورې دا نورې د ګنډلو نه دي، شپږم وار يې دی!
– مور دې جار شه، نن پکې لاړه شه مازيګر به يې وګنډم؟
– زه نن نه ځمه، دې کې څوک د ښار په کوڅو کې ګرځېدی شي!
– ولې لورې ته چې لاړه نشې، زه به دا ديګ په څه پخوم او بله دا چې کله کله خو څوک پيسې هم درکوي دا وار چې هر يو درکړې ځانله پرې چپلکۍ واخله، سمه ده؟
– خو…..
مور يې خبره ورغوڅه کړه؛ بس راکړه چې همدا اوس يې درته وګنډم.
د نازو له لاسه يې چپلکۍ واخېستې نوره په کوټه ننوته، د جلۍ سترګي ډنډ شوې، د ګاونډ جنکيانې يې رايادې کړې چې ښايسته جامو کې ګرځي، ښه ښکلي بوټان يې په پښو وي او هره ورځ بکسو سره ښوونځي ته روانې وي!
په کوټه ننوته د مور خواته ورغله: مورې ما ښوونځي کې واچوه؟
مور يې ورته اريان دريان وکتل: دا څه وايې زه هېڅ پيسې نه لرم، کور پردی دی، ځمکه نه لرو، پلار دې نشته….چوپ شوه، لور ته يې وکتل چې ژاړي…
– څه شوي زما نانځکې ؟
جلۍ په سلګو وويل: هو زه ستا نانځکه يم، ټوله ورځ خس ټولوم، خواړه مو د نورو غوندې نه دي، ښوونځي کې مې نه اچوې، جامې نه لرو، بې پلاره يم، دا نو څه ژوند شو….
مور يې لور ته کتل او له سترګو يې بې واره اوښکې روانې وې.
– لورې سمه ده تا به ښوونځي کې واچوم، زه به کار وکړم تا له به نانځکې راوړم، خواړه به دې ښه شي، جامې به د نورو غوندې اغوندې. خو تا کله هم دا فکر کړی چې مور به دې له کوره وځي، څوک به لاس وراچوي، خلک به په لاره ورته ګوري، کور واله به مو وشړي، ځکه زه به بيا بدنامه يم او که ته خوشالېږي زه دا کار کوم؛ خو تا ته به بيا ستا همزولې وايي چې د سپکې لورې مور دې داسې….ده.
لور يې په چغو شوه، د مور غېږ ته يې ځان ړنګ کړ، دواړو کوم نيم ساعت سره وژړل، مور يې چپلکۍ وګنډلې، دوه درې ځايه يې ګوتې هم وينې شوې.
نازو پاڅېده ګنډل شوې چپلکۍ يې په پښو کړې، د دروازي له شانه يې بوجۍ راواخېسته.
مور يې په سرو سترګو پسې کتل، نازو له کوره ووته، فکرونو اخېستې وه، له ځان سره يې ويل: ولې به مې مور کوڅو ته پرېږدم، ځان خو به ورته ايرې کړم، يو دم يې پښه خويه شوه، لاسونه يې په ځمکه ولګول، چپلکې ته يې پام شو، خوله يې خلاصه نېولې وه!
اوچته شوه، د مور له ګوتو تللې وينې يې سترګو ته ودرېدې، چپلکې يې بوجې کې واچولې او لوڅې پښې د ښار په کوڅو کې د ښځلو پسې سرګردانه شوه……

18 خوښونې

اړوند مطالب

هدايت الله سره مرکه
هندي سبک
ماشومان ژغورلی شو!
که پرمختګ غواړې؟
د خپګان لس لاملونه
ژوبڼ ته د تګ اصول
مدينة الفاضله
سرګردان

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

دسمبر 2020
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
262728293031  
« Nov   Jan »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /