67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

چې ستر شوې، شخصیت دې هم ستر کړه!

نور عمر

[pukhto]
عقل په یو واري نه پخېږي، او نه په یو واري ماشوم د بشپړ عقل خاوند کېدای شي، دا چې عقل ژر نه پخېږي نو خبره دلته بېرته تجربې ته راجع کېږي، مونږ په معاصر عصر خبره کوو، دلته هاغه څه دي چې یو انسان که وغواړي له ماشومتوبه هاغه څه کولای شي چې د چا ترې تمه نه وي، هغه داسې پخوا که د خلکو لیک لوست نه و زده نو له کتابونو یې هم ګټه نه شوه پورته کولای او نه دومره د کتابونو بازار ګرم و، لکه په اوسني عصر کې چې زده کړې د هیواد اکثریت په ځان کې رانیولې، نو همدا لامل دی چې زمونږ د ستر والي مطلب د بلوغت له دورې کولای شو چې ستر شخصیت شو ځکه مونږ کتابونه لرو، او کتابونه خپله د تېرو اشخاصو د تجربو انعکاس کوي، پنځلس اساسي موضوعات چې باید پام ورته وشي د شخصیت په جوړولو کې مونږ سره تر ډېره حده مرسته کولای شي. او کوي یې هم، خو که مونږ یې په ځان عملي کړو.
لومړی
فرصت ته مه په تمه کېږه، بلکې فرصت جوړ کړه:
دا په دې مانا زمونږ زیاتره ورورنه تل د فرصت په انتظار شپې او ورځې تېروي، هغوي دا فکر کوي چې زمونږ د بریالیتوب راز یوازې تر فرصت پورې محدود دی، که چرته مو فرصت تر لاسه نه کړ نو بیا به مونږ تقدیر خرابه وي، چې دا د دوي ډېر ناسم او ګډ وډ فکر دی، مونږ که د نورو موضوعاتو سره فرصت قیاس کړو نو فرصت هم هاغه اس دی چې ته پرې ناست یې او ځان پرې یوځای ته رسول ستا تر نیت او ارادې پورې تړاو لري. یا په بلې مانا فرصت زمونږ شاوخوا چاپیریال دی خو لیدلو ته اړتیا لري چې یو ځل ښه بې درېغه ور وګورو او بیا یې د تر لاسه کولو لپاره خپله وړتیا په کار واچوو. دلته موضوع روښانه شوه، هغه دا چې فرصت تر یو وخته پورې محدود نه دی بلکې فرصت هر هغه وخت دی چې کله ورته زمونږ اراده غښتلې شي او مونږ وغواړو تر څو له هغې نه ګټه واخلو.
دوهم
مسئولیت وپېژنه، او مسئولیتونه ترلاسه کړه:
که ته غواړې چې ستر شخصیت ووسې نو ته اړ یې چې مسئولیت وپېژنې ځکه مسئولیت په شخصیت جوړونه کې کلیدي رول لري، مونږ ته په کار ده چې د شخصیت جوړولو په لار کې د خپل توان نه هم ډېر مسئولیتونه په خپله غاړه کړو، تر څو په ستر توب کې راته مسئولیت هسې بوج ښکاره نه شي او په شخصیت مو منفي اغېز پرې نه باسي.
درېیم
د مشر سربېره د کشر هم احترام کوه:
که ته د شخصیت جوړونې په لار یې نو ته باید له ځان نه د کشر هم پوره خیال وساتې او احترام یې وکړې، تر څو هغوی ستا د داسې مثبتو کړنو نه متاثره شي او خپل خیال او سوچ ستا په اړه درواړوي، او ستا تګلاره انتخاب کړي.
د مشرانو احترام زمونږ اسلامي وجیبه ده او د کشر احترام زمونږ په شخصیت جوړونه کې مهم رکن دی، ځکه زمونږ شخصیت باید یوازې مونږ پورې محدود نه اوسي چې زمونږ د شخصیت لیدونکي باید یوازې خپل ځان اوسو، که مونږ چرته داسې وکړل نو بیا به مونږ په ټولنه کې د ستر شخصت په توګه ونه پېژندل شو، او تر ټولو ستره خبره پکې دا ده چې، که مونږ د نورو احترام په سریع توګه وکړو دا ښايي یوازې زمونږ بدن او ذهن ته مثبت تمام شي، ځکه ښه کار کولو سره ذهن او بدن ارامېږي، خو که زمونږ احترام په علني بڼه وي نو ښايي زمونږ د شخصیت جوړونې په لار زمونږ کاروان یو څه پراختیا ومومي.
څلورم
ځوانۍ کې د مشرانو خوي وکړه:
دا طبیعي خبره ده چې شخصیتونه او اشخاص سره مختلف سوچونه او فکرونه لري، خو که مونږ په خپلې ځوانۍ کې هم د مشرانو خوي انتخاب کړ نو ښايي زمونږ شخصیت د نورو وګړو پر وړاندې ډېر محترم معرفي کړي. کله چې مونږ د نورو پر وړاندې محترم شو نو دا معلومه خبره ده چې انسان کله تشویق شي هغه نوره خواري هم کوي چې په ټولنه کې محترم نوم وګټي او د ټولو د خبرو د سر ټکی شي او د هر ادبي او تعلیمي مجلس له غړو وشمېرل شي.
پنځم
رهبري زده کړه:
دا دومره ستونزمنه خبره نه ده ځکه د رهبرۍ د زده کولو لپاره مونږ هم اسلامي تګلارې، او نظریات لرو او هم د پوهانو او برحاله رهبرانو تګلارې چې همدا اوس روانې دي. د رهبرۍ زده کول ډېره اسانه خبره ده ځکه رهبري مونږ د ماضي نه زده کولای شو، د نړۍ د پیدایښت په سوونو پېړۍ وتلي، او مهمه خبره پکې دا ده چې په دې دومره وخت کې مونږ ډېری رهبران هم لیدلي او هم مو د هغوي تاریخ مطالعه کړې، د رهبرۍ په زده کولو کې مونږ باید د تېرو رهبرانو رهبري وپلټو، د هغوي له رهبرۍ مثبټ ټکي راواخلو او منفي یې په خپل ځای پرېږدو، بېرته د مثبتو ټکو په منظمه توګه کارول زمونږ رهبري پسې لا پیاوړې کوي.
شپږم
ښه ملګري پیدا کړه:
دا واضحه خبره ده چې انسانان له یو بل پرته ژوند نشي کولای او نه انسانان د انسانانو سره له جلاوالي لپاره پیدا شوي، بلکې دوی به ژوند هم کوي او ټولنیزې اړيکې به هم پالي، د ټولنیزو اړیکو په لومړي سر کې ملګری قرار لري، زمونږ لومړی رهبر خپل ځان دی او دوهم رهبر مو ملګری دی، دا د هر انسان خوښېږي چې هغه دې د داسې رهبر تر رهبرۍ لاندې ژوند وکړي چې د ده ژوند ته پرې سهولتونه برابولای شي، ځکه انسان چې کله ځانته وي هغه یوازې یو مغز لري خو که انسانان سره دوه شي نو مغزونه هم دوه شي، دلته اوس په کار دي چې زمونږ د ملګرو ټاکنه باید غوره وي او داسې ملګري باید پیدا کړو چې که له مونږ تېروتنه کېږي هغه مو سمې لارې ته رهبري کړي نه داسې ملګري چې هغه مو د ښې لارې نه بدې لارې ته رهبري کوي.
اووم
له ټولنې تجربه واخله:
هره ټولنه د منفي ایډیال او مثبت ایډیال اشخاص له ځانه سره لري، د ټولنې تجربه په دې مانا
ټولنه کې د هر قوم او قبیلې اشخاص اوسي او هر رقم نظریات لري، دلته مهمه خبره دا ده
چې مونږ باید د ټولنې هر ډول شخصیتونه وپلټو او یو داسې چاڼ باید ترسره کړو چې د هر یو شخصیت بېل بېل شالید راسره اوسي او له هغې د سترو شخصیتونو د پرمختګ راز راوباسو.
اتم
په خلکو کې د عیب لټولو پرځای د ځان عیب ولټوه:
دا ډېره کلیشه خبره ده چې نن سبا هر څوک د ځان پرځای په نورو کې د عیب په لټه کې وي حال دا چې دی به خپله د داسې نیمګړتیاوو درلودونکی وي چې حد یې نه وي معلوم، اوس په کار ده چې مونږ د ژوند یوه تېرېدونکې شېبه هم غټ نعمت وګڼو او د خلکو پرځای ځان کې عیب راوباسو او د هغې عیب د ختمولو لپاره کار وکړو چې یو اغېزناکه شخصیت شو.
نهم
فکر دې ومینځه:
که ته غواړې ستر شخصیت جوړ شې نو په اساس کې ته باید خپل فکر ومینځې او داسې څه پکې پرېږدې چې هغه ستا په ژوند کې اساسي بدلون رامنځته کولای شي، د انسان په شخصیت جوړونه کې فکر ډېر اساسي رول لري ځکه شخصیت جوړېدنه په فکر کېږي، که زمونږ په مغز کې غلط افکار پراته وي نو مونږ نه شو کولای یو ستر شخصیت جوړ شو، خو که ذهن مو ومینځه نو خامخا به ترې غلط افکار هم مینځل کېږي او زمونږ شخصیت به د یو نوي مثبت فکر خاوند شي.
لسم
الله ج ته ډالۍ ولېږه:
ژوند د الله ج پېرزوینه ده پر مونږ، نو مونږ ته په کار ده چې ژوند داسې تېر کړو چې الله ج ته پکې سترې سترې ډالۍ وړاندې کړو، هغه داسې مونږ باید په ژوند کې داسې کړنې ترسره کړو چې په هغې له مونږ الله ج خوشاله کېږي، مونږ باید ښه کارونه وکړو، د رنځورو لپاره باید په روغتونو لګښت وکړو، د اوبو د راویستلو لپاره باید په ساه ګانو کښلو کار وکړو، او دې ته ورته نور کارونه مونږ باید په خپل له الله ج راکړل شوي ژوند کې ترسره کړو او هغه ته یې ډالۍ کړو.
یوولسم
هر ناممکن کار ځانته ممکن کړه:
پخوانی ستر فلسفي اپلاتون وايي د قاموس نه دې باید د ناممکن لغات وویستل شي هغه په دې باور و چې په نړۍ کې داسې کار نشته چې هغه دې ناممکن وي نو بیا ولې په قاموس کې مونږ دا ډول لغات ته ځای ورکړی؟ او دا خبره واقیعت هم لري ځکه که مونږ کلک هوډ او اراده ولرو نو هر ناممکن کار ځانته ممکن کولای شو.
دولسم
د خپګان پر وړاندې د خوشالۍ دیوال هسک کړه:
مونږ ګواه یو چې ژوند د هر ډول پېښو شاهد دی، مونږ په دې هم پوهېږو چې انسان د مرګ لپاره پیدا وي او مرګ حقه لار ده، همدا د مرګ خبره د خپګان لپاره اساسي سرچینه ده، کله چې مرګ شته، نو انسان به د رنځورۍ نه هم نه منکرېږي. ځکه دا دواړه سره لازم او ملزومې جملې دي، مرګ حقه لار ده، او حقه لار چې وي نو دا به د الله فیصله وي او د الله ج په فیصله خپه شخص د الله ج هم نه خوښېږي، اوس مونږ ته په کار ده چې هیڅ وخت په داسې ابدي پېښو خپګان ونه کړو خو که بیا مو هم کاوه باید له درې ورځو ډېر نه وي، کله چې مونږ د دې ډول خپګان نه هم منع شوي یو نو بیا په دنیوي خپګانونو ولې ځان خپه کړو؟ هغه څه چې مونږ یې دنیا کې بېرته لاس ته راوړای شو ولې پسې خپه شو؟ مونږ باید په هر وخت/ساعت شکر ویستونکي شو، او د الله ج په هره پرېکړه د خوشحالۍ دېوال هسک کړو.
دیارلسم
د ماشونانو پر وړاندې جدیت په توازن سره وړه:
دا چې مونږ هم یو وخت ماشومان وو، او لوبې مو خوښېدې نو څرګنده خبره شوه چې د اوسني ماشومانو به هم خوښېږي، خو د ماشومانو پر وړاندې مونږ باید ځان بیخي بې واکه نه کړو او نه د هغوی په څېر ځان ماشوم کړو ځکه په دې ډول سره زمونږ شخصیت له منځه ځي، خلک راته د ماشوم فکر کوي، او تر ټولو اغېزناکه خبره دا ده چې د هماغه ماشومانو بیا راځخه حیا نه کېږي او نه مو خبره مني، نو مونږ ته په کار ده چې د ماشومانو پر وړاندې جدي اوسو، داسې جدي هم نه چې هغوی دې زمونږ څنګ ته له راتګه ډډه وکړي او له مونږ دې وېرېدونکي شي، بلکې مونږ باید خپل جدیت د هغوی پر وړاندې په توازن سره پرمخ یوسو، د هغوی په منفي کړنه باید هغوی وغندو او له داسې کړنو نه د هغوي مخ نیوې وکړو او د هغوي په مثبتو کړنو باید هغوي وستایو چې هغوی د مستقبل لپاره پراخه ستاینه له ځان سره ولري او ښه پرمخ ولاړ شي. دغه توازن به زمونږ شخصیت ټولنې ته په ښه شکل معرفي کړي.
څوارلسم
هره ورځ ځان سره حساب وکړه:
دا په دې مانا چې مونږ ورځ له ځان سره لرو،انرژي لرو، او د بدن غړي مو روغ دي.
اوس باید مونږ ځان سره حساب وکړو چې پرون مو څه کړي؟ نن به څه کوم؟ او سبا به څه وکړم؟ دا موضوعات چې کله مونږ ذهن کې له ځان سره تاو راتاو کړل نو مونږ خپله دې ته متوجې کېږو او حساب ځان سره کوو چې مونږ تر اوسه څه کړي؟ کله چې مونږ له ځانه دا پوښتنه وکړه چې ورځ تېره شوه ما څه وکړل؟ نو ته خپله په غرق سوچ کې ځې ځکه ته شعور لرې او کوم انسان چې شعور لري هغه به حتماُ خپلې کړنې تلي او له ځان سره به حساب کوي. کله یې چې حساب وکړ خپله یې شخصیت د مثبت لورې ته چټک ګام پورته کوي.
پنځلسم
د بحث طرزالعمل زده کړه
که ته غواړې ستر شخصیت اوسې نو باید د بحث طرز العمل زده کړې، په دې مانا کله چې ته ستر شخصیت شوې تا سره مقابل لوري به دې ته لیواله وي چې له تاسره خبرې اترې وکړي، او د همدې خبرو اترو په منځ کې کېدای شي ستاسو نظریات سره مختلف اوسي او ترمنځ مو د یو موضوع په سر اختلاف راپورته شي، نو که ته د بحث په کولو وړتیا ولرې مقابل لوری به د خپل اغېزناک بحث په صورت کې هم تر اغېز لاندې راولې او قناعت به درسره وکړي.

[/pukhto]

5 خوښونې

اړوند مطالب

هسې یوه خبره مې کوله
مناظره
حسن (ښاېست)
قانون د ټولو لپاره دی!
افغانستان د بایللي قمار د وروستي داو پر سر ولاړ دی
د بل ښار مدني فعال
تابوت
مشرقي ولس ته !

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2017
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /