67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

چې لنډۍ وي افغانستان به هم وي

شمس الدين شمس

[pukhto]
لنډۍ د پښتو ولسې ادب تر ټولو خوږ او په زړه پورې ژانر دی چې ليکوال يې نامالوم وي؛ خو د ادب پوهانو په وينا د ټپې اکثره ويونکې ښځمنې دي ټپه د جوړښت له نظره له دوه مصرو رغيدلې ده چې لومړۍ مصرعه یې لږ تر لږه نهه سیلابه او دوهمه هغه يې د دیارلسو سيلابونو چې په ټوله کې لنډۍ د دوه ويشتو سیلابونو څخه رغيدلې ده.
لنډۍ د پښتنې ټولنې په سمه، غره او راغه کې زيږدلې ده.او چې پښتون ولس خپه وي لنډۍ هم ورسره وير کوې، که پښتون ولس خوشاله وي لنډۍ يې خوشالي رنګينه کړې،که پښتون ولس له خپلو سیالانو ماتې خوري لنډۍ يې د بیا ودرویدو کوښښ کوي، ملا يې ورتړلې او د بري هيله ورکوي، يا که پښتون ولس پر غليم بری ترلاسه کوي لنډۍ یې د بري نغاره غږوي او ټوله نړۍ د پښتون له ميړانې خبره وي، بس که په ټوله کې ووايو چې ټپه د پښتون د کاله اصيل اولاد دی او ځان يې له پښتنو سره په غم، درد او خوشحالۍکې شريک کړی دی.او د پښتو ولسې ادب نور اولادونه يې هم له ځانه متاثره کړې او ځان يې پکې ټومبلی دی.
استاد اسدالله غضنفر د خپل کتاب جادوګر هنر په يوه مقاله کې د استاد شپون له خولې د لنډيو په اړه د لنډيو په شان خوږې خبرې راوړي. شپون صيب وايي لنډۍ زموږ د ارواږانو همزولې دي د شپون صيب دا خبره د لنډۍ د ستاينې په اړه د سړي زړه ته لار کوي.
استاد شپون په خپله يوه خاطره کې ليکي: زه له مارګن سټرن سره تګاب تللی وم. د مارګن اوه څلوېښت ژبې زده وې،او په پښتو کې خو په اوه لهجو ښه پوهيده، دی هغه وخت اتيا کلن و. غره ته يې وکتل، ويې ويل:
په جګو غرو د خدای نظر وي
په سر يې واورې ووروي چاپير ګلونه
او بیا يې موږ ته وويل«که افغانستان تکه تکه شي،که يې غرونه ونړيږي او که يې سيندونه وچ شي او پښتانه ټول محوه شي خو لنډۍ به پاتې وي او له دغه لنډيو به بيرته پښتانه رازرغونيږي او افغانستان به جوړوي»
اسدالله غضنفر پخپله همدې مقاله کې له لوستونکو پوښتي: لنډۍ ولې په زړونو منګولې لګوي؟ دا څه راز دې؟ دا څه جادو ده؟ استاد بیرته يادې پوښتنې په ډيره ښه توګه جواب کړې هم دي. استاد غضنفر وايي: لنډۍ معمولا څښتن نه لري او دې پالش او لا بهتره کولو کار آسانه کړی دی او هم يې د خپل احساس په بيان کې ويناوال ازاد دي چې يو څه په کې ور زيات کړي خو د فلکلور نور اکثره ژانرونه هم د ولس مال دی؛ خو د لنډيو هومره خوند پکې نشته.
د استاد پورتنی ځواب په ټوله کې د ټپې د پرمختګ او ودې په هکله قانع کونکی او د منلو دی.
د لنډۍ د پيښيدو او ليکل کيدو ځايونه ګڼ دي او د ګڼو لاملونو له امله ويل شوې او ليکل شوې ده. په لنډۍ کې څوک د يار له بې رخۍ سر ټکوي او وايي:
که تا زما زړه ته کتلې
زه به په بیرته بیرته تلم تا به نيومه
څوک بیا په کې يار ته له غمازانو څخه د پټيدو او راتګ لار ورښيي.
پاس په هوا راشه جانانه
لارې کوڅې له غمازانو ډکې دينه
خو ځينې وخت لنډۍ ويونکې بیا د شاعرانو پيښې او يا ډيره مبالغه نه کوي او د يار په کاږه واږه تګ او ساده اداګانو هم ورمينيږي لکه چې وايي:
زه يې په توره سپينه نه يم
کږه وږه په لاره تله مين يې کړمه
ډير خواران چې د يار له ډيرو ستمونو او نښرو ستړي شي په لنډۍ کې يار ته ښیراوې کوي او د په اباسین په څپو يې لاهو کوي:
د اباسین څپې دې يوسه
چې پلار دې شګې لټوي مور ګودرونه
خو په لنډۍ کې يوازې د خپلو خيالاتو او احساساتو اظهار نه کيږي بلکې کله کله لویې تاريخي پيښي هم د يوې لنډۍ په چوکاټ کې را غونډې شوې وي. لکه د شيرعالم او ميمونې د مينې کيسه: شيرعالم او ميمونه عاشق او معشوقه وو، بیا يې واد وکړ، يوه ورځ شيرعالم په کور کې نه وي او ميلمانه يې راځي او تماکو ورسره نه وي خو لنډه دا چې د يو ميلمه د شير عالم کور ته د تماکو د ترلاسه کولو لپاره ورځي دا نه وي خبر چې شير عالم په کور نه وي. خو ځه ميمونۍ په پټ مخ ميلمه ته ددې لپاره تماکو ورکوي چې هسې نه شيرعالم ته بيا ميلمانه پيغور ورنه کړي. خو د ميمونۍ دا کړنه شيرعالم په خپله مينه بد ګمانه کوي او وژني يې. ځکه خو نو بيا وايي:
دا خدای دې خوار که شيرعالمه
د تماکو په پاڼه چا کړي مرګونه

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

زما د کلي له اغزو ډکې ونې
د ځوان ټولنيز بنسټ اونيزه لکچر غونډه!
وعده
ګونګه شاعري
د مینې ټپې
پارادوکس
مینه
منظم اوسه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

نوومبر 2017
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930  
« Oct   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /