ډير به مو نه وي اوریدلي-دویمه برخه
نقیب برمان
[pukhto]
زمونږ په ګلکسي یا کهکشان کې تر ۵۰۰ میلیونو زیاتې سیارې شته چې د ژوند کولو لپاره مساعدې دي.
د فیلانو د حمل دوره ۲ کاله وي.
د اکتوبر لمړی ورځ د کافي څکلو نړیواله ورځ ده.
په نورمال ډول سپی د ۲ کلن ماشوم په څیر هوښیار وي.
د خپل ځان سره خبرې کول مو هوښیاروي.
د کچې ګوتې په نه موجودیت کې به د لاس نیمه برخه قوت له لاسه ورکړئ.
بوټي هم په کینسر اخته کیدای شي.
د انجیل کتاب د نړۍ په ۲۴۵۴ ژبو کې شته.
د سعودي عربستان او وینزویلا هیوادونو کې تیل د اوبو پرتله ارزان دي.
نړۍ زیات قماروهونکي خلک د اسټرالیا دي.
په ډنمارک کې د نورو هیوادونو د بیرغونو په سوځولو کوم ممانعت نشته.
په نړۍ کې هیڅ داسې هیواد نشته چې د نورمال ډول د ښځو عمر د سړو په نسبت زیات وي.
د نړۍ هر دریم سیګرټی کس چینایي دی.
د کافي بوی ستړیا کموي.
يواځې اوسیدل د صحت لپاره د ۱۵ سیګریټو څکولو څخه هم زیات نقصان لري.
دانسان سترګې د لس میلیونو څخه زیات رنګونو تشخیصولای شي.
ژاولي ژوول مو ماغزه تیزوي.
پیشو د خپل ژوند %۷۰ وخت په خوب تیروي.
دماغو ته لږ برقي شارټ ورکول د دماغو د ریاضیاتو د زده کولو برخه فعالوي.
پینټاګون هر کال ۳۰۰ زره ډالر د پوتین او د نړۍ نورو ولسمشرانو د باډي لینګویج د پوهیدلو لپاره مصرفوي.
په یو دانه سګریټ کې ۴۰۰۰ کیمیکلز وي.
د نړۍ %۹۰ تازه اوبه په انتریکتیکا کې دي.
کله چې یو څوک د نشې په حالت کې وي د هغه %۷۵ خبرې ریښتیا وي.
ایټالیا په نړۍ کې د شرابو ستر تولیدونکی هیواد دی.
په فیسبوک کې اوس د ۳۰ میلیونو څخه زیاتو مړو خلکو اکاونټونه دي.
د جینز پتلون په غټ جیب کې بل وړوکی جیب د جیبي ساعتونو لپاره جوړ شوی.
د بدن هډوکي %۳۱ اوبه لري.
نیلي سترګې لرونکي خلک د نورو خلکو پرتله ډیر الکول څښونکي دي.
تر ټولو غوره غذایي ترکاري خواږه الوګان دي.
د ایسلینډ هیواد فوج نه لري خو د نړۍ د غوره امنیتي هیوادونو څخه دی.
د نړۍ %۹۲ خلک د ویده کیدو مخکې خپل خوب وخت حسابوي.
ويډیو ګیمونه ستاسو د مغزو په تیزولو کې درسره کومک کوي.
هیڅوک هم په دې نه پوهیږي چې زمونږ سیاره چا د ځمکې په نوم نومولې.
ښځې په نورمال ډول تر ۴۷ ساعتونو او ۱۵ دقیقو پورې راز ساتلی شي.
په ۱۹۲۵ کال د یونان او د بلغاریا هیوادونو تر منځ له دې امله نښته وشوه چې یو سپی له باډره واوښت.
د ډار یو لامل يواځې اوسیدل دي.
د ۴ کلونو نه کم عمره ماشومان دروغ نه وایي.
د ۱۱۰ پاونډه وزن لرونکي کس د هوا ته پورته کولو لپاره ۳۵۷۱ هیلیوم غاز لرونکي پوکاڼۍ کافي دي.
د بدن د ودې هورمونونه یواځې د خوب پر وخت افرازیږي.
په نهاره دوه ګیلاسه یخې اوبه څکل %۳۰ میتابولیزم چټکوي.
کورکوډایل ( یو ډول څیرونکی ځناور) د اوبو لاندې د اکیسجن پرته تر دوه ساعتونو وخت تیرولی شي.
د ټیټانک فلم په یو پلاستیکي حوض کې جوړ شوی.
په بدن زیات ویښتان لرل د هوښیارتیا سره اړیکه لري.
ږیره د زر زړښت مخه نیسي.
د ایفون موبایل %۱۵ کارونکي د ماتې ښیښې ایفون کاروي.
البرټ انشټاین د موټر په چلولو نه پوهیده.
د نړۍ %۶ خلک د انټرنیټ کارولو معتاد دي.
په نړۍ کې تر ټولو خوښیدونکی رنګ نیلي یا اسماني رنګ دی.
په نړۍ کې دوه هیوادونه چې د کوکا کولا څښاک خرڅلاو په کې بند دی، کیوبا او شمالي کوریا هیوادونه دي.
د امریکا متحده ایالاتونو تر ټولو سخته دنده د ولسمشر ده، چې %۹ ولسمشران یې په خپل کاري ځای کې وژل شوي.
په روسیه کې د چټلو موټرو ګرځول د جرم کولو نښه ده.
د نړۍ %۸۰ بادام د امریکا متحده ایالتونو د کلیفورنیا په ایالت کې تولیدیږي.
طبیعي غاز بې بویه دی، د خطر د مخنیوی لپاره مصنوعي بوی ورکول کیږي.
د مورګان پریمن په نوم یو کس د سرو زرو غوږوالۍ په غوږو کې اچوي. هغه وایي که چیرته په بد حالاتو کې مړ شوم نو په دې به راته کفن واخلئ.
سیاحت کول دماغ قوي کوي، د زړه د حملې مخنیوی او خفګان کموي.
یو ډول ګولۍ شته چې ستاسو د باد بوی به د ګلانو، چاکلیټ او یا هم د ادرک په شان وي.
د یو ډارونکي فلم په کتو سره ستاسو د بدن ۱۸۰ کالوري انرژي مصرفیږي.
هغه خلک چې ډیر مرچ لرونکي خواړه خوري د نورو خلکو په پرتله ډیر خطره اخیستونکي وي.
په انګلینډ کې ټولې مرغاوۍ د انګلینډ د ملکې ملکیت دی.
په نړۍ کې اوس وخت 48 شهزادګۍ شته.
په نړۍ کې د Ferari کمپنۍ %45 خرڅ شوي موټر د سور رنګ لرونکي دي.
د ژور خفګان یو لامل د زیات فکر کول دي.
بیزوګانې کولای شي شمیرنه ( حساب) وکړي.
په 1983 کال په متحده ایالاتو کې د یو ټیلیفون بیه 4000 ډالره وه.
د ځان په پرتله په خپلو ملګرو مصرف کول انسان خوشاله ساتي
په نورمال ډول هر کس د ورځې 110 ځلې خپل ځیرک موبایل خلاصوي.
مینه کول یا مینانان لټان خلک وي.
تاسو د یوې الوتکې د حادثې څخه %96 د ژغورنې چانس لرئ.
هوښیار خلک د نورو خلکو په پرتله لږ ملګري لري
د ځیرک موبایل زیات استعمال مو د ژور خفګان په ناروغۍ اخته کوي
ډیر زیات فکر کول په رواني ناروغیو د اخته کیدو خطرات لري.
په نړۍ کې تر ټولو زیات کاریدونکې کلیمه د انګلیسي ژبې Ok ده.
د فوټو ګرافي او یا د نورو نوي مهارتونو زده کړو یاداښت قوي کوي.
د شارک کبانو د برید پرتله ډیر خلک د کوپرې یا ناریل په سر د غورځیدو له امله مړه کیږي.
د PUMA او ADIDAS دواړو کمپنیو څښتنان سره ورونه دي.
څومره مو چې IQ لوړه وه هومره به هیرجن یئ.
د پیسو لاس کې نیول مو خفګان او درد کموي.
په یو ګرام DNA کې د 600 بیلیونو سي ډيانو نه زیات معلومات ذخیزه وي.
د چاکلیټ ایسکریم خوړل مو فزیکي درد او احساسات کنټرولوي.
سودا اخیستل ( شاپنګ) مو خفګان کموي او خوشاله مو ساتي.
ورو خوراک کول مو وزن کموي.
نورمال خلک د مطالعې 28 ورځې وروسته تر %18 معلومات ساتلی شي.
د 2020 کال وروسته د انسانانو تر 5 بیلیونو زیاتې دندې به د روبوټونو له خوا سرته رسیږي.
د نړۍ هر پنځم کس چینایي دی.
د نړۍ هر پانډا ( یو ډول حیوان) د چین هیواد ملکیت دی، نور هیوادونه به یې له چین څخه په اجاره اخلي.
د نړۍ %90 خلک مخکې له خپلې خندونکې خبرې ویلو په خپله خاندي.
د StarBuck په نوم د کافي د پلورنځۍ څخه د خپلې زوکړې په ورځ وړیا کافي اخیستلی شئ.
په جاپان کې تر %90 موبایلونه اوبه نه تیردونکي ( Water Proof) وي.
د Samoa هوایي شرکت د مسافرو د بدن د وزن په اساس پیسې اخلي.
بروسلي ( د کراټې یو مشهور لوبغاړی) هیڅکله هم لوبه نه ده بایللې.
جاپان کې د کار پر وخت ویده کیدو کې هیڅ ممانعت نشته.
په روسیه کې ځینې خلک پر دې عقیده دي چې په موټر یا کور باندې د مرغانو مرداری کول د نیکبختۍ نښه ده.
هغه ښځې چې د پوستکي رنګ یې غنمي او د ویښتانو رنګ یې تور وي د نورو ښځو په پرتله د ژوند ښه ملګرې پاتې کیدای شي.
ستا د زړه د حرکاتو تغیر، ستا د خوښې میوزیک د اوریده سره هم اړیکه لري.
د نړۍ تر ټولو ډیر شتمن کس بیل ګیټس تر مړینې وروسته د هغه بچیان یواځې د لس میلیونو ډالرو حق لري او پاتې نورې به خیریه موسسو ته ورکول کیږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي