67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ډېر به مو نه وي اوريدلي!

نقيب برمان

[pukhto]
سریلانکا کې د فيل وژلو سزا مرګ ده.
نران خپلو کې د یو بل خبرو ته تر ډېره غوږ نیسي، خو ښځو ته بیا په منځني ډول تر ۶ دقیقو زیات غوږ نه شي نیولی.
په هرو ۳ کسانو کې یو کس، لمر ته په کتو سره پرنجیږي.
د ځمکې ۲۰ سلنه خاوره وچه دښته ده.
د انسان دماغ کولای شي چې تر ۳۰۰ میلیونو ساعتونو پورې تلویزوني ویډیو ثبت کړي.
د ۱۹۹۰م کالونو راهیسې، د موسمي تغیراتو له امله هر کال د سمندر د اوبو سطحه ۰،۱۴ انچه لوړیږي.
څېړنې ښایي چې، Sprite د زړه بدوالي او سردردي له منځه وړلو له پاره غوره څښاک دی.
نړۍ کې تر ټولو ګران بیه مایع د لړم زهر دي.
جنوبي افریقا ۱۱ رسمي ژبې لري.
په نړۍ کې هر کال ۲۴ زره نفره د اسماني بریښنا له آمله ژوند د لاسه ورکوي.
څومره چې د پلار عمر زیات وي هغومره به یې ماشومان بدرنګه زیږیږي.
سعودي عربستان لمړی هېواد دی چې هیڅ طبیعي سیند نه لري.
په ټوله نړۍ کې ښځې هر کال ۱۸ ټریلیون ډالر ګټي، خو بېرته ۲۸ ټریلیون ډالر مصرفوي.

سپوږمۍ ته په تللو، او اُسامه بن لادین په پلټلو، یوه اندازه وخت او پیسې مصرف شوي. هواختونکي په نړیوال فضایي سټیشن کې هره ورځ ۱۵ ځلې لمر ختل او پرېوتل ګوري.

هغه خلک چې د مني په موسم ( د زیږیدیز کال په سیپتمبر، اکتوبر او نومبر میاشتو) کې زیږیدلي وي، د اوږد عمر خاوندان دي، او کیدای شي چې تر ۱۰۰ کالو زیات ژوند وکړي.
تنکیو ځوانانو له پاره د زدکړې او ښوونځی ښه وخت د ورځې له ۱۰ بجو وروسته دی. له دې وخته مخکې په دماغو کې د زدکړې برخه سم فعالیت نه شي کولای.
ماشومانو ته د ښوونځی له خوا زیاتې کورنۍ دندې سپارل، په ماشومانو کې د ژور خپګان، دماغي اضطراب او په آزموینو کې د لږو نمرو اخیستو سبب کیږي.
د شاتو مچۍ د خپلو پښو منځ کې کڅوړې لري، چېرته چې له ګلانو ټوله شوې شېره ذخیره کوي.
د فضا څخه د چين ستر دېوال نه لیدل کیږي خو د چين هوا ککړتیا لیدل کیږي.
د شارک کبانو د بوی حس دومره پیاوړی دی چې، کولای شي د اوبو ۱ میلیون څاڅکو کې د وینې یو څاڅکې درک کړي.
په کتابونو کې د یو پاراګراف نښه کولو له پاره تر ټولو زیات کارېدونکی رنګ، ژېړ رنګ دی ځکه چې، د کاپي کولو وخت کې په چاپ کې کوم سیوری نه جوړوي.
نړۍ کې هره ورځ په منځني ډول ۱۲ نوي زیږیدلي ماشومان خپلو والدینو پر ځای غلطو والدینو ته ورکول کیږي.
د تشناب کاغذ جوړولو له پاره هره ورځ د ۲۷ زرو په اندازه ونې پرې کیږي.
په بدن کې د ودې هورمونونه يواځې د ویده کيدو پر مهال افرازیږي.
د ماشوم له پاره تر ټولو اړین خواړه چې ټول غذایي مواد لري، يواځې د مور شيدې دي.
په نړۍ کې په منځني ډول هره دقیقه ۲۵۵ نوې ماشومان زیږیږي.
ماشومان د غټانو پرتله په ژبه کې ډېر د خوند پنډوکي لري.
د انسان پوزه له ۵۰ زرو څخه زیات بویونه درک کولای شي.
د اوبو پر بوتل لیکل شوې نېټه د اوبو له پاره نه بلکې د بوتل ده.
ډېر زیات فکر کول د چاغښت سبب ګرځي.
باد خوشې کول د وینې لوړ فشار کنټرولوي او ستاسو روغتیا له پاره ګټور دي.
د سړیانو چې څومره خېټه غټه وي، هومره مینه ناک وي.
د نړۍ ۶ سلنه خلک د سیکس معتاد دي.
په خوړو کې تر ټولو زیات انځورونه د پیزا، ټولنیزو شبکو ته پورته کیږي.
د انسان بدن د رګونو اوږدوالی ۶۰ زره میله دی.
د یو پاونډ شاتو ذخیره کولو له پاره د شاتو مچۍ باید د ۲ میلیونو ګلانو څخه شیره (رس) راټوله کړي.

[/pukhto]

6 خوښونې

اړوند مطالب

نور ولولئ
ایاغ، روایت او مډرنیسټي بحثونه/ کتاب
د پارکونو قانوني غصب
د شیخ متي (بابا ) د شعر عرفاني څېړنه
کرکه مو زړه خېرنوي
ستاینلیک
د سينما شاليد
کومک
د لقمان حکیم نصیحتونه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

دسمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
31  
« Nov   Jan »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /