ژوندون څه دی هله- هله، منډه- منډه

احمد جمال جمال
[pukhto]
شعر د شاعر د اباد او ښیرازه ذهن هغه ګټور محصول دی چې همیشه يې خپل ولس ته وړتیا وربښلې او د همدغې هنر په مټ يې غږ ته انعکاس ورکوي . شاعر د خپل ولس د خوشالۍ او ابادۍ لپاره شپې رڼوي او د یووالي او ارتقا لار ته ځیر کوي . د فقر او غربت نه يې د وتو چل ښائي او د ټینګ عزم جذبې يې تخنوي . پخپله هر تکلیق او زحمت ګالي خو د ولس لپاره د راحت او سکون ژوند غواړي . لکه بابا ئي غزل چې وايي:
زه دې وچ هډوکي شپیلم خو ملت مې دی سلطان وي
دا زما د سخن سوری په مانا کې همایون که
دا ځل د پښتو ژبې د یو داسې منفرد شاعر په فن او هنر مختصر نظر ورکو څوک چې د ښائسته صورت او دروند شخصیت خاوند دی .
که زما د شخصیت حدونه ګورې
زما فن زما د فکر ترجمان دی
یقیناً د الوت او غورځنګونو څښتن پروفیسر اباسین یوسفزی،څوک چې په ستیج حاکم وي او د شعر ویلو ځانګړی انداز لري، زمونږ د کوزې پښتونخوا د خیبر او اشنغر نه پس اوس د شعر ښاپیرۍ په ملاکنډ کې غزونې کوي . او دا سمسور پلونه يې قیمتي ملغلرې پریوځي . اباسین هم په همدغه پښتنه خاوره زیږیدلی پښتون دی د پښتنو د خوي خصلت سره اشنا دی .
د ستاينې او میړانې شیان يې ستائي او نیمګړ تیاو ته يې په خپله شاعرانه انداز ګوت څنډنه کوي لکه چې وائي :
دوی هر منزل ته په لنډو درسیدو قائل دي
پښتانه ځکه ځانته شنه پټي کې لار اوباسي .
پدې بیت کې استاد د پښتنو په توند مزاجۍ غږیدلی . او دا رښتیاده چې پښتانه د بوټي د نال کیدونه مخکې میوه غواړي .
چې زمونږ همدغې بې صبرۍ مونږ له ډیرو ښو موقعو او مشرانو نه محروم کړو . نو نرم مزاجي د بې باورۍ ستره سرچینه ده.
د خوشال خان نه راواخله دنني وخت هر لیکوال او شاعر د پښتنو له نفاقه سر ټکوي . او دا لوئ خنډ مو لرې نکړو ..
یووالی اتقاق ورسره نشته هۍ افسوس
د مچ میږونه زیات که ال په ال دي پښتانه
شاعر د نقوسو زیاتوالی طاقت نه ګڼي . بلکې یووالي ته طاقت وائي . کله چې د یو ملت په منځ کې د یووالي او اتحاد کړۍ ماته شي نو د نورو قومونو د لوبو شي او هر یو يې د خپلې ګټې او خیر لپاره کاره وي . لکه په عصرې حاضر کې چې پښتانه د نورو د بقا لپاره کاریږي.
دغه شان قومونه د محکومو قومونو په کتار کې راځې ملي شتمني، جغرافیایي حدود حتا کلتور او فرهنګ يې له منځه ځي خو د سرسړي يې په یو نوم او بل نوم وژل کیږي چې ژوندۍ بیلګې يې وینو .
نو په همدغه لار ورکو خلکو کې د عقل او شعور خاوند د خپل قوم د خودمختارۍ لپاره مبارزه کوي او دخپل حق اخیستو لپاره غږ پورته کوي .
زما رزق ستا له ستوني نه تېرېږي:
یقيني ده بغاوت به خامخا وي.
بغاوت دوه ډوله دی چې یو د توري او ټوپک په زور حق اخیستل دی . او دویم دعدم تشدد له مخې چې دا دحق غوښتنې بل انداز دی..
زه د خپل سر د قاتلانو سره مینه کوم
زما انداز دنورو خلکو نه بدل ښکاري
او یا دا بیت :
هر څومره که ناسور شي په ازغومې پرهرونه
بلبل غوندې په هر قدم ګلونه غاړې باسم
دا چې استاد اباسین د عدم تشدد سره څومره جوړ دی نه پوهیږم ، خو ما مخکې له دې لیکنې هم څو څو ځل ويلي چې په پښتنو شاعرانو کې ۹۶ فیصده کسان د عدم تشدد لپاره په ارادې یا غیر ارادي ډول کار کوي .
په لیکنو کې د صبر ، زغم، حوصلې او صله رحمۍ درس ورکوي. او دا يې فطرتي ځانګړتیاده . دا نظریه د نړۍ او په خاص ډول د پښتون قوم لپاره د امن او پرمختګ بند ورنه پرانیزي . او د قتل و قتال ، تربورولۍ ، میراتې ، پګړۍ ، او غچ اخیستنې مخې ته سپر کیږي .
د سلیم عقل خاوندانو ته د کائناتو رب له دریو لارو علم او پوهه ورکوي. اول د پنځه ګونې خواصوله لارې مطلب پزه ، غوږ، ژبه ، سترګې ، او څرمن. دوهم د عقل له لاري د هغې شیانو منل چې وجود نلري مګر انسان يې په شتون باور لري لکه هوا، روح او داسې نور دریم ډول خپلو خاصو بندګانو (پيغمبرانو) ته د وحې په واسطه خبر ورکول او د هغوی پوهول چې اوس نشته.
مګر مونږ دلته د دوهمې لارې یانې د عقل په رابطه خبره کوو چې انساني عقل، وهم ،او رواج ته غاړه ږدي . کله چې زمونږ په رسم او رواج کې کومه خبره نه وي مونږ ورته د پوهې باوجود په اسانه غاړه نه ږدو . لکه استاد چې وايي:
پخپله مړ شومه له تندې خو په دې خوشال یم
چې رقیبانو رانه هم څه لاړې تېرې نکړې
دا ځکه چې پښتانه شکست ته غاړه نه ږدي . او دا د دود او رواج له مخې بې ننګي ګڼي . وهم هغه بلا ده چې انسان په یو نه په یو ډول د ویرې ښکار کوي . او د خپل سیوري نه ورته هم دوښمن جوړوي . وهم که دانسان په عقل غالب شي نو عقل فلج کوي . او انسان لیونتوب ته بیایي . د وهم په نوم دوه بیته استاد داسې کښلي:
دوی د شین سترګي جادوګر کرامت نه پیژ ني
د وطن خلک ځانته پیښ مشکلات نه پیژني
د هغه دور تصور مې روح په کاڼو ولي
بیا به زما بچي حجره او جومات نه پیژني
ويل کیږي چې بې همته خلک د ژوند ټولې چارې تقدیر او تندي ته سپاري او لاس تر زنې د هوسا ژوند انتظار باسي . داسې خلکو ته ښاغلی مشوره ورکوي .
د کامیابۍ دارو مدار دی په تدبیر او محنت
بلا کارونه په تقدیر او په تندي نه کیږي
استاد ژوند پیژندلی او په مانا يې پوره پوهېږي، ژوند مسلسل منډه او مرګ د سکوت او جمود غیږ ګڼي په دې اړه کاږي:
مرګی څه دی د سکوت او جمود غیږه
ژوندون څه دی هله- هله، منډه -منډه
دا چې اباسین استاد دی نو د محیط په ارزښت ښه پوهیږي د همدې خبرې د ثبوت لپاره يې دا بیت پوره او مهم ګڼم:
اول راپاڅئ د ماحول نه دا تیارې جارو کړئ
روښان ذهنونونه د تیارو نه شا ته نه جوړیږي
په نړۍ کې د دوه رنګۍ لوبه له ډېر وخته روانه ده او زمونږ په سیمه یې هم له ډیرې مودې سيوری شته . ځينې خلک په ظاهر کې سپین خوپه باطن کې تور وي او د مکر او فریب پرده يې پرمخ پرته وي او د ځیرک نظر خاوندان يې پیژنې :
ګوتې دې خوځي تذکرې د دولتونو کوې
ستا په اوږدو اوږدو تسپو کې راته چل ښکاري
دا رښتیا ده چې فریبجنو سپېڅلې نښې او جامې د واک او اختیار د حصول لپاره اچولي، خو د شکر ځای دی چې دنیا د ابد لپاره نه ده .
انسان که ډیر هم زورور دی خو بې وسه هم دی
رب خلیفه ته د جهان واګي کلهم نه ورکۍ
مخکې خو انسان د محبت پیغام راوړی
بیا چرته کې ورستو يې د جنګ خبرې زده کړې
انسان د جنګ او لالچ په لومه کې دانسان په لاس ولویږي، اباسین د نفرت کوونکو خلکو نه ګیله من دی او نه پوهیږي چې ولې خلک له محبته کرکه کوي او انساني محبت يې په زړه نه راټوکیږي:
بې له نفرته يې بل تېغ په زړه کې نه ټوکیږي
خدای زده چې څه چل ددې دور په انسان شوی دی.
ددی بیت په لوستلو مې بار بار د ذهن په ځمکه د حمزه بابا دا بیت راخوریده .
حداي زده چې حمزه د پښتنو خمیر له څه دی
دوه چې مخامخ شي یو د بل لپاره ضد دي
اباسین حیادار دی، حیادار چې څومره په خپله حیا او نامه خیال کوي همغه اندازه د بل د حیا خیال هم ساتي، ښاغلی خپلې معشوقې ته وايي :
مینه کوه خو د حیا له دیواله دننه
په بلۍ مه راځه ټول خلک کوي شک ولاړ دي
او بیا په بل ځای کې خپل محبوب ته د محبت اظهار څه داسې کوي:
د کلي خلک راته ټول په تما شه ولاړ دي
سور لازمي نه دی خو پاڅه یو ګلاب راکه :
د محبت خبرې به مو له ډیرو اوریدلي او هر چا یو څه اندازه د ښکلو زړه ساتلی خو شوخي دې پکې وي چې د استاد غوندې هنر ډیرو کمو خلکو ته زده وي:
زلفې کمڅۍ کړه بیا يې کیږدوه زما په اوږو
دا دې په نرمو او نازکو اوږو بارپروت دی
اباسین صیب حسن پرست دی ښائست يې خوښیږي . رنګونه او ګلونه ستائي او د پښتو په شډلو لفظونو کې داسې رانغاړي:
په سپینو سپینو لیچو شنه بنګړي سره دي لاسونه- په واوروکې ګلونه
سرې شونډې دې ځلیږی په سپین مخ لکه لعلونه – په واوروکې ګلونه
استاد د غزل تر څنګ دغه شان سندرې هم لیکلي نظمونه يې هم د ستایلو وړ دي او د مور په نوم نظم يې داسې ښکاري لکه چې د مور حق يې اداکړی وي .
ښاغلی له حمزه بابا ډیر متاثر دی او په خپلې شاعرۍ کې حجره ، جومات ، جرګه ، مرکه او داسې شیان ذکر کوي .
کیدای شي چې د نورو شاعرانو شاعري يې هم په طبعیت برابره وي، خو ما چې څومره ولوست د ادب په ډګر کې يې د بابا شاعري په ذوق برابره ده دا زه نه وایم استاد اباسین يې وائي .
وایم چې ټوله شاعري په اباسین لاهو کړم
چې يې خیبر کې د پښتو د غزل پلار پروت دی
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي