67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ژوند بدلولی شئ!

ژباړه- نصرت ارمان

[pukhto]

کومه خبره نه ده چې تاسې څو کلن ياست؟ هېڅکله ناوخته نه دی چې خپل ژوند ته غوره والی ورکړئ
دا ليکنه ولولئ چې وپوهېږئ څنګه خپل دروني او بهرني ژوند کې د پوره، خوښ او سوله من فکر لرونکي و اوسئ.
۱. ورځني کارونه بدل کړه
په ياد لره چې ستا حقيقت د هغه شيانو له نتيجې ټاکل کېږي کوم چې هره ورځ ترسره کوې. له څه نه تا سهارنۍ وخوړه؟ او چرته کار او ښوونځي ته لاړې؟ که ته د ژوند د حالت بدلولو پسې ځې، نو ته بايد هغه څه ته تغير ورکړې چې هره ورځ يې کوې.
يو وړکی ورځنی تغير چې تاسو يې راولئ کولای شي مرسته وکړي چې له ژوند سره کمه زړه تنګي ولرئ.
د مثال په ډول، د کار لپاره بل ډول غوره کړه، سهار نوي څه وخوره، د دې پرځای چې له ښوونځي وروسته تمرين وکړې مخکې يې وکړه او ډېرو چايو خونو ته د تلو پرځای يو ځای انتخاب کړه.
داسې واړه تغيرات کېدای شي بې ارزښته و ايسي، خو کولای شي د وخت په تېرېدو مو ژوند په زړه پورې کړي.
هره ورځ له ځانه دا پوښتنې وکړه.
دا څه چې کوم(يا نه کوم) ماسره مرسته کوي چې کوم ځای غواړم هلته به واوسم؟ څه چې دې وخوړل د تطبيق وړ ول، ايا تا تمرين وشو که نه؟ او د ورځې ډېره برخه دې په څه کولو تېره کړه؟ که ځواب (نه) اوسي نو بیا ضرور تغيرات راولئ.
۲. د ژوند لار مو انتخاب کړئ
که چرته تاسو په ښوونځي، کار، ښکار، رضاکارانه ټولنه او يا سفر کې اوسئ، خپل ژوند ته کتنه وکړئ او پريکړه وکړئ، چې ايا مسير مو له ارزښتونو سره سم دی؟
ستاسې حوصله، ذوق او هدفونه څه دي؟ په داسې حال کې چې دې پوښتنو ته ځواب به کلونه ونيسي، خو کولای شئ ځان وپوښتئ چې غواړئ شاته کوم ډول ميراث پرېږدئ؟ دا پوښتنه يواځې ستاسو په مسلک کې نه تطبيقېږي، بلکې همدارنګه ستاسو په اړيکو کې هم.
غواړئ د نورو خلکو له خوا څه ډول ياد او بیان شئ؟ معلومه کړئ چې د ژوند طرز مو له ارزښتونو سره برابر دی که نه؟ تر يوې اندازې ستاسو د ژوند او ارزښتونوتر منځ شخړه شته؟ ته بايد څه وکړې چې هدف ته رسيدو کې درسره مرسته وکړي؟
کېدای شي ته د خپل مسلک بدلول په پام کې ولرې، د اوسېدو د ځای بدلول او يا د هغې لار چې ته يې د خپل وخت او پيسو لپاره اداره کوې.
۳. اړيکې پراخې کړه
مهمه نه ده چې ته به څومره پيسې وګټې او څنګه به سترې برياوې ولرې؟ ته به له خپل بري نه خوند وانه شې خيستی که له کوم چاسره يې دشريکولو مينه ونه لرې.
مطمئن شه چې وخت له مينه ناکو خلکو سره تېر کړې او له هغوی سره د ترحم او درک چلند ولرې.
بايد روغه جوړه وغواړې او آن ومنې چې ته غلط وې.
له نورو سره مانا لرونکي اړيکې جوړې کړه، که ته د يواځيتوب احساس کوې نو بیا دا نتظار بس کړه چې نور درته مراجعه وکړي. مسايل په خپلو لاسو کې ونيسه او فعالیت وکړه.
ځان ته ټولنیز حالت غوره کړه، خبرې کول خوښ کړه او ياد لره چې تل موسکا لرونکی مخ ولرې، دا د نورو د جلبولو ښه لار ده.

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

د شربت ګلې داستان
په شمال کې د نا امنیو ټولنیز عوامل
ژوند وکړئ کتاب چاپ شو
بې اعتباره حکمونه
ټال
لسګون
نور ولولئ
غزل / الهام
کرکه مو زړه خېرنوي

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /