ژوند

عبدالرحمن ميوند
سهار له چای څښلو وروسته مې میرمن راته وویل: نن دی معاش اخلې؟
ما وویل :امکان لري!
ښه نو داسې چې ده د کور سودا هم درسره راوړه.
قلم او کاغذ مې راواخست، د کور ته راوړلو ضروري توکو نومونه مې وليکل چې له ياده مې ونه وځې!
دريشې مې واغوسته دندې ته روان شوم، له لږ ځنډ وروسته په دفتر کې ناست وم.
همکارې راته د چای پياله په ميز کېښوده او راته يې وويل: ډاکټر صيب معاش راغلی، خوشاله شوم.
کار مې خلاص کړ، بانک ته لاړم، معاش مې واخست او بیرته دندې ته راستون شوم.
ميز ته مخامخ چوکۍ کې د دفتر مشر ناست و، زما په ليدو يې خوله موسکه شوه او وويل: تا ته ناست وم چې ماښام ورک نشې دواړه ګډ وځو، ما يې هم خبره ومنله او ماښام دواړه لاړو لس دقيقې ورورسته د آريانا کابل هوټل مخې ته ورسيدو.
مخې ته کراچۍ نه مې مور لپاره مېوه واخيسته، او روان شوم چې ناوخته شوی و.
. کوڅی ته لا نه وم رسیدلی چې له يو کوره دوه کسه په بيړه راووتل، ښه ورته نېږدي شوم، ګورم چې ورورمې یو ماشوم په اوږه کړی او شاته مې مېرمن په تيزو قدمونو راروانه وه.
پوښته مې وکړه؛ څه خبره ده؟
ښځې مې راته په بنده بنده ژبه وويل: صفيه له دوهم منزله راغورځېدلې ده.
زه حق حېران شوم چې دا څه کيسه ده د مېوې پلاستيک مې د لاسه وغورځيد، او ځآن مو روغتون ته ورسو.
سمدلاسه مو عاجلې خونې ته داخل کړه، ټول ډاکټران راټول شول د صفيه حالت يې ولید. وینه يې ګرځوله او بې هوشه پرته وه.
ډاکټران اريان دريان ول چې څه وکړي.
يو ډاکټر وویل: خپل ناروغ د فرانسویانو او یا ترکانو روغتون ته ورسوئ زمونږ له واک وتی خبره ده.
میرمن مې په قهر وویل نو تاسو د څه شي ډاکټران يې، دا روغتون مو څه لپاره پرانستی؟
ما په غوسه وويل: راځه وخت مه ځایه کوه، ژر شه چې لاړ شو او ماشوم د فرانسویانو روغتون ته ورسوو.
ټکسي ته د سړک په سر منتظر وو چې یو کرولا موتر راغی او ورته مې وویل: ورور جانه ناروغ لرم ژر مو د فرانسویانو روغتون ته ورسوه!
ټکسی وان په بیړه روان شو په لاره کې مې ذهن ته راغلل چې په دې روغتون کې مې يو ډاکټر ملګری هم شته، ټیلفون مې راوخېست زنګ ورغی اوکی شو!
– ميلاده ميوند يم لور مې ژوبله شوې او ستاسې روغتون ته روان يو ځان راورسوه .
روغتون ته ورسيدو صفيه مو بستر کړه، مېرمن مې وارختا وه چې لور مې مړه شوې، نه خبرې کوي او نه سترګې خلاصوي، وینه ګرځوي لکه چې زړه يې چاودلی، له دې خبرو سره ما هم نور باور د لاسه ورکړ او په مخ مې د اوښکو دوه درې ځاځکۍ راغلل.
ډېر ژر نرس ډاکتر راورسیده او لومړی يې اکسیجن چک کړ، او بيا يې وویل: تشویش مه کوئ اوس ټول ډاکټران راځي، همدا چې ډاکټران راغلل سمدلاسه يې د ناروغ معاینات شروع کړل.
همدا مهال زما ټولګيوال هم راورسید او وويل: تشویش مه کوه دلته ټول ملګري دي، ټول معاینات به يې تر سره کړو.
د هرې برخې مربوطه څانګه ته به چې لاړو ډاکټر صیب به راسره ؤ.
همدا شپه مو د سټی اسکن، اکسري، تلویزیوني معاینات، لابراتواري معاینات ترسره کړل، شپه په همدې معایناتو تېره شوه چې ټول معاینات مو راټول کړو او د هر بخش متخصص ته مو وښوده هر ډاکټر به ډاډ راکوه چې خدای مهربانه دی، له دې څخه بد ناروغان ښه شوي کوښښ کوو انشاء الله د جراحي متخصص سره مو د ستي اسکن معاینات شریک کړل.
ډاکټر وویل؟
ناروغ ضربه خوړلې د غوږ له پاسه د سر کاسی هډوکی يې مات دی، د خدای فضل دی چې وینې يې مغزو ته جریان نه دی کړی، ستاسو خوشبختي ده، خو باید ناروغ دوه ورځې بستر شي، زړه مو ولیږده مونږ هم ورسره ومنله.
ناروغ بستر شو، د کور غړي او دوستان هم روغتون ته راوسیدل، ناروغ وضعیت مخ به ښه کیدو شو د وینې ګرځول يې دوه ورځي پورې څه نا څه کم شو خو زما تشویش لا ختم نه وه فکر مې کاوه چې زړه به يې څه ستونزه پیدا کړي وي.
ډاکټر راته وویل نه دا د تشویش خبره نه ده په کومه ضربه چې معده کې وينه ټوله شوې هغه باید بیرون شي، بس زما لپاره قانع کوونکی خبر ؤ.
د بستر خونې ته ورننوتلم ومې لیده چې بیده ده، مور يې ورته وويل پلار جان دي درته د لوبو سامان اخلې، یودم يې سترګې خلاصی کړې او بیرته يې بنده کړې زه ډېر خوشاله شوم.
تر څو وروځو وروسته د ناروغ حالت ښه شو، له روغتون سره مو ټوله مالي حسابي پاکه کړه او د کور تللو لپاره چمتو شو.
له درملتون څخه مو د یوه میاشت درمل واخستل او همدغه ځای کې ولاړ و چې خپل ملګري ته مې ټیلفون وکړ.
ډاکټر صیب، زمونږ ناروغ رخصت شو او د ټولو مرستو څخه مو یوه نړی مننه کوم، ډاکټر سمدلاسه وویل: نه نه چیرته يې زه هماغه ځای ته درځم، نیمه ګړی لا نه وه تېره چې ډاکټر راورسید او د ناروغ مخ يې ښکل کړ او خدای شکر يې ادا کړل او وویل: خدای مو مل شه، خو پام کوئ چې سر يې له تاسو څخه بیا ضربه ونه خوري متوجه اوسئ.
ماښام کورته ورسیدو سمدلاسه ټول راټول شو، هر چا کوښښ کوه چې ناروغ له نژدی وګوري، ټول ورته خوشحاله ول چا یو شی او چا بل ورته راوړه.
لور مې ښه شوه ماته راغله پلاره ما ته ايپاټ واخله، ما ورته وويل نه لورې دا ستا په ذهن بده اغېزه کوي خو هغې همدا يوه خبره کوله ما ورته ويل د لوبو سامان درته اخلم کتابونه درته راوړم د خوراک کوم شی چې غواړې درته يې راوړم.
هغې نه منله او ويل يې زه بيا ځان راغورځوم په دې خبرې سره ولړزيدم چې دا څه وايي د خولې مې چغه ووته نه لورې بيا داسې خبره ونکړې.
هغه زما په چغه خپه شوې وه راغاړېوته راته يې وويل نه پلار جانه څه
چې ته وې زه يې منم، سخت خوشاله شوم له معاش څخه چې کومې پيسې پاتې وې په هغې مې صفيې ته د لوبو سامان او کتابونه راوړل خدای يو نوی ژوند بيا را په برخه کړ….
تبصرې
تبصرې بندې دي