ښکار

عبدالرحمن ميوند
اداري شعبه کې د تلویزیون د ورځې مهمو خبرونو ته ځیر وم، د چایو له پیالې مې دوه، درې غړپه کړي وو چې ادارې مرستیال په مخابره کې غږ کړ:
– ۰۷، ۰۷ !
له ځایه په بیړه پورته شوم د میز له سره مې مخابره راواخسته او د خبرو کولو بټن می کېکاږله، آورم!
– څلورمې دروازې مخته موقعیت ونیسه!
– سمه ده
تر لږ وروسته ټاکل شوي ځای ته ورسېدم، د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه، د خپل همکار سره له دروازې بهر شوم، د ټکټ پلورځی غرفې مخته خلک په اوږد قطار د ټکټ اخستلو د پاره ولاړ وو.
په ونه جګ سړی د سړک غاړې ته ولاړ و، تر ستړي مه شي وروسته مې ورته وویل: امر، خدمت.
– ډاکټر صاحب! د غه مرغه مې راوړی، په څو يې اخلې
– څه، څه وای خلو؟
– هو، ولې نه یې اخلې ؟
– اکا جانه! د وحشي مرغانو، پلورل، قاچاق، ښکار دا هرڅه قانوني منع دي، ته لکه چې خبر نه یې
– اوه، نه والله کې مې پر دې خبرو سره خلاصېږي
– دا یو دولتی اداره ده، دلته تر ټولو زیاد قانون پلی کیږي
– نو دا به څنګه کړم؟
– له هر ځایه چې دې رانیولی وي هماغلته يې خوشي کړه، دا بې زبانه الوتونکو باندې ولې دومره ظلم کوئ؟
– ښه سمه ده، خو دا وزر يې هم لږ ژوبل شوي وه ما په خپل دستمال تړلی!
– څه ته راښکاره کړه ؟
– دا دې وګوره اوس ښه شوی، هیڅ ستونزه نه لري
– اوه خدایه ! دا خو زخمی دی بیچاره
– نه، نه اوس ښه شوی
– له دې ښکاري چې دا مظلوم دې په ټوپک ویشتی
– مونږ نه دی ښکار کړی!
– دا مرغه همداسې وړیا تاسو ته ډالۍ کوم، چې له جنجاله يې خلاص شم
– سمه ده، راکړه! زه به يې په پوره ډول درملنه وکړم چې روغ شي
په غیږ کې مې ونیوه او کلینیک ته روان شوم، مرغه ججوره له خوړو خالي برېښده، هيڅ غوښه يې نه وه خوړلې. تړل شوی وزر مې خلاص کړ، د وینو فواري ترې چالان شوه، ژر – ژر مې د وینو بهېدنې مخه ونیوله او بنداژ مې کړ.
اقبال بیکزاد ته مې تیلفون وکړ: ډاکټر صاحب اورې؟
– هو، سلام ښاغلی ډاکټر صاحب، امر کوئ
– هیله کوم، یو مرغه د عملیات لپاره چمتو دی که راتلای شې چې راسره مرسته وکړې
– ولې؟ څه ستونزه لري
– وزر شاید ستونزه ولري یا مات شوی وي
– اوه خدایه، دا کوم ظالم ویشتی
– هو، یو چا راوړی و، باید درملنه یې وشي
– زه پوهنتون کې یم له غرمې وروسته درتلای شم
له ځان سره په چرت کې شوم، مرغه له درده شېبی شمېرلی، طاقت مې و نشو خپله لاس په کار شوم او د عملیات هر څه مې برابر کړ. د شلو دقیقو وروسته مات شوی وزر مې له څنګه لرې کړ او زخم په کراره – کراره وګنډه.
له عملیات وروسته مرغه مې په یو جلا خونه کې قرنطين کړ، د ۷ ورځو له درملنې وروسته روغ – رمټ شو او یو آزاده سرلوڅي قفس ته انتقال کړ.
مرغه په چوپه خوله را نه خوشاله برېښده خو د تل لپاره له الوتلو پاتې شو…..
تبصرې
تبصرې بندې دي