کار او نتيجه

نور عمر
[pukhto]
اِنسان فطرتاً د ډېر څه غوښتونکی دی. د ډېر څه د لاسته راوړلو تقاضا کوي؛ خو خبره بیا د انسانانو په طبقه بندۍ کې ده؛ په دې اړخ کې انسانان دوه ډوله دي
۱- هغه چې کار کوي
۲ – هغه چې تیار یې غواړي
۱- هغه چې کار کوي، هغوی د روښانه مستقبل سوچ دې ته اړ کړي، چې کار وکړي؛ ځکه کوم څوک چې د ډېر څه تقاضا کوي، نو دا خبره مستقیماً مغز ته ځي او له هغه ځایه اداره کیږي، او د سمې لارې، ګټه کولو، روښانه مستقبل لرلو، په باب ذهن خورا مثبتې مشورې ورکوي او د انسان سالم عقل د شعور نه په ګټه اخستنې هغه څه چې ذهن ورته منتخب کړي، کار کوي، انرژي مصرفوي،درس وایي، او داسې نورې کړنې ترسره کوي، چې روښانه راتلونکی پرې جوړېږي.
۲- هغه اِنسانان چې په تیاره هر څه غواړي، دا هغه اشخاص دي، چې ماضي ته په کتو د کاره لاس په سر کیږي، دوی په دې عقیده دي، چې داسې شتمن هم شته چې هغوی نه تعلیم کړی، او نه یې کوم کار کړی، خو د نن شتمن او حاکمان دي، د دوی دا نظر قابل د قبول ندی.
الله ج وایي: ته حرکت کوه؛ زه به برکت کوم، نو له دې هم معلومېږي، چې انسان باید کار وکړي، کار په دې مانا ندې چې یواځې کولنګ او بلچه په لاس کې واخله او د یو څه په ورانولو، یا جوړولو شروع وکړه.
کار هم په دوه ډوله دی
۱ – ذهني کار
۲- فزیکي کار
فزیکي کار تا تل په همدې مرتبه کې ساتي، کوم کې چې قرار لرې، زه دا نه وایم چې فزیکي کار ونکړئ، ولې نه مونږ د بیارغونې کارونو زیاتره برخه په فزیکي ډول مخې ته وړو، خو که ذهني کار ونکړو، نو نه به مو د بیارغونې اداره، نقشه، او څارنه سمه وي او نه کار!
هغه څوک چې په تیاره د غټ سړي کیدنې سوچ ذهن کې لري، هغه هیڅ وخت مخکې نشي تللای، مونږ زیاتره وخت تقدیر ته ګوته په غاښ ناست یوو او د هغې د فیصلې اورېدلو ته مو غوږ نیولې وي، ولې نه تقدیر هر څه له مخکې ټاکلي وي، خو داسې هم نه شي کېدای چې د جومات کونج کې ناست یې او له الله تعالی د غټ سړي کېدو تمه لرې.
که داسې وای نو نن به ټوله دنیا جومات کې ناسته وه او چا به د فزیک او ذهن په ستړي کېدو دومره وخت نه اړاوه چې هم یې بدن زخمي او هم یې ذهن زخمي وای.
زه په دې یقیني یم؛ هغه څوک چې کار کوي، انرژي مصرفوي، هغوی به د راتلونکې څښتنان وي، مطلب هغوی به د غټو مرتبو خاوندان وي، او هغه څوک چې کار نکړي، د هغوی ذهن به ټول عمر د تقدیر فیصلو پسې نا ارام وي.
تاسې کار وکړئ، نتیجه خپله مخ ته راځي، هماغه خبره ده چې په یو څه کې استعداد یا پیاوړتیا نه پټېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي