کار به دې وکړم!

لنډه کيسه- نصرت ارمان
[pukhto]
ياسمين د کورنۍ له ډېر ټينګار او نيوکو سربېره ونه منله چې د پوهنتون له خلاصېدو مخکې واده ته زړه ښه کړي. هغه د تره زوی ته په نوم شوې وه، د هغوی له خوا تادي وه چې واده دې ژر وشي. او دا استدلال به يې کاوه چې پوهنتون ته خو له واده وروسته هم تللی شي، خو يو دليل او خبرې هم ونشو کړی ياسمين راضي کړي چې واده ته غاړه کېږدي. ځکه پوهنتون يې په خلاصېدو و…
کله چې يې د فراغت مراسم پای ته ورسېدل ، نو نور هغې ته د واده د ځنډولو بهانه پاتې نشوه، د واده نېټه يې وټاکل شوه. او ورته تياری نيول پيل شوو. ياسمين د پوهنتون د ډيپلوم اخيستو لپاره وروستی کار چې مونوګراف ليکل و، ختم کړ.
اوس يواځې د لارښود استاد موافقه پاتې وه چې مونوګراف يې د قبلېدو وړ وګرځوي او ياسمين خپل ډيپلوم چې لويه هيله او ارمان يې و ترلاسه کړي. هغې نوې جامې واغوستې او پوهنتون ته روانه شوه، د تېرو کلونو خاطرات يې يو بل پسې سترګو سترګو ته کېدل، له ټولګيوالو بېلتون ورته سخت ښکارېده، خو د نوي ژوند رالنډېدا او د ډيپلوم ترلاسه کولو لپاره خوښه وه.
پوهنتون ته له تلو وروسته، خپل پوهنځي ته لاړه، هلته لکه د مخکې د جونو د خنداو شور نه و، صنفونه خالي وو، يوازې يو نيم هغه کس چې کارونه يې لرل ګرځېدل… ياسمين د استاد د اطاق دراوزه وټکوله.
د دننه غږ راووت: څوک يې؟ راځه!
ياسمين په مخ راخواره ويښتان سم کړل او لوڅه شوې غاړه يې پټه کړه، بيا په ډېر ادب ورننوته.
– سلام…
استاد چې دا وليدله نو په شونډو يې موسکا راپيدا شوه، له چوکۍ راپاڅېد.
– اووو ګرانې ياسمينې… په خيرونو..: او بيا يې د ستړي مشۍ لپاره لاس ور اوږد کړ.
ياسمين د استاد په داسې رويه شکمنه شوه، ځکه مخکې کله هم داسې نه و شوي، خو د دې لپاره چې استاد يې په شک ونه پوهېږي، لاس يې ورکړ. هغه چې د دې نازک لاس په خپل لاس کې تر لږې شېبې ونيوه… د ياسمين زړه په ټوپونو شو…
– کښېنه!… هغه د ياسمين لاس پرېښود او چوکۍ يې ورپه ګوته کړه.
د ياسمين له خولې غږ نه خاته، کېناسته، استاد پاڅېد، د دروازې څنګ ته اېښي يخچال نه يې يخ د کوک بوتل له دوه ګيلاسونو سره راواخيست. بېرته خپلې چوکۍ ته راوګرځېد، شيشه ايي پيالې يې ډکې کړې او د ياسمين مخ ته په کتو شو. هغې سترګې ټيټې نيولې وې.
– در واخله!…
ياسمين په اوترۍ ورمخ کړ، بيا يې د استاد له لاسه په مننې ګيلاس ونيوه، خو د څښلو زړه يې نشو کړی.
– استاد… مونوګراف مې…. ستاسو د لارښوونو په نظر کې پای ته ورساوه….
استاد ورته په قهقه وخندل: افرين ښکلې!… او دې خبرې سره د ياسمين له لاسه ګيلاس وغورځېد… په کاشيانو تورې اوبه تويې شوې.خو ګيلاس روغ پاتې شو. د ښکلې کليمې اورېدو ښکاروله چې استاد د څه کولو نيت لري؟ اوچته شوه. استاد هم ودرېد…
– پروا نه کړي… ته رادېخوا شه چې زه يې وچ کړم… او له دې سره يې خپل لاس د هغې په مټې کېښود. د ياسمين وجود رېږد ونيوه…. استاد دا ځان ته ورلنډه کړه…
بيا يې د لمدو کاشيانو د وچولو لپاره خپل د غاړې دسمال له چوکۍ راواخيست …
ياسمين ژر له دستکول نه مونوګراف راوويست. هغه ته يې په مېز کېښود او ويې غوښتل چې په بېړه کار خلاص او بېرته ستنه شي. استاد چې ځای وچ کړ نو راپاڅېد… مونوګراف ته يې معمولي وکتل او راجيګ يې هم نه کړ….
– نن ته مې ډېر صبر کړی…. مونوګراف دې تمام کړی، خو زما کار لا نه دی تمام!…
ياسمين حيرانه پاتې شوه، د استاد له خولې يې د داسې خبرو اورېدو تمه نه لرله، په هغه چا چې يې ډېر باور کړی و او کوټې ته ورته په ډاډه زړه راغلې وه اوس هسې انسان نه ښکارېده، بلکې يو داسې حيوان ترې جوړ شوی و، چې ورسره مخ کېدونکي يې خوړل…
هغې خپل حواس پر ځای کړل… فکر يې وکړ چې استاد به د کومې شيرينۍ غوښتنه کړي، زه پرې بې ځايه شکونه کوم…
– کوم کار؟!…
استاد لاسونه پرانيستل او له هغې يې غوښتنه وکړه چې غېږ ته يې ورشي…
ياسمين د مخکې راتلو په ځای شاته په تلو شوه، له دروازې سره يې ملا ولګېده او بيا په ځای ولاړه پاتې شوه…
د استاد تندی تريو شو…
– ته دې مونوګراف وړلی شې… دا د منلو وړ نه دی…
د ياسمين سترګې له اوښکو ډکې شوې… ټولې هيلې يې په سوزېدو شوې… خوله يې وچه شوه…
– ګوره!….
استاد خبرې ته پرېنښوده…
– ته تلی شې…
ياسمين په زاريو میز ته ورلنډه شوه، خپل لاسونه يې هغه ته لپه کړل.
– سوال درته کوم استاده… ته خو يو ځل زما مونوګراف وګوره. ما هرڅه همغسې کړي چې تاسو ويلي…
استاد ورته په کرکه وکتل…
– مونوګراف دې هله تاييدوم چې وروستۍ غوښتنه مې ومنې….
د ياسمين اوښکې په سپين مخ وبهېدې، خو د استاد په زړه د رحم اوبه تويې نشوې…
– دلته مه بنګېږه !… که خبره مې منې، مونوګراف دې تاييدوم او ګنې خپل کار کوه… زما خبره نه بدلېږي.
ياسمين وپوهېده چې د خلاصون لار نشته…
– ګوره! زما واده ته د ګوتو په شمار ورځې او شپې پاتې دي… که مې داسې غوښتنې منلی نو زه به تر اوسه پېغله نه وی پاتې. د خدای رويې ومنه، بله هره غوښتنه او خبره دې منم، خو زما د پېغلتوب شتمني راڅخه مه غواړه.
په خبرو يې استاد لږه نرمي اختيار کړه…
– هه نو سمه ده. مونوګراف دې همدلته پرېږده، زه دې د نومرو خانه،خالي پرېږدم… چې واده دې خلاص شو، بيا راشه… کار به مې وکړې او کار به دې وکړم!….
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي