کاش چې زه هم ماشوم وی

ژباړه: رضاءالله ځار
هغه وختونه چې تل به مې په سر خاورې بادولې، تل به په خندا وم، لوبې مې کولې، ژړا مې کوله، چا ځمکې ته نه پرېښودم، خلکو مينه راکوله…
پخواني يادونه څومره ښه دي، هغه وختونه چې يوازې به مې په خوله خندا راتله…
کېدای شي علت يې نه پوهېدل وو.
نه پوهېدم، بس خوشاله وم او خندل مې…
مګر، همېشه له ما سره دا سوال و، چې ولې غټان دومره غمونه لري، ولې زما په شان خوشاله او خوښ نه دي؟
ولې چې هر وخت ما وګوري، د ماشومتوب يادونه ورياد شي، د زړه نه اه وکړي او ووايي (کاش چې زه هم ماشوم وی.)
مګر غټېدل څه عيب لري؟ کاش چې زه هم غټ وی، هغه وخت به مې څه کارونه کولی.
ويل مې خوشاله به يمه…
تر دې؛ يوه ورځ پوه شوم، چې لوی کېدل څه دي….
ولې پناه غواړم د هغه ورځو نه چې راباندې تېرېږي….
پوه شومه، چې د يو کپ حلالې ډوډۍ پيدا کول څومره سخت دي…
پوه شوم او ومې ليدل چې د مور او پلار په مخکې يو غلط کار بدن ته څومره عذاب رسوي…
پوه شومه، چې د خپلو اولادونو لپاره د شپې سبا کول څومره زور لري…
پوه شومه، چې د يوې ډوډۍ لپاره مې مغزو کومه خوا روان نه کړمه…
پوه شومه، چې د خلکو د خبرو له امله مې زړه څومره داغونه وخوړل…
پوه شومه، چې ساده اوسېدل په دې دنيا کې مانا نه لري…
پوه شومه، چې بايد په دې دنيا کې د لېوه په شان اوسيدل دې ژوند اسوده کوي…
پوه شومه، چې ژوند کولو ته اوږه ورکول يعنې څه!؟ يواځې پاتې کېدل او اوسېدل يعنې څه…
د پوهېدو نه هم زيات پوه شوم…
کاش چې هېڅ وخت نه وی پوه شوی…
اوس د ماشومتوب پسې لېواله يم…
مګر افسوس، چې اوس د ماشومتوب وختونه زما په ذهن کې فقط يادونه دي…او بس.
تبصرې
تبصرې بندې دي