کتاب لوستل شهکار دی !

ژباړه: رحيم روښان
که څه هم د کتاب لوستلو ګټې ډېرې زياتې دي، ځينو ته يې دلته اشاره کوو، که غواړې د کتاب لوستلو د ګټو سره اشنا شې، ما سره پاتې شه.
۱- د پوهې ترلاسه کول:
د کتاب لوستلو یو لوی دلیل د پوهې ترلاسه کول دي، کتابونه د مالوماتو بډایه سرچینه ده، د مختلفو مالوماتو او کتابونو په لوستلو سره مو د پوهې ژورتیا ډېرېږي.
۲- د دماغو فعاليت ښه کوي:
مطالعات ښایې چې لوستل په دماغو باندې قوي مثبت تاثیرات لري. د رواني فعالیت سره تاسو کولی شئ د الزیمر ناروغۍ، دماغو ناروغۍ او د هېرېدنې مخنیوی وکړئ. د کتابونو لوستل ستاسو د دماغ روزنې او سالم ساتلو لپاره عالي لاره ده.
۳_ حافظه مو ښه کوي:
هر ځلې چې تاسو کتاب ولولئ، تاسو باید د کتاب تنظیم کول، شخصیات، شالید، تاریخ، ټولګه او نور ډېر شیان په پام کې ونیسئ، لکه څنګه چې ستاسو دماغ دا ټول شیان په یاد لري، ستاسو حافظه وده کوي.
۴_د تصور ښه کول:
هرڅومره چې تاسو لوستل کوئ، همغومره تصورات جوړوئ، هر کله چې تاسو خیالي کتاب لولئ يوې بلې نړۍ ته مو له ځانه سره بيايي، په نوې نړۍ کې ستاسو تصور خپل غوره ترکیب جوړوي، لکه څنګه چې تاسو هڅه کوئ هرڅه په خپل ذهن کې وګورئ.
۵_د خلکو د ژوند په کړو وړو مو پوهوي
د کتاب لوستلو یو اساسي ګټه دا ده، چې د انتقادي فکر کولو مهارتونه رامنځته کوي. د مثال په توګه د ناول لوستل تاسو د نورو خلکو په ژوند او کړو وړو پوهوي.
د انتقاد کولو مهارتونه چې د ورځني پرېکړو سره راځي خورا مهم دي، لوستل د انفرادي مالوماتو اړتیا ته وده ورکوي.
۶- مطالعه مو وينا ښه کوي
لوستل، پوښتنه کول او يو چا سره بحث کول ستاسو وينا ښه کوي، خبرې مو روانوي او له نويو لغاتونو سره مو اشنا کوي.
۷ – د لیکلو مهارتونه در زده کوي:
د ښه کتاب لوستل تاسې څخه ليکوال جوړوي او ليکل مو ښه کوي، ډېری بریالي لیکوالان د نورو خلکو د کارونو په لوستلو کې مهارت لري.
۸- تمرکز کې درسره مرسته کوي:
کتاب لوستل يو فعالیت دی چې موږ بوخت ساتي، همدارنګه زموږ ذهنونه له يواځېتوب څخه لرې کوي، کتابونه د ساتیرۍ لوی سرچینې دي، څوک چې د لوستلو سره علاقه لري هیڅکله به ستړي نه شي، ځکه چې کتاب لوستل د ستړیا څخه د خلاصون عالي لاره ده.
۹- په لږ فعاليت ډېره ګټه:
د نورو فعالیتونو په پرتله، کتابونه خورا ارزانه دي. په لږو پیسو سره، تاسو کولی شئ کتاب واخلئ او د څو ساعتونو لپاره ورسره وغږېږئ په اخيره کې به وګورئ چې تاسې په څومره لږ فعاليت سره ډېر څه زده کړل.
۱۰-هڅونه:
ژوند له ننګونو ډک دی، مطالعه کولای شي ستاسو د ژوند د ښه کولو لپاره يو فکر درکړي، د اشخاصو د بیوګرافۍ په ګډون د یو ښه کتاب لوستل تاسو هڅوي او همدارنګه د خپلو شخصـي اهدافو په زده کړو کې درسره مرسته کوي.
مطالعه به تاسې پوه کړي چې غوره خاوند، ښځه، لور، زوی، مور، پلار یا يو ښه کارمند اوسئ.
۱۱- د روغتیا ګټه يې:
زرګونه ښوونيز کتابونه کولای شي، چې ستاسو د روغتیا په وده کې مرسته وکړي. هغه خلک چې د سخت فشار سره مخ دي، د ځان جوړونې د کتابونو له لوستلو څخه ګټه پورته کولای شي. سربېره پر دې دا کتابونه د تمرین، رژیم او صحي ژوند د لارښوونو په اړه مهمې لارښوونې چمتو کوي. دا ټولې کړنې د رواني او فزیکي روغتیا غوره لامل کېږي.
۱۲- تاسې کې نرمي پيدا کوي:
په ځانګړي توګه افسانوي کیسې کولای شي ستاسو خواخوږي زیاته کړي.
۱۳- مهارتونه مو اوج ته رسوي:
کتابونه د مختلفو موضوعاتو مهم مالومات چمتو کوي. د مطالعې کولو سره تاسو کولی شئ د زده کړې هر ډول مهارتونه ياد کړئ. لکه: پخلی، ورزش، ليکوالي او داسې ډېر هنرونه چې تاسې ورسره هره ورځ مخ کېږئ.
۱۴- په ځان مو باور لوړوي:
د ډېرو کتابونو لوستلو سره تاسې کولی شئ د ژوند مختلفې برخې زده کړئ. دا ټول مو په ځان باور لرلو کې ملاتړي دي.
۱۵- نړۍ کې مو ګرځوي:
د نړۍ کیسه تاسو ته اجازه درکوي یوې بلې نړۍ ته سفر وکړئ، چېرې چې هرڅه توپیر لري، کتابونه ولولئ، کلتورونو او نورو ځایونو ته لنډه کتنه وکړئ.
کتابونه ستاسو لیدلوری او فکر پراخوي، تاسو ته اجازه درکوي نور هېوادونه، نور خلک او ډېری نور شیان وګورئ، چې تاسو هیڅکله نه لیدلي او نه پرې پوهېدئ.
تبصرې
تبصرې بندې دي