کتاب مې د ژوند ملګری دی

عبدالخليل کامران
ژوند ته مې يوازينی څيز چې ډېر سکون ورکوي او مينه ورسره لرم هغه کتاب دی، کتاب مې د ژوند ملګری دی چې په هر حالت کې راسره وي، د ژوند ټول رازونه په کې لټوم، بې له کتاب راته ژوند نيمګړی ښکاري.
دا چې اوس نړۍ پرمختګ کړی دی او تر ډېره ځوان نسل ټولنيزې شبکې کاروي، نو له کتاب لوستنې سره د خلکو مينه کمه شوې ده، زما له نظره دا سم کار نه دی، ځکه کېدای شي چې په ټولنيزو شبکو کې د ښو ليکنو سره، سره يوه نيمه خرابه ليکنه هم ولولو، چې په هغې سره به مو ذهني قوت بلې خوا ته بدلون وکړي.
خو کتاب يو معياري څيز دی چې هيڅکله په کې ناسم معلومات نشي خپريدلی، کتاب تر پيړيو، پيړيو پورې پاتې کېدلې شي، له يوه نسله بل نسل ته فرهنګي او کلتوري مسايل په ميراث پرېږدي او راتلونکی نسل هم له خپلو کلتوري او هنري ارزښتونو خبروي، خو ټولنيزې شبکې دا ستر ارزښتونه نشي ساتلی، کتاب د زده کړې ترلاسه کولو لپاره اصلي محور دی او ژوند پرې تازه کېږي، لکه چې يو شاعر وايي:
پاڼه، پاڼه يې د حسن د کيميا نه زده کومه
بې سواده پاتې کېږم چې د زړه کتاب مې نه وي
د کتاب سره مينه د ژوند ښايست، ښکلا او پرمختګ دی، د کتاب له برکته نن ورځ د نړۍ پر مخ بې شماره تمدنونه رامنځته شوي دي، نو راځئ چې د خپل ژوند اصلي راز په کتاب کې ولټوو او د پرمختګ په لور ګامونه واخلو.
تبصرې
تبصرې بندې دي