کرکه مو زړه خېرنوي

ژباړه: حمایت ارمان
یو ځل یو ښوونکي له خپلو زده کوونکو نه وغوښتل چې له کوره ځان سره رومیان راوړي.
څوک به څومره رومیان راوړي، دا په دې پورې اړه لري چې څوک پخپل ټولګي کې له څومره ټولګيوالو کرکه لري.
په بله ورځ ځینې ماشومانو ۲ رومیان، ځينو ۶، ځینو ۱۰ او ځینو حتا ۲۰ رومیان راوړل.
باید دا رومیان ماشومانو دوو هفتو پورې هر چیرته ځان سره وړي وای.
دوه، درې ورځې وروسته ماشومانو شکایت پیل کړ، چې رومیان خراب شوي او بد بوي یې پیل کړی، خو د ښوونکي د خبرې نه انکار یې هم نه شو کولی.
د چا بکسه چې غټه وه او رومیان پکې ډېر وو درنده شوه او بدبوي یې نور هم ډیر شو.
بلاخره اونۍ ختمه شوه او ښوونکي له زده کوونکو پوښتنه وکړه چې تېره اونۍ مو څنګه تېره شوه او څه احساس مو درلود؟
ماشومانو له وزن او بدبوي څخه شکایت پیل کړ…
ښوونکي وویل: دا هر څه هغه وخت پېښېږي، کله چې تاسو د یو چا پر وړاندې زړه کې کرکه ولرئ. تاسو د یوې اونۍ لپاره دا بوي او وزن ونه زغملای شو، نو فکر وکړئ؛ ستاسو د زړه به څه حال وي کله چې هره ورځ د یو چا پر وړاندې کرکه پکې ساتئ.
له همدې امله، د زړه له ښکلي باغ څخه ځینې وختونه اړین ده چې وحشي واښه او ازغي وغورځوو ، کوم چې زموږ د زړه باغ ته تاوان رسوي.
هغه چا ته بخښنه وکړئ چې تاسو ته یې زیان رسولی، که زړه مو نه غواړي مه ورسره غږېږئ؛ خو د زړه نه ورته بخښنه وکړئ او ژوند مو پر مخ وېسئ.
دې سره به نه یوازې ستاسو زړه او ذهن ارامه شي بلکې د نورو ښو یادونو لپاره به پکې لا ډیر ځای رامنځته کړئ.
خپل ژوند نه مو منفي خلک او منفي فکرونه لیرې کړئ او غوره ژوند همدا نن پیل کړئ!!!
تبصرې
تبصرې بندې دي