67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

کرکټ بورډ ما سره زيات ظلم کړی

مرکه/ نثار ځواب

[pukhto]
ښاغلی زيور شینواری ۲۱ کاله کېږي چې کرکټ کوي، نوموړی له تېرو لسو کلونو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د حاجي حضرت ولي کرکټ اکاډیمۍ روزنکی دی او سلګونه لوبغاړي يې روزلي، زیور د کرکټ له مسولینو ګیلې لري، مونږ ورسره مرکه کړې.

مازیګر: کرکټ مو چېرته او څنګه شروع کړ؟
زیور: له کرکټ سره مې په ۱۹۹۹ م کال هغه وخت چې مهاجر شوي وو مينه پيدا شوه، هلته به سهار وختي لنډي کوټل نه پېښور سټوډیم ته تلم او ماښام به راتلم.
مازیګر: تاسو راته د هېواد د کرکټ په اوسني حالت لږه رڼا واچوئ؟
زیور: کرکټ ډېر ښه روان دی، اوس موږ د هر فارمټ لوبغاړي لرو، ډېر شمېر اکاډیمانې جوړې شوي او نوي لوبغاړي میدان ته راوځي.
مازیګر: تاسو خپله د کورني کرکټ کومو لوبو کې برخه اخیستې؟
زیور: ما د کورني کرکټ ډېرو لوبو کې برخه اخیستې، په تري ډای، فرسټ کلاس، رمضان کپ او د شپږیزې کېمپ مې هم لوبولی، خو په خواشینۍ سره چې د کرکټ بورډ مسؤلینو زما د ښه فرفامېنس سربېره هم راته خپل حق نه دی راکړی او ملي ټیم ته نه يم انتخاب شوی.
مازیګر: تاسو د فرفامېنس خبره وکړه، په یادو لوبو کې تاسو څومره وړتيا ښودلې وه؟
زيور: فرسټ کلاس سیالیو کې مې ( ۴۰۰ ) رنز په اوه مېچونو کې وکړل، ګرېډ ون کې مې د خوست خلاف ( ۱۴۵ ) رنز وکړل.
مازیګر: کرکټ بورډ نه مو ګیله څه ده؟
زیور: کرکټ بورډ ماسره زیات ظلم کړی، تر دې چې له کرکټه يې زړه راتور کړ، کله به ټيم کې ماین پلیر وم، کله به ډراپ وم، اول يې تري ډای ولایتي نه ډراپ کړم او بيا يې له فور ډای نه هم ډراپ کړم.
شخصآ د ننګرهار کرکټ بورډ نه ډېر خفه یم، که دوی ماته پاملرنه کړی وی، اوس به زه هم ملي ټيم کې لوبېدلی.
مازیګر: که راشو دې ته چې ستاسو اکاډیمۍ کې همدا اوس څومره لوبغاړي کرکټ زده کوي او په تېرو کلونو کې مو څومره لوبغاړي روزلي؟
زیور: تقریبآ همدا اوس ( ۲۰۰ ) نوي ځوانان دلته هره ورځ د کرکټ زده کولو ته راځي. زه له هغوې سره خواري کوم، سلګونه لوبغاړي مې روزلي، د کرکټ برخه کې مې هڅې ټولو ته معلومې دي او بیا به يې هم کوم.
مازیګر: ستاسو د اکاډیمۍ څومره لوبغاړي په ملي او نولس کلنو لوبډلو کې لوبېږي؟
زیور: په خواشیني سره چې کرکټ بورډ زموږ د اکاډیمۍ لوبغاړو ته ډېر چانس نه ورکوي او د اکاډیمۍ په برخه کې يې تراوسه له موږ سره هېڅ مرسته نه ده کړې.
مازیګر: یو لوبغاړي ته په کرکټ کې څه ضروري دي؟
زیور: فيټنس تر هر څه مهم دی، لوبغاړی چې فېټ وي هر څه کولای شي.
مازیګر: ایا تاسو خو به د فیټنس ستونزه نه لرئ؟
زيور: نه شکر الحمدالله، زه ښه فېټ یم او که هر ډول لوبو کې ځای راکړل شي ښه لوبه به وکړم.
مازیګر: کوم فارمټ لوبې دې خوښېږي؟
زیور: ټېسټ کرکټ مې ډېر خوښ دی.
مازیګر: تاسو پېښور ته هم ټورنمېنټونو ته ځئ؛ د دې ځای او د پېښور کرکټ توپير شته؟
زیور: هو؛ هلته ډېر ګراونډنه، ډېر لوبغاړي او ښه ټورنمېنټونه جوړېږي، دلته د ګراونډونو او ټورنمېنټونو نه شتون غټه ستونزه ده، خو ځوانو لوبغاړو دلته ډېره خواري شروع کړې او ورځ تر بلې ښه کېږي انشاءالله.
مازیګر: د روزونکې په حيث ستا په نظر کرکټ بورډ باید څه وکړي، چې استعداد لرونکي لوبغاړي پیدا کړي؟
زیور: که کرکټ بورډ غواړي چې کرکټ لا پرمختګ وکړي، باید د(۴۰) اوریزو لوبو ټورنمېنټونه په هر ولایت کې جوړ کړي.
مازیګر: ځوانو لوبغاړو ته څه پېغام لرئ؟
زیور: لوبغاړي باید د کرکټ تر څنګ تعلیم هم وکړي.
مازیګر: کور ودان چې مونږ ته مو وخت راکړ!
زیور: هر کله راشئ.
[/pukhto]

56 خوښونې

اړوند مطالب

په مخه دې زيړي ګلونه !
مشرقي ولس ته !
خدايي خدمتګار سره مرکه
کتاب مې د ژوند ملګری دی
د مازیګر بنډار پنځه ویشتمه ناسته وکړه
بودا او راهبان
څوک پاکستانی دی او څوک نه دی؟
سوالګر ماشوم

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جنوري 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« Sep   Feb »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /