67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

کنترول کوونکی شخصيت

ژباړه- موسکا رشيدي

[pukhto]
کنترول کوونکي شخصيتونه د داسې ځانګړتياو درلودونکي دي چې د نورو غير عادي شخصيت لرونکو کسانو څخه يې توپير کېدلای شي، خپل ځان او نور کسان د توکو په څېر په کار اچوي او د خپلو شخصي موخو د لاسته راوړلو لپاره يې کاروي.
موږ ټول کېدای شي د ژوند په کوم پړاو کې د زهرجنو اړيکو ښکار وګرځو، کنترول کوونکی چلند حد نه پېژني او انسان کېدای شي په بېلابېلو موقعيتونو لکه سني، ټولنيز، سياسي او اقتصادي وضعيتونو کې په خپلو اړيکو کې واک غوښتونکی و اوسي.
کنترول کوونکی کس زموږ په ذهن کې هغه څوک دی چې هر چا سره مخ کېږي رټي يې، تهديدوي يې او تر دې چې له فزيکي ځورونې څخه هم کار اخلي، تل اخطارونه ورکوي او خپلو مېرمنو باندې امرونه کوي.
که څه هم يادې نښې يو بحراني حالت راپه ګوته کوي، خو ځينې نورې نښې هم شته چې په متفاوته بڼه راڅرګندېږي، کنترول کوونکی کس پر خپلې مېرمنې باندې د واکمن کېدلو لپاره د بېلابېلو لارو څخه کار اخلي او ځينې وختونه دغه احساسي کنترول دومره پيچلی کېږي چې هغه مېرمنه کومه چې کنترول لاندې راغلې ده فکر کوي چې خپله ستونزه لري او يا هم ډېره نېکمرغه ده چې مقابل لوری يې زغمي.
دغه چلند که چيرې په احساسي او فزيکي تاوتريخوالي پايله ومومي او که نه، نو په دې باندې بايد پوی شئ چې يوه سالمه اړيکه نه ده، که چيرې د خپل ژوندانه په ملګري کې د لاندينيو نښو نه څو نښې ګورئ نو د خپلې اړيکې په اړه ډېره پاملرنه وکړئ.
۱- د کورنۍ او دوستانو څخه مو بېلول:
کېدای شي په ورو، ورو يې شروع کړي، خو ستاسو د کنترول لپاره لومړنی قدم دی. شونې ده داسې شکايت درنه ولري چې ولې مو ورور سره ډېرې خبرې کوئ؟ يا به وايي چې؛ ستاسې د نږدې ملګرې څخه کرکه لري او تاسې دې ته اړ باسي چې نوره اړيکه ورسره مه ساتئ. يا هم کېدای شي تاسې د هغه کسانو پر خلاف وپاروي چې تاسې ورته اړتيا لرئ، د هغه موخه دا ده چې ستاسې د حمايت شبکه له منځه يوسي او په پايله کې يې ستاسو د قدرت په له منځه وړلو سره د هغه په مقابل کې د ودرېدلو توان ونه لرئ.
۲- نيوکه درلودل:
په ډېرو وړو خبرو به هم نيوکه لري او دا کار هم ورو، ورو شروع کېږي. کېدای شي تاسې ته داسې باور درکړي چې تاسو سره د مرستې لپاره انتقاد کوي او يا هم خپله نظريه وړاندې کوي، چې ستاسو د کاليو اغوستلو طرز، خبرې کول، خوراک کول او يا هم ستاسې چال چلند نه خوښوي او تاسې ته په کار ده چې دومره حساسه مه اوسئ.
که چيرې دغه نيوکې ډېرې وړې او جزيي هم وي د اړيکې دايمي برخه ګرځي او ستاسې د ارزښتمندۍ، منل کېدو او مينې احساس له منځه وړي او په ژور خفګان مو اخته کوي.
۳- له حده زيات تاسې يا خپل ځان تهديدوي:
ډېری خلک داسې فکر کوي چې تهديد که چيرې فزيکي بڼه ولري ستونزمن برېښي، خو که چيرې يو کس د اړيکې په پرې کولو، يا د امتيازاتو په نه ورکولو او يا هم په دې وګواښل شي چې تاسې ته، يا ځان ته به ضرر رسوي، د فزيکي تاوتريخوالي نه هم سخته ده.
هېڅ څوک دا نه خوښوي چې تل دا ډار ورسره وي چې يواځې به پرېښودل کېږي او يا هم کوم زيان به ورته ور رسېږي. ډېری وختونه به تاسې ته داسې هم وويل شي؛که چيرې اړيکه درسره پرې کړي د کور، ماشومانو او مالي امکاناتو څخه به بې برخې شئ. دغه تهديد که حقيقي وي او که نه، تاسې دې ته اړباسي چې هر خواست يې ومنئ.
۴- محبت او پاملرنه شرطي کول:
(که چيرې دا کار وکړې، ډېره به راباندې ګرانه و اوسې). (که چيرې وزن دې کم کړې، ښه به شي). (که چيرې د ماښامنۍ تيارولو زحمت ځان ته نه ورکوې، نو زمونږه اړيکه به څه ګټه ولري؟). (که چيرې ويښتانو ته دې پاملرنه وکړې، ښه به ښکاره شې). (که چيرې پوهنتون دې ووايي، زما د دوستانو سياله به شې او وروسته پاتې به نه يې)، دغه ټولې خبرې يو ډول پيغام لري، يعنې چې د اوس لپاره ښه نه يې، که چيرې يادې شوې ځانګړتياوې پيدا کړې نو بيا به زما د مينې وړ وګرځې او دا خوی اکثراً کنترول کوونکي کسانو کې ليدل کېږي.
۵- د احسان بارول يا منت اېښودل:
ريښتينې اړيکې د متقابلو ښېګڼو پر بنسټ دوام موندلی شي، داسې چې هېڅ يو يې هم د مقابل لوري څخه خپله مرسته ونه سپموي، خو که چيرې ګورئ چې خاوند مو د خپل يو وړوکي کار احسان هم په تاسې باروي او بدل يې هم ستاسو څخه غواړي او ښه پوهېږي چې تاسې يې وس نه لرئ، نو غواړي له تاسې نه ځان اوچت وګڼي او د خپل تاثير لاندې مو راولي.
۶- قرضداره کول:
د اړيکې په لومړني پړاو کې هڅه کوي ډېر ښه واوسي، کېدای شي قيمتي ډالۍ درته واخلي او ګران بيه رستورانتونو ته مو يوسي او داسې مو قرضداره کوي، ترڅو يې تل غوښتنې ومنل شي.
۷- پلټنه کول:
داسې يو احساس په دوی کې شته چې حق لري ستاسې په اړه هرڅه باندې پوی شي، تل پلټنې کوي او غواړي چې خپل ټول رازونه ورته ووايئ. هغه خپل ټاکل شوي حد نه تېرېږي، د ټولنيزو رسنيو پاسورډ مو درڅخه غواړي، کېدای شي شخصي موبايل مو تر څارنې لاندې ونيسي، ايميلونه مو ولولي او دا د دې لپاره چې وښايي د اعتبار وړ نه يې او يا هم کېدای شي درته ووايي: (که چيرې کوم فساد نه لرې نو ولې ډارېږې؟) نو له دې طريقه غواړي درته جوته کړي چې هېڅ کله هم درباندې باور نه شي درلودلای.
۸- حسادت کول:
د اړيکې په لومړنيو وختونو کې دا حسادت درته په زړه پورې ښکاري او داسې ګومان درته پيدا کېږي چې ډېر ورته ارزښت لرئ، خو که چيرې پرمختللي حالت ته ورسېږي کېدای شي د اندېښنې وړ و اوسي. هر هغه کس چې د نورو سره ستاسو د سالمې اړيکې په اړه شک کوي او درباندې تور لګوي، دغسې خلک د حسادت، اضطراب، پارانويا او په ځان د باور په کموالي مرض اخته وي.

۹- ستاسو د يوازيتوب شېبو ته احترام نه درلودل:
دا هم يوه بله لاره ده، ستاسو د واک ختمولو لپاره، کېدای شي درته د وجدان عذاب پيدا کړي او داسې احساس درکړي چې د دې لپاره يوازيتوب غواړې چې مينه ورسره نه لرې. په عادي اړيکو کې دا يوه ساده خبره ده چې يو څوک دې يوازې و اوسي، خو په کنترولونکي اړيکه کې که څوک وغواړي يوازې و اوسي مغروره او په ځان مئينه به وبلل شي.
۱۰- بحث کې مو ستومانه کول:
ځينې په کې داسې کسان شته چې په ډېره چالاکۍ خپله خبره درباندې مني، خو ډېری کنترول کوونکي کسان تر هغې درسره بحث کوي چې خپله درباندې ومني، که چيرې مقابل لوری د بحث حوصله ونه لري کېدای شي خبرې يې ومني، که نه نو بحث به تر ډېره وغځېږي.
۱۱- ستاسې د زده کړې او کاري اهدافو له منځه وړل:
ډېری وختونه د خپل ځان او وړتياو په اړه مو غلط باور درته پيدا کوي، کېدای شي تاسې داسې ګومان درلود چې د حقوقو پوهنځي ته لاره مومۍ ،خو خاوند مو داسې احساس درته درکړي چې نومرې مو دومره ښې نه دي چې دې پوهنځي ته لاړه شې. تل به مو هڅه کړې وي چې د ځان لپاره ښه کاروبار ولټوئ خو خاوند مو مفکوره چټيات بولي او په دې کار سره مو په ځان باور له منځه وړي. کنترول کوونکی کس تل ستاسو شک د خپلو وړتياوو په اړه ستاسې په وړاندې د اسلحې په ډول کاروي او دا ستاسې د واکمنۍ د ختمولو لپاره يوه بله لاره ده.
۱۲- نظرياتو اورېدلو ته مو دلچسپي نه ښودل:
کېدای شي پاملرنه مو کړې وي چې خبرې مو نه پرېږدي چې پای ته ورسوئ، يا هېڅ ورته توجه نه کوي، خبرې کول مو د هغه په واک کې دي او هېڅکله اجازه نه درکوي چې د هغه د کړو، وړو په اړه خپل نظر وړاندې کړئ.
۱۳- داسې ټوکې کول چې نارامتيا درته پيدا کوي:
ټوکې ټکالې د اړيکو لپاره لازمي دي، خو مهمه په کې دا ده چې دواړو خواوو کې د مينې او راحتۍ احساس پيدا کړي، خو په کنترولوونکي اړيکو کې ټوکې ازار رسوونکي وي او په پای کې ويل کېږي چې؛ ټوکه مې وکړه.
دا کار له يوې خوا په ملنډو وهلو سره د احساسي ازار باعث ګرځي، له بله پلوه داسې يو احساس هم درکول کېږي چې په وړو خبرو خپه کېږې.

[/pukhto]

2 خوښونې

اړوند مطالب

ښکار
د سيستم اصلاح د هر افغان غوښتنه ده!
ژوند
بهلول او خطيب
سم مزل نه شو کولای
د ښاغلي نصرت ارمان د کيسه ليکنې فن
لوڅ شخصیت
خدمت

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مې 2017
S S M T W T F
 12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031  
« Apr   Jun »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /