که د سولې شورا نه وي؟
پوهيالی يحيی يعقوبي
[pukhto]
راځئ يو څرکنده نظر وکړو چې د سولې عالي شورا له جوړښته تر دې دمه څومره خلک د سولې پر ټغر راټول کړي او په دې څو کلن فعاليت کې څو مليونه ډالره لګښت درلود؟
د دې پوښتنو دقيق ځواب اسانه نه دی، خو که عمومي محاسبه وکړو نو ښکاره ده چې د ډيرو نورو دولتي ارګانونو په څېر پرته له دې چې څو کسه مشران او کارکونکي په کې په نس ماړه شي، بل هيڅ د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.
د شورا د ايجاد له وخته چې مشر رباني او بيا يې زوی صلاح الدين مشرۍ ته ټاکل شوي وو، مخالفو ډلو پر وړاندې يې خپل دريځ ځکه بدل نکړ چې په ترکيب کې يېيو ريښتينی منځګړی نه ليده. د شورا په رهبرۍ کې ټول هغه کسان وو چې تل له دوی سره په نظامي او سياسي ډګر کې جنګيدلي وو او لا جنګيده. همدا وجه وه چې طالبانو يا نوور مخالفو خواوو له پيله شورا ته په ښه سترګه نه کتل او مشران يې د نورو دولتي مشرانو په څېر د بهرنيو لاسپوڅي بلل.
څو د ګوتو په شمير کسانو چې به کله کله د رسنيو له لارې د دولت مخالفو وسلوالو په نامه له دولت سره د پخلاينې ډرامه جوړوله او شورا به دا خپله لاسته راوړنه بلله، په هغو کې هم اکثره کسان جعلي وو. دا کار به په ډيرو ولايتونو کې د شورا ولايتي ادارو د خپل فعاليت او کار د دوام په مقصد په يو تفاهم سره کاوه. دوی به يو شمېر کسان له کليو او بانډو څخه رابلل، په نمايشي ډول به يېيو څه وسلې ورکړې، او بيا به د رسنيو له لارې د مخالفينو د پخلاينې په نامه خلکو ته ښودل.
اوس نو که يو درست تحليل وکړو، د حامد کرزي په وخت کې د شورا ايجاد او بيا د اشرف غني لخوا يې د دوام پروسه اصلا نه د حکومت او نه هم د ولس په خير ده. که دا تېروتنه د کرزي په دوره کې شوې وه، نو ښاغلي غني ته په کار و چې د يو مدبر مدير په توګه د منحليدو لاره لټولای وای،نه دا چې نوی مشر او بيا نيم درجن مرستيالان ورته وټاکي.
په اوس وخت کې د دولت کمرزوی اقتصادي حالت دا نه ايجابوي چې په دې ډول پراخو تشکيلاتو او ادارو جوړولو هم ځان او هم ولس لا کمرزوی کړي. همدا اوس د دولت د مخالفانو په ليکو کې په زرګونه داسې ځوانان شته او لا جذبيږي، چې د بيکارۍ او دولتي بې عدالتۍ له امله په تنګ شوي، که لږ دقيق نظر وکړو نو دا بې عدالتي او بې کاري د شورا د دوام او تشکيلاتو پراخولو په څېر د ډېرو نورو ناسنجول شويو پرېکړو زېږنده ده، نه بل څه.
اوس هم که ولسمشر غني په ځينو مهمو او اساسي مسايلو کې لکه څنګه چې يې د ولسمشرۍ ټاکنو او بيا لوړې مراسمو پر مهال ژمنې وکړې، پخپل دريځ ودرېږي نو ولس هم دومره ناځوانه نه دی چې يوازې يې پرېږدي.
ښاغلي غني له خلکو سره د دسترخوان بدليدو، د کار روزګار برابرولو، د امنيت راوستلو او بالاخره د يوه سوکاله وطن جوړولو ژمنې وکړې، خو تر دې دمه د هر مجبوريت له امله چې وي کړي کارونه يې د کړو ژمنو خلاف او اپوټه دي. وروستۍ بېلګه يې بيا هم د سولې عالي شورا د کارونو دوام او بده لا دا چې په هغې کې هم د نور حکومت په څېر ففټي ففټي ونډه او د تشکيلاتو پړسوب دی.
لنډه دا چې که د سولې شورا وي او کنه، د مخالفينو پر دريځ کوم اغېز نه لري. د مخالفانو پخلا کول او د سولې پر ټغر راټولول نه د شورا له وسې پوره ده او نه څوک دې شورا ته په کوم ارزښت قايل دي. ښه به دا وای چې د شورا همدا لګښت د نورو اساسي چارو ترسراوي ته ځانګړي شوي وای، د مخالفانو د مخالفت د عواملو موندلو او حل لارو پر نورو اړخونو خپله حکومتي چارواکي او د دوی نړيوالو ملګرو فکر کړي وای او په ريښتيني تعهد رامخې ته شوي وای.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي