67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

کوتربازه – لنډه کيسه

نصرت ارمان

[pukhto]
کوترو ترې زړه داسې وړی و چې يواځې له کوره وتل نه له بامه ښکته کېدل يې هم نه غوښتل. د هغوی دلته اشنا کېدو ته يې اول شپې او ورځې، خو وروسته شېبې شمېرلې چې رالنډېدې. نور يې نو بايد ورته وزرونه خلاص کړی وی، د هغوی د الوت لومړۍ ننداره به څومره ښکلې وي؟ هغه چاته چې په لومړي ځل يې کوترې ساتلې وي داشېبې ځکه په زړه پورې وي چې له ډېر انتظار وروسته په خپل لاس تړلي وزرونه خلاصوي!
باوري وه چې کوترې د دې د مينې ليدونکي شوې دي، نو ولې به ترې تښتي؟ د دواړو وزورنه يې خوشې کړل….
کوترې والوتې. د بنده د ازادېدو الوتنه، د خوښۍ او مستۍ وزرونه پړقول يې دومره ښکلي ول چې په سپينو وريځو د پوښل شوي اسمان ښکلا کې يې زياتوالی راوستی و.
بڼکې کولای شول د هغوی د وزرونو د پړقولو او ملاکونو سيل وکړي، وويني چې دواړه سره څومره مينه لرونکي او له ژونده خوند اخيستونکي دي؟ له خوښۍ يې ټوپونه او چکچکې شروع کړې.
کوترې لرې تللې وې، غوښتل يې چې د زړونو بړاس وباسي، هغوی ډېرې ورځې له خپله کاره منع شوې وې!
د بڼکې په شونډو د موسکاګانو سيالي روانه وه، شپیلي يې ووهل، کوترې به راوګرځېدې، بیا به تاوې شوې او دا يې داسې جوش کې راوستې وه، لکه دا چې هم ورسره الوزي.
شېبې تېرې شوې، چې فنا به شوې، غړۍ به يې جېګه کړه، په سترګو خواره شوي ويښتان به يې ټول کړل او په تندي به يې لاس کېښود، د ماښام لړې په خورېدو شوې، کوترې په راستنېدو شوې او هغې ومنله چې ورسره داسې اشنا شوې او ملګرې شوې دي چې کله به هم ترې لاړې نشي!
بڼکې په خپلو لاسونو هغوی ته کوټنۍ جوړه کړه، نور به د شپې بې غمه ويده کېده او سهار له چايو وروسته به يې لومړی کار بام ته ختل، له کوترو ځان خبرول او هغوی ته د دانې اچول وو.
د کوترو غومبر اورېدو پسې مړه وه، که مور، پلار يا نيا به ورغږ نه کړ، په بام به ناسته وه، د نيکه لخوا څو ځل ورټل شوه، ځکه چې هغه کوترې ساتل يواځې د هلکانو کار ګاڼه، خو بڼکه له دې شوقه اوښتونکې نه وه، کله چې کوترې هګۍ واچولې له لاندې کېوتو يې زړه تور شو، اوس نو نوی انتظار و چې هغې ترې خوند اخېست.
کوترې هم ورځ تر ورځې خوښېدې او غوښنې کېدې، د بچيو راتلو ته سترګې په لار وې، د بچيو چونګار، چې هره مور يې د اورېدو ارمان لري.
بچي راووتل. د کوترو بچي چونګېدل او غټېدل.
***
تر ماښام ناوخته يې د کوترو راتلو ته سترګې نيولې وې، خو رانه غلې. غمجنوالي يې په زړه د لړزې څپې تېرې کړې.
– هغوی دواړه څه شوې؟
د بچيو چغيدلو يې سترګې ډنډولې، يواځې دا ترې نه وه بې برخې شوې، هغوی هم مور او پلار غوښتل!
وړې کوترې ټوله شپه وچغېدلې، بڼکه خلاصې سترګې کټ کې پرته وه، لکه پوهېدله چې د تلليو او پاتيو کوترو درد ورپه غاړه شوی.
سهار شو، بڼکه په دې باور وه چې نه دي راغلي، خو له باوره دا شک زورور و چې ورختو سره به يې پرې سترګې لګي، شکمنه پاتې نشوه. کوترې داسې تللې وې چې بیا نشوې راتلی!
د سهارنري باد د کوټنۍ دروازه خلاصوله، بندوله، د بچيو چونګېدل ترې نه راتلل. وېرې اوتره کړه او ور مخامخ شوه…
په بام چغې شوې، مور يې پاس منډه کړه. بڼکه پرته وه او تر خوا يې د کوترو واړه بچي.
[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

ماشومان ژغورلی شو!
بې اعتباره حکمونه
ښکار
ژوند وکړئ کتاب چاپ شو
له ځان سره باید مینه ولرو
عبدالستار سعادت سره مرکه
څپلۍ
افغان پوځ وسلې نه شي ساتلی

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /